ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ ملي اتل راشدخان د ملا عملیات په بریالیتوب ترسره شول

د کرکټ ملي اتل راشدخان د ملا عملیات په بریالیتوب ترسره شول

author avatar
23 Nov 2023 - 20:46
د کرکټ ملي اتل راشدخان د ملا عملیات په بریالیتوب ترسره شول
author avatar
23 Nov 2023 - 20:46

اټلانټا (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د کرکټ د ملي اتل راشدخان د ملا عملیات په بریالیتوب ترسره شوي خو بلخوا د اسټرالیا بیګ‌باش لیګ اعلان کړی چې سږ کال په دغه لیګ کې راشدخان نه لوبېږي.

راشدخان د لېندۍ په ۲مه پر خپله اېکس‌پاڼې (پخواني ټویټر) لیکلي، د ملا عملیات یې په پریالیتوب ترسره شول.

هغه دغه راز له هېوادوالو د دعا غوښتنه کړې او هیله یې ښودلې چې ډېر ژر بېرته د لوبې ډګر ته وګرځي.

بلخوا د اسټرالیا د شل اوریز لیګ (بیګ باش) مسوولینو اعلان کړی، راشدخان له دې امله چې روغتیايي وضعیت یې ښه نه دی، سږ کال په دغه لیګ کې نه لوبېږي.

راشدخان له تېرو څو کلونو راهیسې د بیګ‌باش له ایډیلیډ سټرایکرز لوبډلې سره لوبیږي او هلته ښه ځلېدلی دی.

ایډیلیډ لوبډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې راشدخان په ملا کې د تکلیف له امله د جراحي عملیات کوي او د ژر رغېدو دعا یې ورته کړې ده.

د ایډیلیډ سټرایکرز لوبډلې جنرل منېجر ټېم نېلسن ویلي: «راشد خان زموږ د لوبدلې مینه‌ناک لوبغاړی دی؛ دلته ډېر مینه‌وال هم لري، له تېرو اوو کلونو راهیسې له موږ سره لوبېږي، د بیګ‌باش لیګ راتلونکي فصل سیالیو کې به یې ډېر یادوو.»

د یادونې ده، راشدخان له ۲۰۱۷ کال راهیسې په ایډیلیډ لوبډله کې لوبېږي او تر اوسه یې په ۶۹ لوبو کې د ۱۷،۵۱ منډو په اوسط سره ۹۸ لوبغاړلي سوځولي دي.

راشدخان د وروستي ځل لپاره د افغانستان لپاره په یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام کې چې څو ورځې مخکې په هند کې د اسټرالیا په اتلولۍ پای ته ورسېد، ولوبې.

د افغانستان کرکټ بورډ څو ساعته وروسته له هغه چې اسټرالیا او هند د راشدخان په اړه خبرونه خپاره کړل، د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو یې د راشدخان د روغتیا ډاډ ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې هغه د لندن په یوه روغتون کې د ملا د لاندې برخې عادي عملیات کړي او ډېر ژر به بېرته لوبو ته ستون شي.

Views: 192

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.