د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویلي چې دغه هېواد له افغانستان سره د ۴۴ میلیون ډالرو په ارزښت نوي صادراتي قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې د دغه ولایت په کوربتوب او ۱۵ ولایتونو د شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړو ترمنځ د تکواندو سیالۍ پیل شوې.
د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، د بېلابېلو عملياتو پر مهال ۲۴ کيلوګرامه شيشه، دوه کيلوګرامه هيرویين او ۳۴ زره او ۲۰۰ ټابلېټ کا ګولۍ ترلاسه شوِي دي.
د ننګرهار او ميدانوردګو ولايتونو چارواکي وايي، د سيند په اوبو کې د ډوبېدو له امله دوه ماشومان مړه شوي دي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د مرکز پلعلم ښار اړوند په «کنجک» سیمه کې د کبانو روزنې دوه مرکزونه پرانیستل شول.
سیمهییز مسوولین وایي، د فراه ولایت په ګلستان او پشترود ولسوالیو کې له څه باندې ۴۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.
قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره په لیدنه کې د افغانستان په مختلفو برخو کې د کار کولو ژمنه کړې او ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ زیاتولو لپاره یوه ګډهخونه رامنځته کوي.
ستره محکمه وایي، د میدانوردګو ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې یو تن چې پر غلا متهم و، په عام محضر کې ۳۹ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله په ټول افغانستان کې ۷۰ تنه مړه، ۵۶ نور ټپیان او څه باندې ۲۶۰۰ کورونه په نیمه او بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
د کندهار سیمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په سپینبولدک ولسوالۍ کې یوه څوارلس کلن هلک ځانوژنه کړې ده.
د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وایي، په دغه ولایت کې له پاکستانه راستنو شوو څه باندې ۱۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرستې وشوې.
سیمهییز مسوولین وایي، د بادغیس ولایت په ابکمري ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.