ځایي مسوولین وايي، د اوبو رسونې شپږ پروژې سمنګان کې او یوه په بامیان کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او لسګونه کورنیو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
سیمهییزمسوولین وایي چې د ننګرهار په کوز کونړ ولسوالۍ او غزني ښار کې د دوو پېښو له امله دوه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
سیمهییز مسوولین وایي، په ننګرهار او اروزګان کې له څه باندې ۴۴۰۰ کورنۍ سره نغدي او د خوراکي توکو، او په سرپل او نیمروز کې څه باندې ۳۸۰۰ ښځو ته د کورنیو باغچو جوړولو لپاره د کار وسایلو مرسته وشوه.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د چاهانجیر ساختماني دستګاه د بیا فعالولو لپاره هڅې روانې دي چې په فعالېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولینو په کابل ښار کې د درمل جوړولو یوې فابریکې پرانیستغونډه کې له خلکو او ډاکترانو وغوښتل چې د کورني تولیداتو د ملاتړ په موخه په هېواد کې د تولید شوو درملو استفادې ته لومړیتوب ورکړي.
د هرات په تولیدي کارګاوو کې یو شمېر بوختې مېرمنې خپلو صنایعو ته د بازار له نشتوالي شکایت کوي او وایي چې د دې ستونزې له امله کوچنۍ سوداګرۍ له سقوط سره مخ دي.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په کابل کې د ایران له سفیر سره په دغه هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.
دایکنډي کې مسوولین او یو شمېر ځوانان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د دینې زدهکړو د لسګونه مدرسو په جوړېدو سره د عصري علومو ترڅنګ له دینې زدهکړو سره هم د ځوانانو لېوالیتا ډېره شوې ده.
۶۰ کلن غلام حضرت چې نږدې یوه میاشت مخکې د پکتيا له پوهنتونه فارغ شوی و، نن سهار ومړ.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکي دفتر (اوچا) دې ته په اشارې چې افغانستان یو له هغو پنځو هېوادونو دی چې ډېرو بشري مرستو ته اړتیا لري، وايي چې په ۲۰۲۴ کال کې په دغه هېواد کې د بشري مرستو لپاره درېیو میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.
د کندهار د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په هره ولسوالۍ کې د اوبو یو- یو بند جوړېږي چې د ځینو د سروې چارې دا مهال روانې دي.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، تېرو ۱۱ میاشتو کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د دې ادارې په مرسته ۲۲۰ غیرفعال ښوونځي بیا فعال شوي دي.