ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له ایرانه ځیني را ایستل شوي کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له ناسم چلنده شکایت کوي

له ایرانه ځیني را ایستل شوي کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له ناسم چلنده شکایت کوي

author avatar
15 Nov 2023 - 16:49
له ایرانه ځیني را ایستل شوي کډوال د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له ناسم چلنده شکایت کوي
author avatar
15 Nov 2023 - 16:49

هرات (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۲): له ایرانه ځيني را ایستل شوي افغان کډوال چې د اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي، د ایران امنیتي ځواکونو له نامناسب چلنده شکایت کوي.

هغوی وایي چې ډېری افغان کډوال د ایران امنیتي ځواکونو له نامناسب چلند او ځوروونې سره مخ دي.

له ایرانه یو راستون شوی افغان سیدحسین پژواک خبري اژانس ته وویل، په یوې ودانۍ کې پر کار بوخت و چې د وخت له راکولو او د خپلو لوازمو له ټولولو پرته د ایران په شېراز ښار کې د ایراني ځواکونو له خوا ونیول شو او افغانستان نه راستون شو.

نوموړي وویل: «ایراني امنیتي ځواکونه د شپې له خوا رد مزر کېدونکي افغانان په یوه نامناسب ځای کې ځای په ځای کوي، دا امنیتي کسان له کډوالو سره هیڅ انساني چلند نه کوي او په وار وار یې موږ وهلي ټکولي هم یو.»

له ایرانه یو بل راستون شوی کډوال مصطفی چې د تخار اوسېدونکی دی هم ادعا وکړه چې په ایران کې کار نه شي کولای، بې احترامي او بې حرمتي اوج ته رسېدلې ښه خبره ده چې افغانان خپل هېواد ته راستانه شي او په خپل هېواد کې باعزته ژوند تېر کړي.

دی له حکومته غواړي چې د کډوالۍ د بحران او د ناقانوني کډوالۍ د پای ته رسېدو په موخه خپلو چارو کې غور وکړي څو افغانان خپل هېواد ته راشي او باعزته ژوند وکړي.

نوموړي وویل: «ایران کې ډېرې بدمرغۍ وې کار هم په کې نه و، ځورول هم ډېر شوي و، یو بل ته لاس ورکړو او خپل هېواد اباد کړو.»

په اسلام‌کلا کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست کې د کډوال چارو امر مولوي عبدالله قیومي وویل په ټوله کې د روان کال له پیله تر اوسه ۳۷۵ زره او ۸۱۱ کسان د اسلام‌کلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۷۳ زره او ۶۶۳ کسان د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړۍوال سازمان او ته ورپېژندل شوي دي.

په ورته وخت کې د کډوالو وزارت مسلکي معین او د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون د موقت مېشتېدو کمېتې رییس مولوي عبدالرحمن راشد هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل چې اسلامي امارت په ټول هېواد کې امنیت تامین کړی، کوم کډوال چې راستنیږي د هغوی د اوسېدو کومه ستونزه نه شته.

د موقت مېشتېدو کمېټې رییس زیاته کړه: «ژمی نږدې دی، د افغان کډوالو له کوربه ګاونډي هېوادونو غواړو چې د کډوالو د را اېستلو لړۍ دې د ژمي تر پایه وځنډوي څو په دې برخه کې د اسلامي امارت له خوا لازم چمتوالی ونیول شي.»

د یادې کمېټې رییس کډوالو او هغو کسانو ته چې د ایران امنیتي ځواکونو له نامناسب چلنده شکایت کوي له اشارې پرته زیاته کړه، د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون نهایي هڅه دا ده چې هغوی ته لومړني امکانات برابر کړي او هغه کسان چې له کورنیو سره دي، هغوی خپلو سیمو ته ورسوي او هغه کسان چې په هېواد کې کورونه نه لري، موقت کمپونه ورته برابر کړي.

Views: 120

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.