ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان د خواجه دوکوه ځيني اوسېدونکي د څښاک اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

د جوزجان د خواجه دوکوه ځيني اوسېدونکي د څښاک اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي

author avatar
22 Nov 2023 - 18:28
د جوزجان د خواجه دوکوه ځيني اوسېدونکي د څښاک اوبو ته له نه لاسرسي شکایت کوي
author avatar
22 Nov 2023 - 18:28

شبرغان (پژواک، د لېندۍ لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د جوزجان د خواجه دوکوه ولسوالۍ ځيني اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له کمښته شکایت لري او له مسوولینو غواړي چې د دوی لپاره د څښاک پاکو اوبو برابرولو په برخه کې پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د خواجه دوکوه ولسوالۍ ۳۸ کلي لري او شاوخوا ۵۰ زره کسان په کې اوسېږي، دغه ولسوالي د شبرغان ښار په ۲۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري او د دې ولسوالۍ د ځمکې لاندې اوبه ان د کرنې او څارویو لپاره هم د استفادې وړ نه دي.

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو تېرو شلو کلونو کې د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې د تېر حکومت د مسوولینو پر بې‌غورۍ نیوکه کوي او وایي تر دې دمه اسلامي امارت هم په دې اړه کوم عملي اقدام نه دی کړی.

د خواجه دوکوه ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالحمید پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې شته اوبه د دوی یو تر دوه سلنه اړتیاوې پوره کوي چې دا بسنه نه کوي.

هغه له حکومت او مرستندویه بنسټونو غوښتنه وکړه چې د څښاک پاکو اوبو په برخه کې دې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې د یادې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي حیات‌الله نبیل پژواک ته وویل، تېر حکومت کې دې ولسوالۍ ته له شبرغان ښاره یو نل وغځول شو چې هغه کې په اونۍ کې دوه ورځې اوبه راځي خو د دوی ستونزه نه شي حل کولای.

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، د یادې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي اوبه په بیه پېري، زیاته یې کړه: «روزمره اوبه اخلو، د ۲۰ لېترو اوبو بیه ۱۵ افغانۍ ده.»

د دې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي عبدالمجید وویل: «موږ په دلته اوبه نه لرو، څومره چې څاه‌ګانې ژورې کړو بیا هم اوبه ترخې دي، د استفادې وړ نه دي.»

د هغه په خبره، تېرو کلونو کې پرله پسې بارانونو سره د سرپل له سینده د دوی د څښاک او کرنې اوبه برابرېدې، خو دې وروستیو څو کلونو کې د وچکالیو له امله د سیند له اوبو هم محروم دي.

په ورته وخت کې د خواجه دوکوه ولسوال قاري محمد‌اسماعیل حذیفه د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ستونزه مني.

 د هغه په وینا، یاده ستونزه یې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړې ده.

هغه وویل: «دمګړۍ د څښاک پاکو اوبو لپاره د خلکو یوازېنۍ هیله د قوش‌تېپې کانال دی چې له دې ولسوالۍ تېریږي، که نه نو د دې ولسوالۍ ټول خلک به وکوچیږي.»

د یادونې ده، په دې ولسوالۍ کې د اوبو سرچینې نه شته، په ژمي او د اوړي په دوو میاشتو کې د کښت او کرنې په موخه د سرپل له سینده یې اوبه تامینیږي چې د پرله پسې وچکالیو له امله دا اوبه هم اوس دې ولسوالۍ ته نه رسېږي.

Views: 18

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.