په کابل کې د جاپان سفیر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لېدنه کې ویلي، هېواد به یې د تېر په څېر د افغانستان د روغتیا له برخې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، په فراه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پيل شوې او د څه باندې ۴،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو چکډیم جوړ شو.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وايي، ټولې حکومتي ادارې مسوولیت لري چې له رسنیو او خبریالانو سره پر وخت معلومات شریک کړي.
د راپورونو له مخې، روسیې او اکراین ۹۰ جنګي اسیران تبادله کړي چې دا په تېرو پنځو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو په لوی شمېر تبادله ده.
د اسلامي امارت ویاند وایي، د ملګرو ملتونو ځينو غړو او په ځانګړې توګه د ریچارډ بېنټ راپور د دوحې راتلونکې ناستې درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه ده او په دې سره غواړي د افغانستان په اړه ناسم انځور وړاندې کړي.
د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې سیمو کې د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو له کموالي او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.
دایکنډي کې د چرګانو یو شمېر فارملرونکي وايي، په دغه ولایت کې د چرګانو فارمونه ډېر شوي او اوس دغلته د بازارونو او خلکو اړتیا له دغو فارمونو پوره کېږي.
د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، مرکز لښکرګاه ته هیڅ ډول لار نه لري او غوښتنه کوي چې د خانشین ولسوالۍ پر سیند دې پل ورته جوړ شي.
د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د کابل ښاروالي د ښار په بېلابېلو ناحیو کې د څارویو پېر او پلور ته د ځانګړو ځایونو له ټاکلو خبر ورکوي او وايي، له ټاکلو ځایونو پرته په نورو ساحو کې د څارویو پېر او پلور منع دی.
د فراه ولایت په مرکز کې د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې شوې.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال به په دغه ولايت کې د فارمونو ډېرښت او حاصلاتو ښهوالي له امله شاوخوا ۶۰۰ مټريک ټنه شات تولید شي.