د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، تېره ورځ د جلالآباد ښار کابلکمپ سیمه کې د ګمرک اړوند ځمکې پرسر راپورته شوې شخړه کې درې کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
په پاکستان کې د اسلامي امارت مخکنی سفير ملا عبدالسلام ضعيف وايي، افغانستان په نړۍ کې له سياسي انزوا وتلی خو د اساسي قانون او يوې سياسي ستراتيژي جوړول کولی شي د رسميت پېژندنې برخه کې ګټور تمام شي.
د لوګر والي د ا.ا کابینې له یو شمېر سرپرست وزیرانو او د چین له سفیر سره د مسعینک له کان څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغه کان د استخراج چارې دې پيل شي.
رییسالوزراء د سرې میاشتې نړۍوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي، د مرستندویه ادارو مسوولیت جوړېږي چې له افغانستان سره په روغتیایي، اقتصادي، بیارغونې او نورو برخو کې خپلې مرستې تر پخوا زیاتې او چټکې کړي.
د کابل ښار دویمې ناحیې اړوند ده افغانانو سیمه کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې شوې.
د لغمان ځايي مسوولین وایي، نن د دغه ولایت په الیشنګ او بادپښ ولسوالیو کې د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له لوري نن د هغو لس تازه چاپ شوو کتابونو مخکتنه وشوه چې د پوهاند محمداسماعیل یون له لوري راټول او لیکل شوي او سمونه یې شوې ده.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او یو شمېر وسلې نیول شوي دي.
د پنجشېر د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په دیني مدرسو کې د ۱۳۵ ښځو په ګډون ۴۲۹ کسان د ښوونکو په توګه ګومارل شوي او ټاکل شوې چې سل نور کسان به هم استخدام شي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب او سرې میاشتې هڅې ستايي او وايي چې د افغانستان او فلسطین په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې د سرې میاشتې او سره صلیب فعالیتونو ته په میلونونو خلک اړتیا لري.
سمنګان کې سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۲ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو او قومي مشرانو په هڅو پای ته ورسېده.
د قوشتېپې جام سیالیو په لړ کې بند امیر لوبډلې، بُست او سپینغر لوبډلې بیا مسعینک لوبډلې ته ماتې ورکړه.