د افغانستان رییسالوزارء د پاکستان جمعیت علماء اسلام له مشر سره لیدنه کې ویلي، افغانستان د پاکستان په ګډون هیچا ته د ضرر رسولو اراده نه لري او پاکستان کې دې د افغان کډوالو پر وړاندې له «ظالمانه چلند» لاس واخیستل شي.
د پاکستان جمیعت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضلالرحمن افغانستان ته د خپل سفر وخت په ډاګه کړ او ویې ویل چې پاکستان کې له پارلماني ټاکنو وروسته به افغانستان ته سفر وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ایران له ځينو لیکوالانو، د رسنیو مسوولینو، څېړونکو او ژورنالېستانو سره په لیدنه کې ویلي چې بهرنۍ تګلاره یې د هېچا تر اغیز لاندي نه ده او د افغانستان- ایران اړیکې «تقویت او پراختیا» لورې ته روانې دي.