غور کې یو شمېر یتیمان ماشومان په داسې حال کې له سرپرست حکومته د ملاتړ غوښتنه کوي چې په دغه ولایت کې مسوولین وايي، دغه ماشومانو لپاره یې د ښوونې او روزنې پروګرامونه پيل کړي دي.
د اروزګان ولایت په مرکز او خاص ارزوګان ولسوالۍ کې نن د افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا پر ۷۴۰ سیلابځپلو کورنیو د نغدو پیسو مرسته ووېشل شوه.
د اوبو او برېښنا وزارت وايي چې لغمان کې د ابو رسولو یوې شبکې جوړېدو ترڅنګ میدانوردګو کې د اوبو یوه بند جوړولو چارې پیل او سمنګان کې د یوه چکډیم چارې بشپړې شوې.
د پکتیا د مرکز ګردېز ښاروال وايي چې روان کال د ښار پراختيا، داخلي سړکونو جوړولو، ښاري ښکلا او ښاريانو ته د نورو اسانتياوو برابرولو برخو کې ۳۸ پروژې پلې کېږي.
د ننګرهار ولایت مقام وايي چې د دغه ولایت د صرافانو اتحاديه د قانوني اسنادو او جواز نه درلودو له امله وتړل شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د یوناما له رییسې سره په لیدنه کې په نړۍوال سوداګریز سازمان کې د افغانستان د بیا غړیتوب او هېواد کې د صنعتګرو ښځو لپاره د اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.
نن د مې میاشتې ۲۹مه د پښتو ژبې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده او دا ورځ د افغانستان او پاکستان په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د پښتنو له خوا نمانځل کېږي، خو یو شمېر پښتانه لیکوالان وايي، د پښتو ژبې د پرمختګ او ودې لپاره دې لا ډېر کار وشي.
د ګلوبل ایکسپرېشن «Global Espression» په نوم سازمان د بیان ازادۍ په اړه راپور خپور کړی، ویلي یې دي چې د نړۍ تر نیمایي ډېر (څلور عشاریه دوه میلیارده) وګړي د بیان ازادۍ له مخې په بحراني هېوادونو کې ژوند کوي.
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په جلالاباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو ۱۵ دفترونه وتړل شول.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رييس وايي، پلان لري ننګرهار پر اقتصادي زون بدل کړي او په دې برخه کې یې لومړني کارونه پيل کړي دي.
د پانګونې بینالوزارتي کمېټې نوبتي غونډه کې د جلالاباد ښار په وچ ډنډ ساحه کې د ښاروالۍ پر ځمکه د اووه پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه تایید او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته واستول شوه.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د کابل، پکتیا، خوست او میدانوردګ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.