منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۵ غ.و
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

نړیوال خبرونه

۲،۷۶۱ راپورونه

راپورونه

د برېکس مشران د اقتصادي همکاریو په اړه غږېدلي

کرملين اعلان کړی چې د برېکس غړو هېوادونو مشرانو د سوداګرۍ په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاليسیو او نړۍوال اقتصاد پر اوسني وضعیت د بحث لپاره ځانګړې انلاین ناسته جوړه کړې ده.

ځیني اروپایي مشران روانه اونۍ امریکا ته سفر کوي

رویټرز د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله خبر ورکړی چې ځیني اروپایي مشران به روانه اونۍ په انفرادي ډول واشنګټن ته سفر وکړي څو د اوکراین جګړې په اړه ورسره خبرې اترې وکړي.

کوېټه کې چاودنې مرګ‌ژوبله اړولې ده

د پاکستان ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د بلوچستان په کوېټه ښار کې د یوې چاودنې له امله لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي، خو ځینو سرچینو د وژل شوو شمېر ۱۳ ښودلی دی.

برېټانیې، فرانسې او المان د ایران پر وړاندې د «ماشې میکانېزم» فعالولو پروسه پیل کړه

د راپورونو له مخې، برېټانیې، فرانسې او المان د ایران پر وړاندې د نړۍ‌والو بندیزونو د بېرته نافذېدو په موخه د «ماشې میکانېزم» فعالولو پروسه پیل کړې؛ بلخوا، تهران دغه اقدام غندلی او هغه یې «غیرقانوني» بللی دی.

له اسټرالیا د ایران د سفیر ایستل او په تهران کې د اسټرالیا د سفارت فعالیت ځنډېدل

د راپورونو پر بنسټ، اسټرالیا د دغه هېواد په سیدني او ملبورن ښارونو کې ایران د دوو بریدونو پر ترسره کولو تورن کړی، د ایران سفیر یې ایستلی دی او په تهران کې د اسټرالیا د سفارت چارې ځنډېدلې دي.

نور راپورونه