غزني ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۳۵ میلیون افغانیو په لګښت «سونا حمام» جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د افغانستان برېښنا شرکت له لوري د کندهار میوند ولسوالۍ کې د ملالۍ میوندي له سبسټېشنه د برېښنا د وېش شبکه د ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ډاکټر محمدیوسف قرضاوي د ځایناستي په مشرۍ د ځینو هېوادونو د علماوو یوولسکسیزه پلاوی کابل ته راغی.
حکومتي مسوولین وايي، کندوز کې د ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو پراختیايي پروژو عملي چارې پیل شوې.
د چاپېریال ساتنې ملي اداره وایي، نړۍواله ټولنه دې له سیاسي ملحظاتو پرته په افغانستان کې له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د بامیان ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د اتو میلیونو افغانیو په ارزښت ۸۰۰ متره سړک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نیلي (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۲): د دایکنډي ځیني اوسېدونکي د دغه ولایت په بازارونو کې د خوراکي او غیر خوراکي توکو له لوړو بیو شکایت
د ایران سوداګرۍ مرکز مسوولینو په بلخ ولایت کې له یو شمېر سوداګرو سره په ليدنه کې ویلي، هوډ لري په افغانستان کې د کرنې ميکانيزه کولو او نورو برخو کې له کروندګرو سره مرسته وکړي.
د اروزګان ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې پرون د ديني عالمانو، مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د څلورو کورنیو ترمنځ دښمنۍ پای ته ورسېدې.
د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د غځېدلي سیند دواړو خواوو ته پراته یو شمېر خلک وايي چې پر سیند د پلونو نشتوالي له امله په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي او له حکومته غوښتنه کوي چې دې ستونزې ته یې رسېدنه وکړي.
د غزني له پنځو پوهنځیو څخه شاوخوا ۵۵۰ محصلین فارغین شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د هلمند د خبریالانو اتحادیې استازو او ځینو خبریالانو د هلمند له والي سره په لیدنه کې خپلې ستونزې شریکې کړې او هغه د حل ډاډ ورکړی دی.