ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیکوال: اکرام الدین کامل

درې ورځې وړاندې د اپرېل په ۱۶مه نېټه د پاکستان هوايي ځواکونو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د وزیرستاني مهاجرینو پر پنډغالو او کونړ بمباري وکړه. په دې بمباري کې شاوخوا ۴۷ ملکي کسان چې ډېری یې ښځې او ماشومان وو، ووژل شول.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د افغانستان له خاورې پر دوی بریدونه زیات شوي او «ترهګر» د افغانستان خاوره د دوی خلاف استفاده کوي. دوی ویلي چې له افغان لوري سره له تېرو څو میاشتو راهیسې تعامل کوي څو د ډیورنډ پر کرښه موثره هماهنګي رامنځته شي خو پر دې سربېره د پاکستان تحریک طالبان پر پاکستاني ځواکونو برید وکړ چې له کبله یې ۷ پاکستاني پوځيان ووژل شول.

پاکستاني لوري په دې اعلامیه کې اشارتاً ویلي چې افغان لوری «نه غواړي یا ناتوانه» دی چې د پاکستان تحریک طالبان مخه ونیسي؛ ځکه نو دوی د افغانستان په خاوره عملیات کړي او هدف يې هم د پاکستان تحریک طالبان و. پاکستان بهرنیو چارو وزارت همدا راز د افغانستان په ارضي تمامیت، خپلواکۍ او خودمختارۍ ټينګار کړی او ویلي یې دي چې له ازاد او خودمختار افغانستان غواړي چې د هغه کسانو/ ډلو خلاف جدي اقدام وکړي چې د پاکستان په خاوره کې په تروریستي فعالیتونو کې ښکېل دي. په عین حال کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د پاکستاني ځواکونو هوايي بریدونه وغندل او په ټینګار سره یې د بیا تکرار د مخنیوي غوښتنه وکړه.

دغه لیکنه د افغانستان په حریم کې د پاکستان له خوا «زور» کارول، ځاني دفاع حق او نور اړوند مسایل د نړیوالو حقوقو په رڼا کې څېړي.

نړیوال قانون: زور کارونه

د دولتونو له خوا د زور یا ځواک کارونه (use of force) د ملګرو ملتونو د منشور دویمې مادې څلورم پارګراف له مخې جواز نه لري چې غیر مشروعیت یې په نړیوالو قوانینو کې د jus cojens یا هغه نورمونو )اصولو) حیثیت غوره کړی چې په هيڅ صورت یې نقض روا نه دی. د منشور دویمې مادې څلورم پراګراف داسې صراحت کوي: «….ټول غړي هېوادونه به په خپلو نړیوالو اړیکو کې د زور له کارونې، تهدید او همدارنګه د هېوادونو د سیاسي خپلواکۍ یا ځمکنۍ بشپړتیا ته له ګواښ پېښولو یا له هرې هغې کړنې چې د ملګرو ملتونو له موخو سره په ټکر کې وي، ډډه کوي.»

د دې مادې خلص معنا دا ده چې د دولتونو ترمنځ د یوه بل خلاف زور کارونه منعه ده.

البته دغه ماده دوه استثناات هم لري او که چېرې دغه دوه استثناات وجود ولري، له مخې یې یو هېواد د بل په مقابل کې زور کارولای شي. لومړنۍ استثناء د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ملګرو ملتونو د منشور اووم فصل له مخې یو دولت/ دولتونو ته اجازه او اختیار ورکړل شي. دويمه استثناء د منشور د ۵۱مې مادې له مخې، د ځاني دفاع حق په انفرادي یا ډله‌ییزه توګه عملي کول دي. درېیم امکان دا هم شته چې یو هېواد د بل هېواد په بلنه په بلونکي هېواد کې زور وکاروي. له دغو درېیو حالتونو پرته هر ډول زور کارونه د ملګرو ملتونو منشور د دویمې مادې څلورم پراګراف نقض ګڼل کېږي.

د ځاني دفاع حق

د پاکستان هوايي برید باید د پورته یادو درېیو حقوقي احتمالاتو په رڼا کې وڅېړل شي. لومړنی او درېیمې احتمالاتو عملي کېدل ممکن نه دي؛ ځکه برید نه د افغانستان په غوښتنه نه دی شوی او نه هم د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا پاکستان ته اجازه یا واک ورکړل شوی و؛ یواځېنی حقوقي احتمال چې پاکستان ممکن پرې خپل برید توجیه کړي، د ځاني دفاع حق دی.

د ځاني دفاع په اړه د ملګرو ملتونو منشور ۵۱مه ماده داسې صراحت کوي:

«د ملګرو ملتونو پر یوه غړي دولت د وسله وال برید په صورت کې تر هغو چې امنیت شورا د نړیوال امنیت او سولې د خوندیتوب په موخه لازم اقدامات ترسره کوي، د دغه منشور هيڅ حکم به له ځانه د ځاني دفاع پر وړاندې خنډ نه شي. په دې دفاع کې فردي او ډله ییزه دفاع دواړه شامل دي. د ملګرو ملتونو غړي باید د دې ډول دفاع په اړه ژر تر ژره امنیت شورا ته خبر ورکړي…»

د سپټمبر ۱۱مې له پېښې وروسته امریکا پر افغانستان او عراق باندې خپل بریدونه د دې مادې له مخې توجیه کړل. همدا راز په سوریه کې د داعش خلاف جګړه کې دولتونو خپل زور کارونه د یادې مادې له مخې مشروعه وګڼله. د ملګرو ملتونو منشور ۵۱مه ماده څو مهمې برخې او شرایط لري چې د دغو شرایطو له پوره کېدو وروسته د دې مادې حکمونه عملي کېدلای شي؛ لومړی دا چې د فردي او ډله ییزې ځاني دفاع باید د یوه «وسله‌وال برید ]دا اصطلاح په نړیوال قانون کې ځانګړی تعریف لري چې دلته پرې بحث اوږدیږي[» مقابل کې وي او دغه برید باید ملګرو ملتونو غړیتوب لرونکي «دولت» له خوا شوی وي. همدا راز هر ډول اقدام چې د ځاني دفاع په اړه دولتونه پورته کوي، باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې په اړه خبر ورکړي.

د نادولتي لوبغاړو (Non-state actors) خلاف د ځاني دفاع حق

د پورته څو شرایطو سربېره یوه بل مهمه نقطه چې باید په نظر کې ونیول شي، داده چې ایا د ځاني دفاع پر حق تکیه یواځې د «متجاوز دولت» خلاف کېدلای شي او که یا هم دغه حق د نادولتي لوبغاړو خلاف چې په بل هېواد کې شتون لري، هم دولتونو ته ثابت دی. که څه هم د ملګرو ملتونو منشور ۵۱مې مادې له مخې، دولتونه له دغه حق څخه استفاده د متجازو دولتونو خلاف کولای شي خو د دولتونو رویه په دې اړه اوس متفاوته ده او اکثریت دولتونه اوس د ځاني دفاع حق د نادولتي لوبغاړو خلاف هم استفاده کوي.

ښه مثالونه یې د القاعده او داعش نادولتي لوبغاړو خلاف په افغانستان او سوریه کې د امریکا عملیات دي.

که څه هم د ملګرو ملتونو منشور ۵۱مې مادې دا نه ده مشخص کړې چې «وسله وال برید» یواځې دولتونه كولای شي، خو په عمومه کې د ملګرو ملتونو جوړښت او هم په ځانګړي ډول په منشور کې د زور کارونې مفهوم په دې دلالت کوي چې د ځاني دفاع حق یواځې د «دولتونو» خلاف ثابت دی. البته یو شمېر نړیوال حقوقپوهان پر دې نظر دي چې دولتونه د نا دولتي لوبغاړو له خوا ترسره شوو وسله‌والو بریدونو خلاف د ځاني دفاع حق لري. دغه نظر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ قراردونو له مخې نور هم تقویه شوې. یادو قراردادونو امریکا ته په ضمني ډول د دې اجازه ورکړه چې د ملګرو ملتونو د منشور له حکمونو سره سم د القاعده خلاف (چې نا دولتي لوبغاړی و) پر افغانستان برید وکړي چې بیا اکثریت هېوادونو پر افغانستان برید د امریکا مشروع ځاني دفاع وګڼله.

خو د عدالت نړیوالې محکمې (International Court of Justice) بیا په خپلو پرېکړو کې پر دې ټینګار کړی چې د ځاني دفاع حق هغه وخت دولتونه استفاده کولای شي چې بل دولت یې پر خلاف زور وکاروي؛ مثلاً الف هېواد پر ب هېواد وسله وال برید وکړي، په دغه صورت کې ب هېواد کولای شي له ځانه دفاع وکړي. د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړې دا څرګندوي چې د نادولتي لوبغاړو خلاف دولتونه د ځاني دفاع حق نه لري. د نیکارګوا او امریکا ترمنځ قضیه کې د عدالت نړیوالې محکمې نظر دا و چې «وسله وال برید ]دا اصطلاح په نړیوال قانون کې ځانګړی تعریف لري[» تعریف یواځې هغه مهال نادولتي لوبغاړو باندې عملي کیدلای شي چې دغه تنظیمونه یا ډلې د دولت له خوا لیږل شوې وي یا د دولت په استازیتوب جګړه کوي. دغه راز په یوې بلې قضیه کې چې په فلسطین کې د دېوال جوړېدو په اړه وه، د عدالت نړیوالې محکمې پرېکړه وکړه چې د ځاني دفاع حق یواځې دولتونو ته د وسله‌والو بریدونو په مقابل کې د یوه بل خلاف ثابت دی. معنا دا چې دولتونه نه شي کولای دغه حق د نادولتي لوبغاړو له خوا ترسره شوو وسله‌والو بریدونو خلاف استعمال کړي. دغه راز دا ثابتول هم ستونزمن دي چې د نادولتي لوبغاړو خلاف د ځاني دفاع حق دې عرفي نړیوال قانون یو اصل وګڼل شي او هېوادونه پرته له دې چې د ملګرو ملتونو پر منشور تکیه وکړي، د عرفي نړیوال قانون له مخې یې د نادولتي لوبغاړو خلاف استفاده کړي.

خلاصه دا ده چې پاکستان نه شي کولای چې د پاکستان تحریک طالبان خلاف چې یو نادولتي لوبغاړی یا non-state actor دی، خلاف د افغانستان په خاوره کې نظامي عملیات وکړي او د خوست او کونړ په وروستي بریدونو کې پاکستان د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې څلورم پراګراف نقض کړی دی.

د «ناتوانۍ» او «نه غوښتلو» ټیسټ (unable and unwilling)

پورته ذکر شول چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د نادولتي لوبغاړو خلاف د ځاني دفاع له حق څخه استفاده قانوني توجیه نه لري، البته یوه درېیمه توجیه چې ممکن زور کاروونکی دولت د منشور د ۵۱مې مادې له مخې ورته ممکن پیدا کړي، هغه دا ده، یو هېواد د نادولتي ډلو خلاف یا خو اقدام نه کوي او یا یې هم په مقابل کې بې وسه او ناتوانه وي؛ یعنې که نادولتي لوبغاړي په یوه دولت کې مرکز ولري او له همدغه دولته د بل دولت خلاف زور وکاروي، دغه دولت چې پر خلاف یې نادولتي لوبغاړو زور کارولی، په هغه صورت کې د ځاني دفاع حق لري چې لومړنی دولت د دغو نادولتي لوبغاړو یا ډلو خلاف په خپله خاوره کې اقدام ونه کړي یا یې په مقابل کې ناتوان وي؛ د مثال په ډول تحریک طالبان پاکستان ډله یوه نادولتي لوبغاړی دی. دغه ډله که فرض مثال د افغانستان له خاورې پر پاکستان برید کوي. پاکستان له افغانستانه غواړي چې د یادې ډلې خلاف اقدام وکړي، افغانستان یا د تحریک طالبان پاکستان خلاف اقدام نه کوي یا یې په مقابل کې ناتوان وي، د دغه دکتورین له مخې، پاکستان کولای شي چې په دغسې حالت کې د تحریک طالبان ډلې خلاف اقدام وکړي.

په سوریه کې د داعش خلاف امریکا او اتحادیانو هم خپل بریدونه د پورته دلیل له مخې توجیه کړل. دغه راز داسې دلایل هم وړاندې شول چې امریکا او اتحادیانو یې پر سوریې برید د عراق په رسمي غوښتنه کړی؛ ځکه عراق د داعش هدف و. امریکا او اتحادیانو یې د دې پر ځای چې د ځاني دفاع حق چې په ۵۱مه ماده کې ذکر شوې، تکیه وکړي، د یادې مادې پر محدود او ځانګړي تفسیر چې د «ناتوانۍ» او «نه غوښتلو» ټیسټ دی، خپل بریدونه توجیه کړل. خو د یوه برید توجیه کول د دې معنا نه لري چې دغه برید دې نړیوال قوانین نه وي نقض کړي.

پر خوست او کونړ بریدونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې مسلسل پر دې ټينګار شوی چې تحریک طالبان پاکستان د افغانستان خاوره د دوی خلاف استفاده کوي. همدا راز دې ته اشاره شوې چې له افغان لوري سره له تېرو څو میاشتو راهیسې د ډیورنډ پر کرښه د همغږۍ رامنځته کولو او امنیت ساتلو په موخه تعامل کوي خو پر دې سربېره پر دوی بریدونه کېږي. پاکستان په دې اعلامیه کې اشارتاً مني چې په خوست او کونړ يې بریدونه کړي او ځکه یې کړي دي چې افغان لوری د تحریک طالبان پاکستان خلاف خو یا «ناتوانه» دی یا هم «نه غواړي» چې پر خلاف یې اقدام وکړي.

پاکستان داسې ښکاري چې خپل برید «مخنیوونکې دفاع یا ځاني دفاع (preemptive self-defense or self-defense) اصل له مخې توجیه کوي، خو په عین حال کې په دې اړه صراحت نه کوي او کوښښ کوي چې برید یې د یو دولت خلاف نه دی، له همدې امله په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د افغانستان استقلال، خودمختاري او ازادي مني؛ ځکه نو اشارتاً دوی ښيي چې د ملګرو ملتونو د منشور د دویمې مادې د ۴ پراګراف نقض نه دی کړی. د پاکستان اعلامیه دغه راز دې ته هم اشاره کوي چې دوی په افغانستان کې هغه مشروع اهداف په نښه کړي چې د پاکستان خلاف په تروریستي فعالیتونو کې ښکېل دي.

البته د نړیوالو قوانینو له مخې چې پورته تحلیل شول، دا یو شی واضح کېږي چې وار له مخې یا مخنیوونکې دفاع او همدا راز د نادولتي لوبغاړو (دلته تحریک طالبان پاکستان) خلاف ځاني دفاع هم د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوال قانون له مخې، قانوناً نه شي توجیه کېدای. بل «وسله‌وال برید» حقوقي نتایج لري. تر ټولو مهم یې دا دی چې د دولتونو ترمنځ هر ډول زور کارونه په نړیوال قانون کې د جګړې معنا لري او که بالفرض د پاکستان یاده زور کارونه پر جګړې تعبیر شي، دوی بیا مسوول دي چې خپله زور کارونه د ملګرو ملتونو د منشور له حکمونو سره سم توجیه کړي او که یې توجیه نه کړي د نړیوال قانون ناقض ګڼل کېږي او د نړیوال قانون نقض بیا بېلابېل نتایج لري.

دغه راز د افغانستان پر خاوره د پاکستان بریدونه سیاسي پایلې هم لري. پاکستان د تحریک طالبان خلاف د افغانستان په خاوره کې په بریدونو یو ناوړه رویه ایجادوي، داسې چې سبا به یې خپله هم قرباني وي، د پاکستان په بالاکوټ او اوري کې جیش محمد خلاف د هند بریدونه هند هم داسې توجیه کړل چې دوی هغه مشروع اهداف په نښه کړي چې غوښتل يې په هند کې بریدونه وکړي.

پاکستان چې نن د افغانستان په خاوره کې هوايي عملیات کوي؛ هغه مهال یې د هند دغه بریدونه تجاوز او د نړیوال قانون نقض وګاڼه. نن که پاکستان عین عمل چې هند د دوی خلاف کړی و، د افغانستان خلاف ترسره کوي؛ په یوه شکل د هند بریدونو ته مشروعیت ورکوي او داسې ناوړه رویه ایجادوي چې سبا به د دوی خلاف هم هند یا بل هېواد يې استفاده کوي او هم به نورو هېوادونو ته د دې جرئت ورکړي چې د افغانستان خلاف ورته نامشروع بریدونه توجیه کړي.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي

Visits: 82

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.