ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکي د ځای نشتوالي له امله په هدیره کې زده‌کړې کوي

اروزګان کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکي د ځای نشتوالي له امله په هدیره کې زده‌کړې کوي

author avatar
15 Nov 2023 - 17:26
اروزګان کې د یوه ښوونځي زده‌کوونکي د ځای نشتوالي له امله په هدیره کې زده‌کړې کوي
author avatar
15 Nov 2023 - 17:26

ترینکوټ (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): د اروزګان مرکز ترینکوټ اړوند په بلوڅي سیمه کې د محمدیه په نوم د یوه لومړني ښوونځي زده‌کوونکي د ځای او ودانۍ نه شتون له امله په هدیره کې زده‌کړې کوي.

د دغه ښوونځي ښوونکي او زده‌کوونکي له حکومته غواړي چې د دوی ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.

خو د اروزګان د پوهنې ریاست وايي، د روان کال په پیل کې د دغه ښوونځي لپاره د ودانۍ جوړېدل منظور شول، خو خلکو ځای ور نه کړ او چارې يې پاتې شوې.

د محمدیه ښوونځي یوه ښوونکي غوث‌الدین پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی له مرکز ترینکوټه شاوخوا ۲۵ کیلومټره لرې دي او په دې سیمه کې تر ۳۰۰۰ کورنیو ژوند کوي چې د لومړي ځل لپاره تېر کال منځنی ښوونځی ورته منظور شو.

هغه وايي، اوس په دغه ښوونځي کې د نجونو او هلکانو په ګډون تر ۴۰۰ زده‌کوونکي لري خو په وینا يې د ودانۍ او ځای نه شتون له امله په هدیره کې ورته تدریس کوي.

د دغه ښوونځي د دویم ټولګي زده‌کوونکی نویدالله وايي، ښوونځی يې ودانۍ او مناسب ځای نه لري او ماشومان د کلي په هدیره کې درس وايي.

هغه زیاته کړه: «موږ ټول هلکان او نجونې سهار له خپلو کورونو دلته راځو، تختې او فرشونه هم راوړو او د درس له ختمېدو وروسته یې بېرته کور ته وړو.»

د یاد ښوونځي د درېیم ټولګي زده‌کوونکې بي‌بي صدیقه هم وايي، ښوونځی يې ودانۍ او ځای نه لري نو دوی اړ دي چې په هدیره کې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړو ته دوام ورکړي.

نوموړې وايي، د پوهنې ریاست باید د دوی ښوونځي ته مناسبه ودانۍ جوړه کړي.

بلخوا د اروزګان د پوهنې ریاست وايي، د بلوڅي سیمې د ښوونځي لپاره تېر کال د ودانۍ جوړېدل منظور شول، خو خلکو ځمکه ور نه کړه.

د دغه ولایت د پوهنې رییس شمس‌الله کامران اخندزاده پژواک ته وویل، په روان ښوونېز کال کې د پوهنې ریاست یاده سیمه کې له خلکو وغوښتل چې د ښوونځي لپاره ځمکه ورکړي، خو څوک حاضر نه شول.

هغه زیاته کړه: «د یاد ښوونځي د ودانۍ لپاره یوې مرستندویه موسسې ورسره د همکارۍ ژمنه هم کړې وه او پروژه هم منظور شوې وه، خو دا چې د کلیوالو له خوا مناسبه ځمکه ور نه کړل شوه، نو پروژه پلې نه شوه.»

کامران وایي، که د سیمې خلک هغوی ته د ښوونځي لپاره مناسبه ځمکه ورکړي، نو ژمنه کوي چې راتلونکي تعلیمي کال کې به محمدیه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي.

Visits: 131

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.