ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«ننګرهار پر اقتصادي زون بدلېږي»

«ننګرهار پر اقتصادي زون بدلېږي»

author avatar
22 May 2024 - 17:00
«ننګرهار پر اقتصادي زون بدلېږي»
author avatar
22 May 2024 - 17:00

جلال‌اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رييس وايي، پلان لري ننګرهار پر اقتصادي زون بدل کړي او په دې برخه کې یې لومړني کارونه پيل کړي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رييس حافظ عبدالمجيد قيام دغه څرګندونې ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو او سوداګرو سره په لیدنه کې کړې دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال عبدالولي بابکرخېل په یاده لیدنه کې وويل چې لا هم سوداګر، پانګوال او صنعتکاران د برېښنا او په صنعتي پارکونو کې د نورو اسانتياوو د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي.

هغه زياته کړه، پانګوالو ته بايد د فابريکو جوړولو په موخه حصارشاهي صنعتي پارک کې د ځمکو د وړيا وېش لړۍ پيل شي، هلته دې د برېښنا ستونزه حل او نورې اسانتياوې دې هم رامنځته شي.

دغه راز د ننګرهار د صنعت او کانونو خونې مرستيال سيد وهاب خوږياڼي وويل، په دغه ولايت کې پر سلګونه فابریکو پانګونه شوې خو فعالیتونه یې ډېر کله د برېښنا او خامو موادو د کمښت او په بازار کې د بهرنيو توليداتو شتون له امله له خنډ او ځنډ سره مخ وي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ د صنعتي پارکونو عمومي رييس حافظ عبدالمجيد قيام وويل، د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلان لري چې د حصارشاهي صنعتي پارک په ځانګړي اقتصادي زون بدل کړي چې د یاد پلان د تطبیق په موخه له سوداګرو او پانګوالو سره سلا مشورې کوي او وړاندیزونه یې اوري.

هغه ډاډ ورکړ چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې يې له ځان سره یادښت کړې، له وزارت سره به يې شريکې کړي او د حل په موخه به يې اقدام وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پلاوي دغه راز د ننګرهار له والي ملا محمدنعيم اخند سره هم وليدل او د سوداګرو د ستونزو په حل کې يې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

عبدالمجيد قيام دغه راز له والي سره په ليدنه کې وويل، سوداګرۍ وزارت پلان لري چې ننګرهار پر اقتصادي زون بدل کړي، په همدې موخه دوی دغه ولایت ته راغلي څو د سوداګرو ستونزې او غوښتنې واوري.

د ننګرهار والي د صنعت او سوداګرۍ، پانګونې، عایداتي سرچینو او کاروبار برخو کې ننګرهار مهم ولايت ياد کړ او د شته فرصتونو په اړه يې معلومات شريک او ياد پلاوي ته یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د یادونې ده، ننګرهار کې اوسمهال دوه صنعتي ښارګوټي دي چې د شيخ مصري صنعتي ښارګوټی یې فعال او د حصارشاهي صنعتي ښارګوټی غیرفعال دی.

دغه راز، ننګرهار کې د غالۍاوبدونکو لپاره هم يو صنعتي پارک منظور شوی خو تر اوسه په کې د کار اسانتياوې نه دي برابرې شوې.

Views: 27

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.