ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې د ښوونځیو زده‌‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي

بغلان کې د ښوونځیو زده‌‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي

author avatar
12 Apr 2024 - 09:03
بغلان کې د ښوونځیو زده‌‌کوونکي د درسي کتابونو له کمښته شکایت کوي
author avatar
12 Apr 2024 - 09:03

پلخمري (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): بغلان کې د ښوونځيو زده‌کوونکي او ښوونکي شکایت کوي چې له کالونو راهیسې د درسي کتابونو له کمښت سره مخ دي، خو مسوولین بیا وايي، سږ کال به پر ټولو زده‌کوونکو درسي کتابونه ووېشي.

د پلخمري ښار اوسېدونکی ګل‌محمد چې درې زامن یې د ښوونځي زده‌کوونکي دي، وايي، له تېرو څو کالونو راهیسې یې زامنو ته پوره کتابونه نه دي ورکړل شوي.

هغه وايي، مشر زوی یې د پلخمري ښار د عمر فاروق لېسې د اووم ټولګي زده‌کوونکی دی چې سږ کال یوازې څلور کتابونه ورکړل شوي او زیاتوي چې اړ دی، نور ورته په بازار کې وپېري.

دغه راز د خوست ولسوالۍ اوسېدونکی کریم‌داد رحیمي وايي، کالونه کېږي چې په دولتي ښوونځیو کې درسي کتابونه نشته، خو په بازار په ډېره اسانۍ پیدا کېږي.

دی وايي، د زده‌کړو پر وړاندې تر ټولو لویه ستونزه په ښوونځیو کې د کتابونو نه‌شتون دی او زیاتوي چې حکومت باید له هر څه وړاندې زده‌کوونکو ته درسي مواد برابر کړي.

د هغه په خبره، هغه زده‌کوونکي چې د کتابونو پېرلو توان نه لري، له زده‌کړو محروم پاتې کېږي چې یوه لویه ننګونه ده.

ورته مهال، د پلخمري ښار د اسلام‌قلا لېسې د لسم ټولګي زده‌کوونکی عمران وايي، دا یې پنځم کال دی چې درسي کتابونه په بازار کې اخلي.

هغه وايي، د هر ښوونیز کال پیل کې زده‌کوونکو ته څلور یا پنځه زاړه کتابونه ورکول کېږي او وروسته بیا ورته د ښوونځي د ادارې له خوا ویل کېږي چې نور کتابونه باید له بازاره وپېري.

د هغه په خبره، سږ کال ورته تراوسه یو کتاب هم نه دی ورکول شوی او زیاتوي چې اړ دی له بازاره یې واخلي.

په همدې حال کې د دغه ولایت د ډنډ غوري ولسوالۍ د سرخ‌کوتل سیمې د قندهاریو منځني ښوونځي سرښوونکی مولوي امیر محمد هم په خپل ښوونځي کې د کتابونو له کمښته شکایت کوي او غوښتنه کوي چې دغه ستونزه یې باید ژر تر ژره هواره شي.

هغه وویل: «ښوونځی مو ۷۰۰ زده‌کوونکي لري، خو یو یې هم پوره کتابونه نه لري چې له امله یې ښوونکي درسي پلان هغسې چې لازم دی، نشي تطبیق کولای.»

دغه راز، د ګاوسوارو لېسې امر نازک‌میر قانع وايي: «له څو کالو راهیسې مو ټولو زده‌کوونکو پوره کتابونه نه لرل، خو سږ کال د پوهنې ریاست له لوري راکړل شوي، څه باندې ۲ زره کتابونه مو له اووم پورته ټولګیو پر زده‌کوونکو وېشلي، خو له اووم ښکته ټولګیو زده‌کوونکي لا هم پوره کتابونه نه لري.»

هغه زیاتوي، له اووم د ښکته ټولګیو زده‌کوونکو لپاره یې هم غوښتنه کړې، خو د پوهنې ریاست مسوولینو ورته ویلي چې د لومړنۍ دورې د ټولګیو زده‌کوونکو لپاره کتابونه نه‌لري.

بل لور ته بیا د بغلان ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال مولوي عبدالودود وايي، کتابونه لري او د ولسوالیو ښوونځيو ته یې هم استولي چې ډېر ژر به یې پر زده‌کوونکو ووېشي.

نوموړی وايي، سږ کال به ټولو زده کوونکو ته پوره کتابونه ورکړل شي او له همدا نن ورځې به په بازار کې د پوهنې وزارت اړوند د کتابونو د پلور مخه هم ونیسي.

هغه وايي، هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې د یونیسف ادارې او یا هم د پوهنې وزارت له لوري چاپ شوي تدریسي کتابونه په بازار کې وپلوري.

بلخوا بیا پلخمري ښار کې هغه کتاب پلورونکي چې د ښوونځيو کتابونه پلوري، وايي، دوی له زده‌کوونکو زاړه کتابونه اخلي او یا د اصلي کتابونو کاپي چې په پلازمېنه کابل کې چاپ کېږي رانیسي او پر نورو زده‌کوونکو یې پلوري.

د یادولو ده چې بغلان کې له ۵۷۰ دولتي ښونځیو ۲۰۹ یې لا ودانۍ هم نه لري چې له امله یې ۵۱ زره او۵۴۴ زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

Visits: 35

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.