[restrict paid="true"]
جلالاباد (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، تورخم دروازه چې د پاکستان له لوري د ترانزيټ او سوداګرۍ پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لړم په ۳۰مه د شپې ناوخته پژواک خبري اژانس ته وويل، د ستونزې حل په موخه افغان او پاکستاني مسوولينو په فرضي کرښه کې خبرې وکړې او ډاډ څرګند شو چې دغه ستونزه به په دايمي ډول حل شي.
هغه زياته کړه، د دغو مذاکراتو پايله کې دروازه پرانيستل شوه او افغان موټرچلوونکو ته اجازه ورکړل شوه چې د تورخم پر دروازه له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ وکړي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو امر مولوي صديقالله قريشي بدلون د لړم په ۳۰مه (ماسپښين) د دې دروازې له تړل کېدو وروسته پژواک ته ويلي وو چې د تورخم دروازه يو ځل بيا د پاکستاني مسوولينو لوري د ترانزېټ پر مخ نن غرمه په داسې حال کې وتړل شوه چې له چلوونکو يې د ويزې او پاسپورټ غوښتنه کوله.
نوموړي دا هم ويلي وو چې په تورخم کې د افغان کميسارۍ مسوولينو هم ورته اقدام کړی او هغو پاکستاني موټرچلوونکو ته اجازه نه ورکوي چې ويزه او پاسپورټ نه لري.
د دروازې له تړل کېدو وروسته دواړه خواوې د خبرو مېز ته کېناستل او د دې ستونزې د حل او دروازې بپا پرانيستل کېدو پرېکړه يې کړې ده.
د یادونې ده، پاکستان درې مياشتې وړاندې هم دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې وه.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP