هېواد ته د غنمو واردات ۴،۵ برابره زیات شوي
د مالیې وزارت وايي، هېواد ته د غنمو واردات د اوړو ګمرکي تعرفې له لوړېدو او د غنمو تعرفې له کمېدو وروسته د ۱۴۰۵ مالي کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۱۹۸ زره ټنه ته رسېدلي چې د تېرې ورته مودې په پرتله څلور اعشاریه پنځه برابره زیاتوالی ښيي.


