Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

روسیې او اوکراین لسګونه جنګي اسیران تبادله کړل

کابل (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۳): د راپورونو له مخې، روسیې او اکراین ۹۰ جنګي اسیران تبادله کړي چې دا په تېرو پنځو میاشتو کې د دواړو لورو ترمنځ د بندیانو په لوی شمېر تبادله ده.

مسکو ټایمز د روسیې د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې نن د دغه هېواد لسګونه جنګي اسیران مسکو ته رسېدلي دي.

د راپور له مخې، دا تبادله د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب شوې ده.

دغې رسنۍ د روسیې د دفاع وزارت د یوه ويډیویي کلېپ په استناد لیکلي چې یونیفورم لرونکي سرتېري له الوتکې تر کښته کېدو وروسته په موټر کې سپرېږي.

په دغه ویډیویي کلېپ کې یوه سرتېري ویلي: «دا یوه د تمې خلاف تبادله وه، هر چا به چې لیدو خوشحاله به وو، ډېره خوندوره وه.»

بلخوا، د اکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په دې اړه ویلي چې د خپلو ټولو اسیرو سرتېرو ازادولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په راپور کې نه دي ویل شوي چې په تبادله شوو کې څو روسان او څو اکراینيان دي.

د یادونې ده، روسیې او اکراین د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې څو ځلې جنګي اسیران تبادله کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.