د افغانستان د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وايي، د اسلامي حکمونو پلي کول د الله (ج) حکم دی، نه د اسلامي امارت او هر ډول بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای.
یوې هندي رسنۍ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویلي چې د افغانستان سفارت په نوي ډهلي کې او د دغه هېواد قونسلګرۍ په ممبي او حیدراباد کې فعالې دي.
د سرپل امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو ماشوم مړ شوی او دوه نور ټپیان دي.
د فاریاب ښاروالۍ وایي چې د دغه ولایت د قیصار ولسوالۍ د ښاروالۍ د مېلمستون او هوټل جوړېدو چارې د شاوخوا ۹ میلیونو افغانیو په لګښت پیل شوې.
د فاریاب امینه قومانداني وايي چې یوې ښځې د دغه ولایت په المار او یوه سړي په دولتاباد ولسوالیو کې ځانوژنه کړې او د دغه ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یو شپوڼ د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوی دی.
د کندهار ښاروالۍ وایي، د ښاري نظم په موخه یې په دغه ښار کې د ۹۹ زره امریکایي ډالرو په لګښت د مېوو او ترکاري پلورونکو لپاره ۲۸۰ غرفې اېښې دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د کرکټ له ۱۹ کلونو کمعمره ملي لوبډله د ۲۰۲۳ کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي امارتو ته لاړه.
لوګر کې د ۱۳ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو او ننګرهار کې د سل زره امریکایي ډالرو په لګښت د څاڅکې اوبه خور سیسټم جوړولو چارې پيل شوې.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې د یوه سړک جوړېدو چارې چې څو کلي سره نښلوي، د دې ولسوالۍ د مسوولینو په همکارۍ د خلکو له لوري پیل شوې.
د نیمروز مرکز زرنج ښار ځيني اوسېدونکي، په دغه ښار کې د کثافتدانیو له نشتوالي او په بېلابېلو ناحیو کې د کثافاتو له ډېرۍ کېدو شکایت کوي او له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د پاکستان له خوا د تورخم دروازه له نیمې ورځې تړل کېدو وروسته د ترانزیټ پر مخ بېرته خلاصه شوه.
د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه ښځه توانېدلې چې د خواږه پخولو یوې کارخونې په جوړولو سره د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو د حل ترڅنګ، ۱۵ نورو اړمنو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.