د کاپیسا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپيان شوي دي.
د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر وايي، هڅه کوي چې د هېواد له ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونو او دیني زدهکړو فارغو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
د یوه فرهنګي بنسټ مسوولین په کابل کې د هنرمندانو د ملاتړ او ستاینې په موخه د ۷۰ نقاشانو او خطاطانو ترمنځ د رقابتي نندارتون له پرانیستلو خبر ورکوي.
ځايي مسوولین وایي، په بغلان ولایت کې سېلابځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شو او په هلمند کې له ۱۱۰ سېلابځپلو کورنیو سره مرسته وشوه.
کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۳): د افغانستان بانک لومړی مرستیال وایي، بانکي خدمتونو ته د خلکو اسانه لاسرسي په موخه باید په بانکونو کې د
ځینو چارواکو د اداري پروسو ساده کولو هوکړهلیکونو د لاسلیک مراسمو کې وویل چې په دې برخه کې تر یوه بریده کار شوی خو نورو هڅو ته هم اړتیا ده او د پوهنې سرپرست وزیر بیا له خلکو سره د لیدنو په ساده کېدو هم ټینګار وکړ.
د چاپېریال ساتني ملي ادارې رییس د م.م پراختیایي پروګرام له مسوول سره په لیدنه کې ټینګار وکړ چې چاپېریالي مسایل باید سیاسي نه شي او له اقلیمي بدلون سره د مبارزې برخه کې د افغانستان ځنډول شوې پروژې دې ژر تر ژره پیل شي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، افغانستان چې څومره د اقلیم بدلون له اړخه متضرر شوی، په هماغه کچه مرستې ته اړتیا لري، باید په نړۍوالو اقلیمي غونډو کې یې دریځ واورېدل شي او د اقليمي بدلون اړوند مالي صندوقونو ته لاسرسی ولري.
هلمند کې ځایي مسوولین د هغه ځوان د مړي له پيدا کېدو خبر خبر ورکوي چې د دغه ولایت په سنګین ولسوالۍ کې څلور ورځې مخکې اوبو وړی و.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه وزارت سرپرست سراجالدین حقاني د اروپايي ټولنې له سفیرې سره په لیدنه کې ویلي چې دوی خولې تویوي او سختۍ ګالي څو د پرمختګ لپاره لاره هواره شي.
د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، د دغه ولایت د محمودراقي ښار لومړۍ حوزې په مربوطات کې یوه ناپېژانده کس د ښکاري ټوپک په ډزو یوه مور او د هغې دوه ماشومان وژلي دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیواېفپي) وايي، اوسمهال په افغانستان کې درې ميليونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته دي او دوی یوازې د یو میلیون ماشومانو درمنله کولی شي.