کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۲): رییسالوزرا د پاکستان د جمعیت علماءاسلام له مشر سره په لیدنه کې ویلي، افغانستان د پاکستان په ګډون هیڅ کوم هېواد ته د ضرر رسولو اراده نه لري او زیاتوي چې په دغه هېواد کې دې د افغان کډوالو پر وړاندې له «ظالمانه چلنده» لاس واخیستل شي.
د پاکستان جمعیت علماءاسلام مشر مولانا فضل الرحمن پرون د اسلامي امارت په رسمي بلنه کابل ته راغلی او تېره شپه یې د ریاستالوزرا له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي وو چې افغانستان او پاکستان باید یو د بل د ګټې میدانونه جوړ شي او یو له بل سره تعاون وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان جمعیت علماءاسلام مشر مولانا فضلالرحمن او ورسره پلاوي نن له غرمې مخکې له رییسالوزراء ملا محمدحسن اخند سره ولیدل.
د خبرپاڼې له مخې، رییسالوزراء په دې کتنه کې ویلي: «افغانستان او پاکستان دوه داسې هېوادونو دي چې په بېلابېلو برخو کې ګڼ مشترکات لري، دغه ولسونه یو له بله بیلتون نه لري، شاید د حکومتونو ترمنځ په مناسباتو کې ستونزې پېښې شي، خو ولسونه او علماء کرام د ګډو ارزښتونو له امله یو له بله نه شي بېلیدای.»
هغه زیاته کړې چې اسلامي امارت د پاکستان په ګډون هیڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو نه اراده لري او نه هم چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نور تهدید کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې رییسالوزراء د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو په هواري او د سوء تفاهماتو په له منځه وړلو کې د علماء کرامو رول مهم او مثبت بللی دی.
ملا محمدحسن اخند ویلي چې پاکستاني چارواکي باید د افغان مهاجرینو پر وړاندې له «ظالمانه رویې» لاس واخلي؛ ځکه دغه ډول چلند ستونزې نه حل کوي، بلکې یوازې مخالفتونه او بدبینۍ زیاتوي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغان مهاجرو ستونزو سربېره د سوداګرو ستونزو، په ترانزیټ او صادراتو کې د پاکستاني چارواکو له خوا د ستونزو جوړېدو په اړه - چې هر کال ترې افغان سوداګرو ته درانه مالي زیانونه رسېږي - هم یادونه کړې ده.
متقي ټینګار کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت یا اقتصادي راکړه ورکړه باید د سیاسي مسایلو قرباني نه شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې مولانا فضلالرحمن «په افغانستان کې د اشغال پر وړاندې د اسلامي امارت بریا لویه فتحه بللې ده.»
هغه هیله څرګنده کړې چې په افغانستان کې راغلی اسلامي نظام نور هم مستحکم شي څو یې په برکت ټولې اسلامي نړۍ ته مثبت اثرات ورسېږي.
په خبرپاڼه کې د مولانا فضل الرحمن له قوله راغلي: «افغانستان ته زموږ د راتګ هدف دا دی څو د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې سوء تفاهمات له منځه یوسو، او د سیاسي اړیکو، اقتصاد، تجارت او د یو بل د پرمختګ برخه کې د همکارۍ لارې چارې ولټوو.»
دغه راز مولانا فضل الرحمن ویلي چې له افغان کډوالو سره یې د پاکستان د واکمنو چلند پر وړاندې د اعتراض غږ پورته کړی او دا ډول چلند ناسم او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستونزو لامل بولي.
هغه وايي: «موږ دلته د خیرخواهۍ پيغام راوړی او هیله مو ده چې دغه سفر مثبتې پایلې ولري.»
د یادونې ده، په دغه لیدنه کې د افغانستان قاضي القضات شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم حقاني، د ارشاد حج او اوقافو وزیر شیخ الحدیث مولوي نورمحمد ثاقب او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود.