د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، په تېرو اوو میاشتو کې یې په دغه ولایت کې ۴۲ میله بېلابېلې وسلې او ګڼ شمېر مهمات ترلاسه کړي او په تړاو یې ۶۲ تورن کسان هم نیولي دي.
خوست کې د مسعينک زون په کچه له ۱۶ کلنو کمعمره لوبغاړو د کرکټ شل اووريزې سيالۍ پيل شوې.
د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي وایي چې په محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې د اتو میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې او اوبو لګولو اړوند د دوو پروژو چارې پيل شوې.
د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند په بلوڅي سیمه کې د محمدیه په نوم د یوه لومړني ښوونځي زدهکوونکي د ځای او ودانۍ نه شتون له امله په هدیره کې زدهکړې کوي.
د فراه امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې نن د ترافيکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
له ایرانه ځيني را ایستل شوي افغان کډوال چې د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي، د ایران امنیتي ځواکونو له نامناسب چلنده شکایت کوي.
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي په داسې حال کې د انټرنېټي خدمتونو له لوړې بیې او ټیټ کیفیته شکایت کوي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نږدې راتلونکي دې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ۲۷۹ نوو مخابراتي سایټونو فعالولو خبر ورکوي.
دایکنډي کې روغتیايي مسوولین وايي چې سږ مېلادي کال په دغه ولایت کې د ۲۳۱ میندو او ماشومانو مړینه ثبت شوې چې د تېر کال په نسبت ۴۷ سلنه کموالی ښيي.
د مالیې وزارت وایي، د روان لمریز کال په لومړیو شپږنیمو میاشتو کې یې د هېواد په شپږو ولایتونو کې څه باندې ۹۴ زره ټنه بېکیفیته او ممنوعه توکي نیولي چې په قاچاقي ډول هېواد ته را واردېدل.
سرپل کې ځايي مسوولین وایي د دغه ولایت په سوزمهقلعه ولسوالۍ کې د سېلاب راوتلو له امله یوه ښځه او یو ماشوم مړه شوي دي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې تېره ورځ له ایرانه نږدې ۴زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.