ژبه

هېواد ته د غنمو واردات ۴،۵ برابره زیات شوي

توسط هجرت الله کاکړ

مې 21, 2026 - 3:31 pm

Views: 24

کابل (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۵): د مالیې وزارت وايي، هېواد ته د غنمو واردات د اوړو ګمرکي تعرفې له لوړېدو او د غنمو تعرفې له کمېدو وروسته د ۱۴۰۵ مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۹۸ زره ټنه ته رسېدلي چې د تېرې ورته مودې په پرتله څلور اعشاریه پنځه برابره زیاتوالی ښيي.

د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د اوړو د پروسس صنعت د پیاوړتیا په موخه، تېر کال د مالیې وزارت په مشرۍ د تعرفې کمېټې له خوا د غنمو د وارداتو ګمرکي تعرفه راکمه او د اوړو ګمرکي تعرفه په تدریجي ډول له پنځه سلنې اته سلنې ته لوړه شوه.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو بدلونونو له عملي کېدو وروسته هېواد ته د غنمو واردات په څرګند ډول زیات شوي چې په پایله کې یې د اوړو د تولید فابریکو فعالیت پراخ شوی او د کورنیو تولیداتو کچه هم لوړه شوې ده.

د مالیې وزارت لیکلي: «د روان مالي کال (۱۴۰۵ هـ ش) په لومړیو دوو میاشتو؛ یعنې کب او وري کې ۱۹۸ زره ټنه غنم هېواد ته وارد شوي، په داسې حال کې چې د ۱۴۰۳ مالي کال د کب او د ۱۴۰۴ کال د وري په میاشتو کې دغه اندازه یوازې ۴۴ زره ټنه وه چې اوس ۳۴۵ سلنه زیاتوالی ښيي.»

سرچینې لیکلي چې د دغو بدلونونو په پایله کې د کورني تولید ظرفیت لوړ شوی، ډېر کاري فرصتونه رامنځته شوي او په بازار کې د کورنیو تولیداتو ونډه هم پراخه شوې ده.

د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه وزارت د ورته اقتصادي پالیسیو اساسي موخه د کورنیو تولیداتو ملاتړ او د ملي اقتصاد پیاوړتیا ده.