ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کي خواږه پخوونکې: ښځینه سوداګرو ته دې ځانګړی مارکېټ جوړ شي

جوزجان کي خواږه پخوونکې: ښځینه سوداګرو ته دې ځانګړی مارکېټ جوړ شي

author avatar
6 Dec 2023 - 16:27
جوزجان کي خواږه پخوونکې: ښځینه سوداګرو ته دې ځانګړی مارکېټ جوړ شي
author avatar
6 Dec 2023 - 16:27

شبرغان (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۲): د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې یوه ښځه توانېدلې چې د خواږه پخولو یوې کارخونې په جوړولو ‎سره د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزو د حل ترڅنګ، ۱۵ نورو اړمنو ښځو ته هم د کار زمینه برابره کړي.

د شبرغان ښار اوسېدونکې محبوبې حیدري شاوخوا یو کال مخکې د ۲۰ زره افغانیو په پانګه اچولو سره په خپل کور کې د «شیرني سرای کد بانو» په نوم کارګاه جوړه کړه چې اوس یې ۱۵ اړمنې ښځې پر کار ګومارلې او هره ورځ بېلابېل ډوله دودیز خواږه چمتو او خپلو پېرېدونکو ته یې وړاندې کوي.

هغه ښځې چې په دې کارګاه کې کار کوي، هره ورځ بېلابېل ډوله مرباه، کیک، کلچې، روټ، شیرپیره او نور چمتو او بازار ته یې وړاندې کوي چې ان په انلاین بڼه هم فرمایشونه اخلي.

محبوبه چې د ښوونې او روزنې پوهنځی یې لوستی وايي، شاوخوا یو کال وړاندې یې دغه کارګاه د ۲۰ زره افغانیو په پانګه جوړې کړې ده.

هغې زیاته کړه چې په لومړیو کې یې د تولید او پلور کچه ټيټه وه او ډېر لږ پیسې یې ترلاسه کولې، خو د وخت په تېرېدو یې پېرېدونکي ډېر شول او اوس توانېدلې چې له ځان سره پنځلس نورې مېرمنې هم په کار وګوماري.

هغې د یادې کارګاه د جوړېدو موخه له دې لارې د خپل کورني لګښتونه پوره کول او نورو اړمنو ښځو ته د کار زمینه برابرول وبلل او زیاته یې کړه: «دا مهال موږ په دې کارګاه کې د خوږو او کیک ډولونه چمتو کوو، هڅه کوم وکولای شم نورې ښځې هم جذب کړم او په دې برخه کې ښځو ته د کار زمینه لا پراخه کړم.»

حیدري چې د خپل کار غوړېدو ته هیله‌منه ده، وايي: «پلور مو په دې وروستیو کې ډېر ښه شوی، په یوه میاشت زموږ عاید څه باندې ۱۵ زره افغانیو ته رسیږي.»

نوموړې چې غواړي خپل کار پراخه او دغه کارګاه په یوه شرکت واړوي، له اسلامي امارته غواړي چې د سوداګرو ښځو لپاره یو ځانګړی مارکېټ جوړ کړي.

حیدري چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې یې د سیاسي نظام له نړېدو مخکې د جوزجان په ځینو محلي رسنیو کې د خبریالې په توګه کار کړی، زیاتوي: «پنځه کاله مې له بېلابېلو رسنیو سره کار کړی، له تحول وروسته څو ځلې راته د خارج تلو فرصت برابر شو، خو لاړم نه، غواړم افغانستان کې اوسم او ښځو ته خدمت وکړم.»

راحله یوه له هغو ښځو ده چې یادې کارګاه کې په کار ګومارل شوې، د «شرین سرای کد بانو» کارګاه په جوړېدو خوشحاله ده او وايي، سره له دې چې خپله په خوږو پخولو کې مهارت لري، له خپلو همکارانو یې هم ډېر څه زده کړي دي.

هغې زیاته کړه: «کور کې مو له پلار او ما پرته بل څوک عاید نه لري، شپږ کسیزه کورنۍ مو ده، کله چې معاش اخلم، کور ته سودا راوړم، ځان د پلار یو پیاوړی مټ ګڼم او په یادې کارګاه کې له خپل کاره ډېره خوشحاله یم.»

زبیده چې د خوږو پخولو په یاده کارګاه کې کار کوي، وايي: «شپږ میاشتې کېږي چې دې کارګاه کې کار کوم، هره میاشت څلور زره افغانۍ معاش اخلم او دا چې کار کوم او کورنۍ سره مرسته کوم، ډېره خوشحاله یم.»

هغه د جوزجان له مسوولینو غواړي چې د دغه ډول متشبثو مېرمنو ملاتړ وکړي څو لا ډېرې ښځې کار ته جذب کړای شي.

د جوزجان د سوداګرۍ او صنعت خونې مسوولې فاطمه نیک رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه خونه له دا ډول مېرمنو چې د پانګونې له لارې ښځو ته د کار زمینه برابروي، هرکلی کوي.

هغه زیاته کړه: «د جوزجان د سوداګرۍ خونې ریاست د سوداګرو مېرمنو په خدمت کې دی او د هغوی د هڅو مادي او معنوي ملاتړ کوي.»

نوموړي وویل، په دغه ولایت کې د متشبثو مېرمنو لپاره د مارکېټ جوړولو په برخه کې مسوولینو سره اړیکه کې دي څو د دغو مېرمنو لپاره مشخص ځای ځانګړی شي.

Views: 147

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.