سیمهییز مسوولین وایي، په اروزګان او پنجشېر کې له ۶۴۰۴ کورنیو سره د خوراکي توکو، په سمنګان او سرپل کې له څه باندې درې زره کورنیو سره نغدي او فراه کې له زرو کوچیانو سره د څارویو خوراکي توکو مرستې وشوې.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار د نرخونو کنټرول کمېسیون له لوري ۶۰ هغه خیاطانې تړل شوي چې له نرخپاڼې څخه یې سرغړونه کړې وه.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې له صدیقالله اتل، ضیاالرحمن اکبر، بهیرشاه محبوب او عبدالمالک سره یې نوي مرکزي قراردادونه کړي او پخوانیو پنځو لوبغاړو بیا خپل قراردادونه له لاسه ورکړي دي.
د غور په پسابند ولسوالۍ کې «د پلار له کوره د یوې نجلۍ وړلو» قضیې په تړاو، د دې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان او د استخباراتو امر له پنځو نورو کسانو سره نیول شوي او بندیان شوي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ له لوري د جلالاباد ښار د زړو توکو د پلور بازار (کهنه فروشي) سیمه کې د زړو او استعمال شوو مبايلونو پر پېر او پلور بنديز ولګول شو.
د شهیدانو او معولولینو چارو وزارت له لورې په هلمند او کاپیسا کې ۲۳۱ معلولینو ته ویلچیرونه ووېشل شول.
د ریاستالوزرا سياسي مرستيال وايي، که د نړۍوالې ټولنې د ټولګډونه حکومت جوړولو څخه مطلب دا وي چې د پخواني حکومت چارواکي دې په نظام کې برخه ولري، دا د افغانستان خلکو او اسلامي امارت ته د زغملو نه ده.
پنجشېر کې په دیارلسم ځل د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۸۶۷ قیراطه زمرد په ۲۹۶ زره او ۷۵۰ امریکايي ډالرو د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
کابل ښار کې ځيني بېوزله کسان وایي چې په د خلکو د خیراتونو او او ختمونو مراسمو کې نه پرېښودل کېږي، شړل کېږي، سپکاوی یې کیږي او یا ورته پاتې شوي ډوډۍ ورکول کېږي، خو دیني عالمان بیا داسې خیراتونه ځانښودنه او له ثوابه خالي بولي.
د ننګرهار ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د دغه ولايت په ولسواليو کې د ورښتونو اوبو ذخيره کولو په موخه د ۶۶ ميليون افغانيو په لګښت ۲۲ چېکډيمونه جوړېږي.
ترینکوټ ښار کې مهراباد روغتیايي مرکز لپاره د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پکتیا کې د سندیزې فرعي حوزې رییس وايي، د وچکالۍ او کروندګرو له خوا د ځمکې لاندې له اوبو د بېځایه ګټې اخیستنې له امله په ګردېز ښار او شاوخوا سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۱۵ متره ټيټه شوې ده.