د نيمروز ولايت د نورم او سټنډرډ اداره وایي، له ایرانه وارد شوي۳۰ ټانکره بېکیفیته تېل یې بېرته دغه هېواد ته مسترد کړي دي.
د ماشومانو ژغورنې نړۍوال صندوق دې ته په اشاره چې د افغانستان یو پر درېیمه برخه ماشومان پر درنو کارونو بوخت دي، ویلي چې افغانستان کې مرستندویه بنسټونو نه دي توانېدلي چې لږ تر لږه د ماشومانو څلوېښت سلنه اړتیاوې پوره کړي.
مهترلام (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان ولایت سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ښار په پنځلسمه ناحیه کې د اووهنیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک قیر کولو چارې پیل شوې.
غزني ولایت کې د یوه خیریه بنسټ له لوري د ۱۲ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت مشران باید په ټول توان سره هڅه وکړي چې افغانان د یوه واحد ملت په توګه پر یوه ټغر راټول کړي او د اذهانو پر رغونه کار وکړي.
سیمهییز مسوولین وایي، په نورستان ولایت کې د ۱۰۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۵۸ بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د احصایي او معلوماتو ملي اداره وایي چې روان ۱۴۰۲ کال په ټول هېواد کې ۴۰۰ زره مټریک ټنه وریجې تولید شوې دي.
د پنجشېر ولایت د پریان ولسوالۍ په خاواک سیمه کې د دوو کورنیو ترمنځ لس کلنه دښمني په دوستي بدله شوه.
بدخشان کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شغنان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او لس نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې د دغه ریاست فني او تخنیکي ټیم د بدخشان ولسوالیو ته سفر کړی او ۱۷ تاریخي ابدې او لرغونې سیمې یې پېژندلې دي.
د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست وایي چې سبا د پلخمري له الوان دښتې د کابل تر ارغندې پورې د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا مزو د لېږد پروژه پرانیستل کېږي چې په بشپړېدو سره به یې تر ډېره د برېښنا کمښت ستونزه حل شي