Language

د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سوېلي اسیا سیالیو کې د ګډون په موخه مالدیف ته لاړه

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۳): د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي چې د دې رشتې ملي لوبډله د مالدیف په کوربه‌توب د سوېلي اسیا سیالیو کې د ګډون په موخه دغه هېواد ته لاړه.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، نن ماسپښین دغه ورزشکارن له کابله د مالدیف پر لور روان شول.

دغه فدراسیون هیله څرګنده کړې چې د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله به ډک لاس هېواد ته راستنه شي.

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون د غبرګولي په نهمه ویلي وو، د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډلې ۱۱ ورزشکاران په مالدیف کې د سوېلي اسیا په څوارلسم پړاو سیالیو کې ګډون کوي.

دغه راز، یادې سیالۍ د افغانستان په ګډون د اتو هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ د راتلونکې جون میاشتې له شپږمې تر لسمې نېټې پورې ترسره کېږي.

Related Topics