د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زدهکړو محروم پاتې دي.
خوست کې د ۱۶ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۲۰ مېرمنو په ګډون ۲۴۰ وزيرستاني کډوالو ته په ۲۸ بېلابېلو برخو کې د کوچني کاروبار زمينه برابره شوه.
د ازبکستان سفیر د لوړو زدهکړو وزارت له علمي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې په روان کال کې افغانستان ته په بېلابېلو پوهنځیو کې د لیسانس کچې ۵۰ تحصیلي بورسونه ورکوي.
د کابل ولایت په پغمان ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني چې پر مهال یې له دواړو لورو یوولس کسان وژل شوي، د مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوه.
د نیمروز ځایي مسوولین وایي چې د کمال خان بند درې ټوربینونه فعال شوي او ډېر ژر به له دغه بنده مرکز زرنج ته برېښنا ورکړل شي.
پنجشېر کې د شخړو حل کمېټه وايي چې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د ملي دفاع وزارت وايي چې د هرات په ۲۰۷ الفاروق قولاردو کې ۳۸۰ میله بېلابېلې وسلې او ۲۱۳ پوځي وسایط ترمیم شوي دي.
د لوګر پوهني رياست وايي چې په دغه ولایت کې د ۷۲ میلیون افغانیو په لګښت شپږو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.
د میدانوردګو امنیه قومانداني وايي، د دغه ولايت په سیداباد ولسوالۍ کې د یو ټکسي موټر چپه کېدو له امله يوې مېرمنې ژوند له لاسه ورکړی او څلور تنه نور ټپيان شوي دي.
د اوبو او برېښنا وزارت وروستيو ډېرو ورښتونو هیلهمن کړی او وايي چې د څه باندې تېرو دوو کلونو په جریان کې د ځمکې لاندې اوبو تقویې لپاره په مرکز او ولایتونو کې ۷۰ چکډیمونه جوړ شوي او ۳۶۰۰ جذبي څاهګانې کیندل شوې دي.
د کندوز سپینزر دولتي شرکت مسوولین وايي، له ازبکستان څخه یې لس زره د پولینیا نیالګي د ترویج او نسل اخیستنې په موخه افغانستان ته وارد کړي دي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې د دې رشتې ملي لوبډله د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته لاړه.