ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لښکرګاه ښاروالۍ تېر کال ۱۷ لویې او وړې پروژې پلې کړې دي

د لښکرګاه ښاروالۍ تېر کال ۱۷ لویې او وړې پروژې پلې کړې دي

author avatar
12 Apr 2024 - 08:51
د لښکرګاه ښاروالۍ تېر کال ۱۷ لویې او وړې پروژې پلې کړې دي
author avatar
12 Apr 2024 - 08:51

لښکرګاه (پژواک، ۲۴ وری ۱۴۰۳): د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولین وایي چې تېر کال یې د څه باندې ۱۶۴ میلیون افغانیو په لګښت ۱۷ لویې او وړې پروژې پلې کړې او وړم کال ته په کتو یې عواید هم اووه سلنه ډېر شوي دي.

د لښکرګاه ښاروالۍ د عامه اړیکو مسوول محمدطاهر ابشار پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وویل، تېر کال یې د ښار په اتو ناحیو کې ۱۷ پروژې پلې کړې چې په پاخه او اساسي ډول د سړکونو او د ورزش امریت اړوند د یو شمېر ودانیو جوړولو په ګډون د ښار د ښکلا په موخه د څلورلارو رغول په‌کې شامل دي.

نوموړي وویل: «په یادو پلې شوو پروژو کې د سړکونو پخول، د ښار د ښکلا لپاره د چوکونو او پارکونو رغول او ګڼې نورې برخې په‌کې شاملې وې چې ټول‌ټال څه باندې ۱۶۴ میلیون افغانۍ لګښت ورباندې شوی دی.»

هغه زیاته کړه، د روان لمریز کال  لپاره یې ۱۲۹ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودجه په پام کې نیولې چې ۱۴ لویې او وړې پروژې به ورباندې پلې کړي.

نوموړي وویل: «د ۱۴۰۳ کال لپاره ۱۴ پروژې د ښاروالۍ له خوا په پام کې نیول شوې چې په‌کې د پارکونو رغول، د ښار د ښکلا لپاره د شپې سولري څراغونو پایو نصبول، په ښار کې د روانو اوبو جاري کول، د ښار په ځینو نورو برخو کې د چوکونو جوړول، د کثافانو ایستل او ډېر نور کارونه په‌کې شامل دي.»

ورته مهال، د لښکرګاه ښار یو شمېر اوسېدونکي د ښاروالۍ کړنې ستایي، خو غوښتنه کوي، د ښار ښکلا او پاکوالي ته دې لا ډېره پاملرنه وکړي.

د لښکرګاه ښار د دویمي ناحیې اوسېدونکی عبدالرزاق وايي: «د ښاروالۍ له خوا چې کوم کارونه په داخل د ښار کې ترسره شوي، د ستایلو وړ دي، ښار ته یې بېل ښایست او رنګ ورکړی، خو غوښتنه مو دا ده چې د ښار شاوخوا سړکونه هم باید پاخه جوړ شي.»

دغه راز، د لښکرګاه ښار یو بل اوسېدونکی مختاراحمد وایي: «په ښار کې د پخوا په پرتله کارونه ډېر شوي چې په هغو کې د پیاده روونو جوړول او د سړکونو پراخول شامل دي.»

د لښکرګاه ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۱ لمریز کال په پرتله یې په ۱۴۰۲ کال کې عواید هم اووه سلنه لوړ شوي وو.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.