د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د ۲۰۲۳ کال نړۍوال جام د تمریني سیالیو په لړ کې له سویلي افریقا سره د افغانستان ملي لوبډلې تمریني لوبه د اورښت له امله لغوه شوه.
د مسکو فارمټ غونډې ځینو ګډونوالو افغانستان سره د «تعامل او همکارۍ» ژمنې تازه کړې او د روسیې بهرنیو چارو وزیر ویلي، افغانستان او سیمه کې د غیرسیمهییز لوبغاړو فعالیتونو ډېرېدو ته اندېښمن دي.
کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت سرپرست وایي، له هېواد بهر افغانان دې بېرته راستانه شي، د جګړې او ناخوالو فصل تېر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، له دې وروسته به یوټیوبچلوونکي د دغه وزارت کړنلارې سره سم فعالیت کوي او په خپلو خپرونو کې به اسلامي او افغاني ارزښتونه په پام کې نیسي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د بودجې کمښت له امله اوس یوازې له درې میلیونه اړمنو افغانانو سره مرسته کولای شي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د تورخم سرحدي پولیسو یو کس د ۲۰ زره امریکایي ډالرو د قاچاق په تور نیولی چې غوښتل یې دغه پیسې په ناقانونه توګه ګاونډي هېواد ته انتقال کړي.
کابل (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت وايي په ۱۷ ولایتونو کې د سختو اورښتونو، واورو او د سېلابونو راوتلو اټکل
کونړ کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتيايي مرکز جوړ شو.
د بلخ ځایي مسوولین وایي چې د روان کال له پیله راهیسې دغه ولایت ته ۴۵۶ بهرني سیلانیان راغلي چې د تېر کال په نسبت څو برابره ډېروالی ښيي.
پلعلم، ښرنه، ترینکوټ (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۲): پکتیکا ولایت کې د افغاني سره میاشتې له لورې له ۷۰۰ بېوزلو کورنیو سره نغدي او په لوګر
پکتیکا ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون په چوکاټ کې د ۹۳.۲ اېفاېم په څپو د شریعت غږ په نوم یوې راډیو خپرونې پیل کړې.
میدانوردګو کې مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په نرخ، چک او جلریز ولسوالیو کې د نهه میلیون او ۳۰۰ زره افغانیو په لګښت د درېیو پروژو چارې پيل شوې.