ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په الیشنګ کې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پیل شوې

د لغمان په الیشنګ کې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پیل شوې

author avatar
27 Dec 2023 - 17:00
د لغمان په الیشنګ کې د ۲۰ کیلومتره سړک جوړېدو چارې پیل شوې
author avatar
27 Dec 2023 - 17:00

مهترلام (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان ولایت سیمه‌ییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د ۲۰ کیلومتره نوي سړک جوړولو چارې پيل شوې چې بېلابېل کلي به سره ونښلوي.

د لغمان د والي ویاند عبدالمالک نیازي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه سړک پر جوړولو ۱۹ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د ملګرو ملتونو د خدماتو پروژې دفتر «UNOPS» له لوري ورکول کېږي.

هغه وویل چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د الیشنګ ولسوالۍ اړوند شاوخوا لس لوی او واړه کلي له یو بل سره ونښلول شي او د یوې میاشتې په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د الیشنګ ولسوال قاري عبدالقاهر متوکل هم وایي چې د دغه سړک په جوړېدو سره به د کوټا، کرنډالۍ، کاسکین، پړاین، نورام، میاصیب دېره، زیارت کلی، راهین، سلاب علیا او اسلام‌اباد کلي له یو بل سره ونښلول شي او دغه راز به ۱۶۰۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.