د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، له پاکستانه د راستنو شوو افغان کډوالو ۶۰ سلنه یې ماشومان دي چې له هغوی سره د مرستې لپاره بېړنۍ بودجې ته اړتیا ده.
د کاپیسا ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په الهسای ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې له ۱۳۹۲ لمریز کال راهیسې موجوده وه، نن د قومي مشرانو او حکومت په منځګړیتوب پای ته ورسېدوه.
سیمهییز مسوولین وایي چې په فراه، دایکنډي او بغلان ولایتونو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان له لوري څه باندې ۲۱ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شول.
د افغانستان د مالیې وزارت وایي، د نیمروز ګمرک د ګرځنده څارنې کارکوونکو ۶۳۰ کیلوګرامه د انسان وېښتانو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
ننګرهار ولايت کې مسوولين وایي، د کورنيو چارو وزارت سرپرست سراجالدين حقاني له پاکستانه د افغان کډوالو د اجباري راتګ پروسې د ارزونې په موخه تورخم ښارګوټي ته سفر کړی دی.
یو شمېر کابل ښاریان وایي، ځیني موټرچلوونکي – چې ظاهراً د ټکسي په بڼه کار کوي – خلک په دوکه د موټر د مخې سیټ کې کېنوي او غلا ترې کوي، خو پولیس له داسې کړنو د مخنیوي ډاډ ورکوي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون له لوري انګلستانی اشلي مایکل وستوود، د یوه کال لپاره د فوټبال ملي لوبډلې د روزونکي په توګه وټاکل شو.
سرپل کې مسوولین وایي، په دغه ولایت کې یوه نجلۍ وژل شوې او یوه بله له ځانوژنې ژغورل شوې ده.
په کمپنۍ کې د مېوې او سبزي یو مارکېټ چې د کابل ښاروالي له لوري یوه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکول شوی و، پرانیستل شو.
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د یوه سوداګر له لوري د ۵۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
کابل (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۲): د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، ټول هغه کډوال چې هېواد ته راستنېږي د ثبت له پروسې
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د غازي امان الله جام لېسټ اې کرکټ سیالیو شپږم پړاو د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه په ننګرهار کې پیلېږي.