ضیاءګل: کله مې چې خاوند دویمه ښځه وکړه، زه یې له خپلو پنځو اولادونو سره له کوره وشړلم
بامیاني مېرمن ضیاءګل چې خاوند یې له بلې ښځې سره له واده وروسته هغه له خپلو پنځو ماشومانو سره له کوره شړلې، د خپل ژوند له ستونزو ځوریږي او وايي، هر هغه نارینه چې دویمه او درېیمه ښځه کوي، باید د خپلو مېرمنو ترمنځ بېعدالتي ونهکړي.


