ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«دایکنډي کې له دیني زده‌کړو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې»

«دایکنډي کې له دیني زده‌کړو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې»

author avatar
13 Dec 2023 - 16:40
«دایکنډي کې له دیني زده‌کړو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې»
author avatar
13 Dec 2023 - 16:40

نیلي (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۲): دایکنډي کې مسوولین او یو شمېر ځوانان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د دینې زده‌کړو د لسګونه مدرسو په جوړېدو سره د عصري علومو ترڅنګ له دینې زده‌کړو سره هم د ځوانانو لېوالیتا ډېره شوې ده.

د هغوی په وینا، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره په دغه ولایت کې لسګونه دینې مدرسې جوړې او د پوهنې له وزارت سره ثبت شوې دي چې ډېری ځوانانو دغه زده‌کړو ته مخه کړې ده.‎

ایوب میرزايي چې په دغه ولایت کې یې دینې زده‌کړو ته مخه کړې، پژواک خبري اژانس ته یې وویل، په دې وروستیو کې له دیني علومو سره د نجونو او هلکانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

هغه زیاته کړه: «مخکې زموږ درسي ټولګیو له ۸ تر ۱۰ زده‌کوونکي درلودل، خو اوس زیات شاګردان جذب شوي او د هر ټولګي د زده‌کوونکو شمېر دوه برابره شوی دی، په علمي ډګر کې چې دا څو کاله زه درس وایم، مخکې د شاګردانو شمېر ډېر کم و، خو اوس شاګران زیات شوي دي.»

هغه څرګنده کړه چې د عصري علومو ترڅنګ، د دیني علومو زده‌کول هم په ژوند کې اړین او مهم دي او له دیني علومو سره د هلکانو په پرتله د نجونو لېوالتیا ډېره شوې ده.

میرزايي وویل: «سږ کال مې د قران‌کریم د تجوید یو کورس جوړ کړ، فکر مې کاوه چې ښایي له ۲۰ ډېر شادګران به جذب نه شي، خو یوازې ۸۰ نجونو په دې پروګرام کې برخه واخیسته او ډېر په لېوالتیا خپلو درسونو ته حاضرېدې او اوس ځوانان لېوالتیا لري چې په خپل لګښت د دیني علومو د زده‌کړې په کورسونو کې ګډون وکړي.»

د دایکنډي بل اوسېدونکی نېک‌محمد چې سږ یې د دیني علونو زده‌کړې ته مخه کړې وايي چې د دیني علومو په اهمیت او په ټولنه کې یې د ارزښت په درک کولو سره د دغه علومو زده‌ کول پیل کړي دي.

هغه په ټولنه کې د اسلامي پوهې په پراختیا ټینګار وکړ او له حکومته یې وغوښتل څو ځوانانو ته د دیني زده‌کړو زمینه برابره کړي.

زهرا اختیاري چې د دایکنډي ولایت په یوه مدرسه کې دیني علوم زده کوي وايي، د دیني علومو زده‌کړه د هېواد او اسلام دین د پرمختګ لپاره ډېر اهمیت لري.

هغې زیاته کړه: «موږ اوس دا درک کړې او د دیني علونو په زده کولو سره غواړو د اسلام پر ټولو ښېګڼو او واجباتو پوه شو، غربي نړۍ او د اسلام ضد کسانو ته یې وښیو چې دا دین د بشریت لپاره تر ټولو ښه دین دی.»

د الزهراه علمي حوزې مدیر مسوول محمدنادر ایت پژواک ته وویل چې په دې وروستیو کې له دیني زده‌کړو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

هغه زیاته کړه، دایکنډي کې د دوو لویو مدرسو د زده‌کوونکو شمېر چې مسوولیت یې دی پر غاړه لري، ورځ تر بلې مخ په ډېرېدو دی.

هغه څرګنده کړه چې مخکې کم شمېر ځوانان دیني مدرسو ته ورتلل خو اوس د بل هر وخت په پرتله له دیني علومو سره د ځوانانو لېوالتیا ډېره شوې ده.

د هغه په خبره، مخکې د ځوانانو لپاره د دیني علومو د زده‌کړې ښه زمینه برابره نه وه، خو اوس زمینه برابره شوې څو ځوانان د عصري علومو ترڅنګ دیني علوم هم زده کړي چې ټولنه هم دیني او هم عصري زده‌کړو ته اړتیا لري او هر څوک باید له خپلو دیني مسوولینونو خبر شي.

په همدې حال کې، د دایکنډي د پوهنې ریاست مسوولین هم وايي چې ډېری ځوانانو د عصري علومو ترڅنګ د دیني علومو زده‌کړې ته هم مخه کړې ده.

د دایکنډي ولایت د پوهنې رییس عنایت‌الله سهار پژواک ته وویل چې د دغه ولایت ځوانان له دیني علومو سره لېوالتیا لري او دمګړۍ په علمي حوزو او نورو دیني مدرسو کې ډېر شمېر ځوانان د دیني علونو پر زده‌کړه بوخت دي.

هغه زیاته کړه: «ځوانان د دیني مدرسو په اهمیت پوه شوي او د عصري علونو ترڅنګ دیني زده‌کړې هم کوي او موږ هم د خلکو په ځانکړې توګه د ځوانانو د غوښتنې په پام کې نیولو سره، زیاتې دینې مدرسې جوړې کړې.»

د دایکنډي د پوهنې رییس په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې د دیني مدرسو د زده‌کوونکو شمېر نه په ډاګه کوي، خو وايي چې اوسمهال په ټول دایکنډي کې د پوهنې ریاست له لوري ۹۵ دیني مدرسې جوړې شوې او د خلکو په غوښتنه د نورو دیني مدرسو د جوړېدو بهیر دوام لري.

هغه ټینګار وکړ چې مخکې دیني مدسې ثبت نه وې، خو اوس په رسمي ډول له پوهنې وزارت سره ثبت شوې دي.

Visits: 118

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.