د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د چت لوېدو له امله یوې مور او دوو ماشومانو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د میدانوردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ پيل شوې.
د کورنیو چارو وزارت وایي، په هرات کې یوه ماشومه له انسانتښتوونکو ژغورل شوې او په تړاو یې دوه ښځې نیول شوې دي.
د بلخ ولایت د نوې تشکیل شوې چاهي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې لومړنیو خدماتو لکه برېښنا، ښوونځي، روغتیایي مرکزونو، سړک او د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري.
بامیاني مېرمن ضیاءګل چې خاوند یې له بلې ښځې سره له واده وروسته هغه له خپلو پنځو ماشومانو سره له کوره شړلې، د خپل ژوند له ستونزو ځوریږي او وايي، هر هغه نارینه چې دویمه او درېیمه ښځه کوي، باید د خپلو مېرمنو ترمنځ بېعدالتي ونهکړي.
د دایکنډي ځايي مسوولین وايي، دغه ولایت کې د «راف» طبي بوټي ټولول دود شوي او تېر کال حکومت له دې لارې څه باندې ۴۲ میلیون افغانۍ عاید تر لاسه کړي دي.
بغلان کې د ښوونځيو زدهکوونکي او ښوونکي شکایت کوي چې له کالونو راهیسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي، خو مسوولین بیا وايي، سږ کال به پر ټولو زدهکوونکو درسي کتابونه ووېشي.
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي چې تېر کال یې د څه باندې ۱۶۴ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ لویې او وړې پروژې پلې کړې او وړم کال ته په کتو یې عواید هم اووه سلنه ډېر شوي دي.
د افغانستان بانک وايي، خلکو ته د اړینو اسانتیاوو برابرولو په موخه د روژې میاشتې له ۲۵مې، د کوچني اختر تر ورځې د جمعې ورځې په ګډون یې د کاري ساعتونو موده وغځوله.
د خوست امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په موسیخېلو ولسوالیو کې یې ۵۸ کیلوګرامه چرس ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه تنه هم نیول شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت د نن او راتلونکو دوو ورځو لپاره د نسبتاً شدیدو ورښتونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د هېواد په ځینو سیندیزو حوزو کې په سیندونو کې د اوبو ډېرېدو خبر ورکړی دی.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري د شاوخوا یوولس میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ بېلابېلې پروژې منظورې شوې چې په پلې کېدو به یې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.