ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې ۱۵ نور سياحتي شرکتونه وتړل شول

ننګرهار کې ۱۵ نور سياحتي شرکتونه وتړل شول

author avatar
22 May 2024 - 17:10
ننګرهار کې ۱۵ نور سياحتي شرکتونه وتړل شول
author avatar
22 May 2024 - 17:10

جلال‌اباد (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۳): د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري په جلال‌اباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله د انلاين خدمتونو او سياحتي شرکتونو ۱۵ دفترونه وتړل شول.

مسوولين وايي، دا دفترونه د قانوني اسنادو نه درلودو له امله تړل شوي خو که اسناد بشپړل کړي او جوازونه ترلاسه کړي، بېرته به د فعاليت اجازه ورکړل شي.

د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر عيدمحمد حنفي د غبرګولي په ۲مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د اطلاعاتو او کلتور رياست او اړوندو نورو ادارو د ګډ پلاوي لخوا په جلال‌اباد ښار کې د قانوني اسنادو نه درلودو له امله ۱۵ سياحتي او انلاين خدمتونو دفترونه وتړل شول.

دی زياتوي، دغو شرکتونو او دفترونو قانوني جوازونه نه درلودل او خپلسري فعاليتونه يې ترسره کول.

هغه دا هم وويل: «د يادو شرکتونه دفترونه مو نن د جلال‌اباد ښار ماما پلازې، ايران او پاکستان قونسلګرۍ ترڅنګ د ټاکل شوي پلاوي په حضور کې وتړل.»

د حنفي د معلوماتو له مخې، له دې پلټنې يې موخه دا ده، کوم شرکتونه چې په ننګرهار کې فعاليت کوي بايد د فعاليت جواز ترلاسه او د قانون په رڼا کې خپلې چارې پرمخ يوسي.

هغه وايي، په دغه کار سره دوی غواړي چې د خلکو د بې‌ځايه پيسو د ورکړې مخه ونیول شي.

د معلوماتو له مخې، په جلال‌اباد ښار کې چې د سياحتي شرکتونو او انلاين خدمتونو د دفترونو د پلټنې دا لړۍ پيل شوې تراوسه نږدې سل دا ډول دفترونه تړل شوي دي.

Views: 26

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.