ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ضیاءګل: کله مې چې خاوند دویمه ښځه وکړه، زه یې له خپلو پنځو اولادونو سره له کوره وشړلم ‎

ضیاءګل: کله مې چې خاوند دویمه ښځه وکړه، زه یې له خپلو پنځو اولادونو سره له کوره وشړلم ‎

author avatar
12 Apr 2024 - 09:25
ضیاءګل: کله مې چې خاوند دویمه ښځه وکړه، زه یې له خپلو پنځو اولادونو سره له کوره وشړلم ‎
author avatar
12 Apr 2024 - 09:25

کابل (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): بامیاني مېرمن ضیا‌ءګل چې خاوند یې له بلې ښځې سره له واده وروسته هغه له خپلو پنځو ماشومانو سره له کوره شړلې، د خپل ژوند له ستونزو ځوریږي او وايي، هر هغه نارینه چې دویمه او درېیمه ښځه کوي، باید د خپلو مېرمنو ترمنځ بې‌عدالتي و‌نه‌کړي.

د دیني علماوو د څرګندونو له مخې، خدای (ج) د څو مېرمنو درلودلو لپاره ځانګړي شرطونه وضع کړي، یعني د څو ښځو درلودل د هغوی ترمنځ د عدالت پر تامینولو مشروط دي.

دیني عالمان وايي، که چېرې څوک هغه شرطونه چې د اسلام په مبارک دین کې وضع شوي، عملي کولای نه شي دویم او درېیم واده کول ورته حرام دي.

هغه مېرمنې چې د خپلو خاوندانو له بې‌عدالتۍ خبرې کوي

۳۵ کلنه ضیاګل (مستعار نوم) د بامیان ولایت اصلي اوسېدونکي یوه له هغو ښځو ده چې خاوند یې له ۱۱ کاله ګډ ژوند وروسته دویم واده وکړ.

ضیاګل پژواک خبري اژانس ته وویل: «۱۵ کاله مخکې له هغه سړي سره مې واده وکړ چې هیڅ یې زه نه خوښېدم، له اوله بدبخته وم او تراوسه بدبخته یمه، هر وخت یې وهلم او هر وخت یې راته ویل چې زه درباندې بله ښځه کوم…تر څو چې دغه کار یې وکړ، ښځه یې وکړه او زه یې له پنځو اولادونو سره له کوره وشړلم.»

د ضیاګل په وینا، کله چې خاوند یې له کوره وشړله د درېیو میاشتو امیندواره وه او اوس یې لور ۷ کلنه ده، خو خپل پلار یې لا نه دی لیدلی.

نوموړې وروسته له هغې چې د خاوند له کوره ووتله، د ماشومانو مسوولیت یې پر غاړه وو، له سهاره تر ماښامه یې د خلکو په کورونو کې کار کاوه، څو د خپلو ماشومانو نفقه پیدا کړي، خو له یوې مودې وروسته اړه شوه کابل ته راشي؛ ځکه ډېری وخت بې‌کاره پاتې کېده.

کلونو کار او د ژوند سختیو دا مېرمن ضعیفه کړې، خو مجبوره ده چې د ځان او ماشومانو د ژوند دوام لپاره کار وکړي.

هغه چې اوس د کابل په ریشخور سیمه کې په یوه خټینه کوټه کې له خپلو ماشومانو سره شپې او ورځې تېروي، وايي، دوو ۱۳ کلن او ۱۱ کلنو زامنو یې اوږه ورکړې او هره ورځ په کوڅو کې زړې اوسپنې ټولوي او پلوري څو مور سره د کور لګښتونو پوره کولو کې مرسته وکړي.

هغه وايي، هر کله چې یو سړی دویمه او درېیمه ښځه کوي، باید د خپلو مېرمنو ترمنځ عدالت تامین کړي، د دواړو کورنیو نفقه ورکړي.

خو دا یوازې ضیاګل نه ده چې د خپل خاوند له بې‌عدالتۍ شکایت کوي، بلکه پلوشه د کابل ښار اوسېدونکي هم ورته شکایت لري.

هغه وايي، ۱۸ کلنه وه چې له یوه سړي سره یې د کورنۍ په خوښه واده وکړ او خوشاله ژوند یې درلود، خو خوشحالۍ یې ژر پای ته ورسېدې؛ ځکه خاوند یې له ۱۴ کلونو ګډ ژوند وروسته په ترافیکي پېښه کې مړ شو.

هغې زیاته کړه: «هغه هیڅ وخت ناداره او بېچاره نه وم پرېښې، ژوند مې چاته له احتیاجه پرته تېرېده، له یو بل سره مو ډېره مینه درلودله خو کله چې مې له لاسه ورکړ، بدبختۍ مې پیل شوې.»

د پلوشې د لومړي واده ثمره څلور ماشومان دي چې د خاوند له وفات وروسته یې نفقه د دې پر غاړه شوه، هغې د خلکو په کورونو کې د کار له لارې د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوله، تر هغه چې له یوه بل سړي سره اشنا شوه.

پلوشه وايي: «په یوه کور کې چې مې صفاکاري کوله، ورسره اشنا شوم، ځان یې د فرښتې په توګه راته معرفي کړ او د واده وړاندیز یې راته وکړ، له جنجالونو د خلاصون لپاره مې یې وړاندیز ومانه، خو پښېمانه یمه او د ژوند لویه تېروتنه مې وه؛ ځکه چې ښځه او ۶ اولاده یې درلودل.»

هغې زیاته کړه: «قسم یې راته وکړ چې ښځه او اولاد نه‌لري، کورنۍ مې دلته نشته، خوښه مې شوې درسره واده کوم، اولادونه دې زما د سترګو تور دي، د خپل اولاد په شان به راباندې ګران وي، هیڅ کمی به نه ورته پریږدم او زه هم غلطه شوم او له کوژدې یوه اونۍ وروسته مو نکاح وکړه.»

پلوشه له نکاح او د واده له یوې اونۍ تېرېدو وروسته پوه شوه چې خاوند یې ښځه او ماشومان لري.

هغه وايي: «کاش نه مې‌وای منلې، خدای دې د چا قسمت نه خرابوي، کله یې چې ښځه خبره شوه نو له اولادونو سره یې راغله او ډېر شورماشور یې جوړ کړ، بد احساس مې کاوه … که پوهېدلای چې ښځه لري هېڅکله مې نکاح نه ورسره کوله، خدای شاهد دی چې ما نه غوښتل د یوې بلې ښځې ژوند خراب کړم.»

پلوشه چې له خپلو اولادونو سره د کابل ښار په قلعه فتح‌الله سیمه کې په کرايي کور کې اوسیږي، وايي: «دویم خاوند مې لومړیو کې ښه و، لږ کمک یې کاوه، زموږ نفقه یې راکوله، خو ورو ورو یې تغییر وکړ، اوس نه راځي او نه زموږ نفقه راکوي.»‎

هغې زیاته کړه: «هېڅکله دویم بخت د لومړي بخت ځای نه‌شي نیولای، هغه له خپلې ښځې سره ډېره مینه لري؛ ځکه له خپلوانو یې ده، حتا داسې ورځ راغله چې مېړه مې غږ وکړ چې د لومړۍ ښځې د پښو خاورې هم له تا سره نه برابروم.»

له دویم واده وروسته د هغې یو زوی او یوه لور پیدا شوي ‎چې د ټولو اولادونو سرپرستي دې ته ور په غاړه ده او په سختیو سره شپې او ورځې تېروي او له همدې امله یې خپله ۱۶ کلنه لور کوژدنه کړې ده.

پلوشه هم وايي، هغه نارینه چې دویم او درېیم واده کوي باید په منځ کې یې توپیر ونه کړي.

دینې عالمان: که یو کس ونه شي کولای چې د خپلو ښځو ترمنځ عدالت تامین کړي، نو دا ظلم دی او ظلم په اسلام کې حرام دی

یوه دیني عالم مفتي شمس‌الرحمن فروتن پژواک ته وویل: «د زیاتو یا دوو او درېیو ښځو لرلو په رابطه د اسلامي مقدس دین شرایط وضع کړي؛ الله ج په نسا سوره کې فرمايي: که له دې ډارېدئ چې د خپلو ښځو ترمنځ عدالت نه شئ تامینولای نو یوه ښځه وکړئ.»

هغه وايي: «علمای کرام او فقها د نسا سورت په رڼا کې لیکي چې د دویمې او درېیمې ښځې کړلو لومړنی شرط په ښو اخلاقو کې د عدالت تامین دی چې له ټولو ښځو سره باید یو ډول اخلاق او چلند وشي، یعنې داسې نه وي چې له یوې سره ښه اخلاق ولري او له بلې سره ښه اخلاق ونه لري، دویم شرط مالي توان دی، یعنې کس باید پر دې مطمئن وي چې که دویمه او درېیمه ښځه وکړي، باید په مساوي او عادلانه ډول د ټولو نفقه ورکړي.»

هغه زیاته کړه: «د څو ښځو کولو درېیم شرط د بدن فزیکي توانايي ده، علما فرمايي چې که یو کس دوې ښځې درلودې او کس یوه شپه وروسته د دې توان درلود چې د ښځې مشروع غوښتنې پوره کړي، که یې درې ښځې لرلې او درې شپې وروسته یې د دې توان درلود چې د خپلو ښځو مشروع غوښتنې پوره کړي.»

شمس‌الرحمن فروتن وايي چې څلورم شرط د مېرمنو ترمنځ مینه ده چې باید له ټولو سره یو شان مینه او محبت وشي.

هغه زیاته کړه: «او پنځم شرط له مېرمنو سره د شپې په تېرولو، نفقې او جامو چمتولو کولو کې د عدالت تامینول دي، په دې معنا چې که یو کس دوې ښځې ولري نو یوه شپه دې له یوې او بله شپه دې له بلې ښځې سره تېره کړي، علما فرمايي، مهمه دا ده چې په یوه کوټه کې په یوه بستره کې له خپلې مېرمنې سره شپه تېره کړي چې په همدې کار عدالت تامینیږي، دا چې له لومړۍ یا دویمې ښځې سره یا په همغه شپه چې د کومې مېرمنې نوبت یې دی؛ که نږدېوالی ورسره کوي او کنه دا شرط نه دی، مهمه دا ده چې په یوه کوټه کې له خپلې مېرمنې سره وخت تېر کړي.»

هغه وویل چې خاوند باید د خپلو مېرمنو د جامو او ټولو اړتیاو پوره کولو برخه کې عدالت وکړي او هر څه یو شان ورته چمتو کړي.

نوموړي زیاته کړه: «هغه کسان چې دا پنځه شرطونه نه شي پوره کولای او یا یې په قصدي ډول نه مراعاتوي، نو په دې اړه د الله ج حکم واضح دی: که تاسو له دې وېریږئ چې عدالت نه شئ تامینولای، نو یوه ښځه وکړئ او علما فرمايي چې دا ظلم دی او ظلم په اسلام کې حرام دی.»

Visits: 45

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.