ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د زعفرانو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

په کندهار کې د زعفرانو یو ورځنی نندارتون جوړ شو

author avatar
23 Nov 2023 - 22:32
په کندهار کې د زعفرانو یو ورځنی نندارتون جوړ شو
author avatar
23 Nov 2023 - 22:32

کندهار ښار (پژواک، ۲ لیندۍ ۱۴۰۲): ځایي مسوولینو په کندهار کې د زعفرانو یوه ورځني نندارتون پرمهال وویل چې ددغه ولایت په ۴۴۱ جریبه ځمکه باندې زعفران کرل شوي دي.

د ولایت مقام د رسنیو دفتر لخوا د لیندۍ په ۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن پنجشنبه د لیندۍ په ۲مه، په دامان ولسوالۍ کې د زعفرانو نندارتون جوړ شوی و.

سرچینې زیاته کړې، چې په دغه یوه ورځني نندارتون کې د کندهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس، کندهار ښاروال، د اقتصاد رئیس، د DCA موسسې ولایتي مسؤل او بزګرانو ګډون کړي وو.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کندهار د کرني اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمود مظلوم د DCA موسسې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره تل همکار پاتې شوي.

هغه زیاته کړه، چې په کندهار کې په ټولیزه توګه پر ۴۴۱ جریبه ځمکه زعفران کرل شوې، چې پر ۱۱۵ جریبه د هالنډ کمېټې او پر پاتې ۳۲۶ جریبه ځمکه د نورو موسساتو په مرسته کرل شوي.

نوموړي وویل، د کندهار اقلیم، هوا او خاوره د زعفرانو لپاره ښه برابره ده او هم د کوکنارو یو ډېر ښه او مناسب بدیل دی.

Views: 41

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.