ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امریکا او کاناډا ترمنځ سرحدي دروازه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

د امریکا او کاناډا ترمنځ سرحدي دروازه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي

author avatar
23 Nov 2023 - 07:23
د امریکا او کاناډا ترمنځ سرحدي دروازه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي
author avatar
23 Nov 2023 - 07:23

اټلانټا (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د امریکا او کاناډا ترمنځ په سرحدي دروازه کې په یوه موټر کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او پوله تړل شوې ده.

امریکايي چارواکي وایي، دا چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ په لومړۍ نېټه) له غرمې وروسته د امریکا او کاناډا ترمنځ د نیویارک ایالت اړونده نیاګرا فالز (ابشار) ته نږدې په سرحدي دروازه کې په یوه موټر کې شوې ده.

د نیویارک ایالت ځایي امنیتي سرچینو ویلي چې په دې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او نږدې دفترونو کې اور لګېدلی و، خو زیاته کړې چې دا ترهګریزه پېښه نه وه.

له دې پېښې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد تړل شوی او له کبله یې د «شکرانې» ورځې د اوږدې رخصتۍ په درشل کې امنیتي خبرداری هم ورکړل شوی دی.

تر دې دمه د وژل شوو کسانو هویت معلوم نه دی خو د نیویارک والي هوچل وایي، ښکاري موټر د نیویارک له لوېدیځ څخه تللی وي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جو بایډن ته په دې اړه خبر ورکړل شوی او هغه وضعیت څاري.

د کاناډا صدراعظم جستن تروډو ویلي‌ چې دا «یو جدي وضعیت» دی.

یادونه: په دې خبر کې د امریکا غږ له راپوره استفاده شوې ده.

Visits: 400

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.