ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان کرکټ، داخلي ظرفیتونه، مجبوریت او ضرورت
د افغانستان کرکټ، داخلي ظرفیتونه، مجبوریت او ضرورت
لیکوال: جعفر هاند
د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی حمید حسن د ملي لوبډلې د توپ اچوونې روزونکی وګوماره. حمید حسن د افغانستان د کرکټ په لومړیو کلونو کې د افغانستان په ډېرو بریاو کې همدومره مهم رول لوبولی او مشهور لوبغاړی و، څنګه چې اوس راشد خان دی. حمید تقریبآ لس کاله مخکې د انګلستان خلاف یوې لوبې کې ژوبل شو، بیا بېرته خپل حال ته رانغی. د کرکټ لوبغاړو او مینه والو د حمید حسن ګومارل کېدل وستایل او دا یې ښه اقدام وګاڼه. د حمید حسن د ګمارنې په پلمه غواړم د افغانستان د کرکټ د داخلي استعدادونو څخه د استفادې په اړه دلته لنډ وغږېږم.
ولې د داخلي رزونکو ګومارل؟
هغه هېوادونه چې د کرکټ دوه درې نسلونه لري، ډېر کله خپل پخواني او مجرب لوبغاړي په مهمو دندو کې ګوماري چې له استعدادونو څخه یې په کور دننه استفاده وشي. هند، پاکستان، سري لانکا، استرالیا او نور هېوادونه یې ښې بېلګې دي. افغانستان هم باید او شاید دا کار وکړي. دا په ځای او معقوله پرېکړه ده چې د افغانستان له مودجوده استعدادونو څخه د نورو ځوانانو په روزنې کې ګټه واخیستل شي.
د داخلي روزونکو ګومارل د بهرنیو روزونکو په پرتله چې لوړ معاش غواړي، افغانستان ته سفر نه کوي، له لوبغاړو سره په ژبه نه پوهېږي او‌ له فرهنګ او کلتور سره یې اشنا نه وي، ډېر اغیزناک او ګټور پریوځي.
داخلي روزونکي د افغان لوبغاړو او کرکټ په مسائیلو ښه اګاه وي، ستونزې او مشکلات یې ور معلوم دي، په ژبه، فرهنګ او کلتور یې پوهېږي، اسان تګ راتګ کولای شي او پوهېږي که کار ونه کړي، ممکن بل کس یې په ځای وګومارل شي. د بهرنیو روزونکو په پرتله په کم معاش هم کار کولای شي؛ شاید د یو بهرني روزونکي د یوې میاشتې تنخوا د داخلي روزونکو د دوو دریو میاشتو کار وشي.
د افغانستان اوسني وضعت ته په کتو، چې بهرني روزونکي له افغان کرکټ سره په اسانه کار کولو ته زړه نه ښه کوي،‌ د روزونکو په توګه د داخلي لوبغاړو ګمارل اغیزناک او په ځای اقدام دی.
ایا افغانستان کافي داخلي روزونکي لري؟
اسدالله خان، چې اوس د قطر د ملي لوبډلې روزونکی دی، رئیس احمدزی چې ملي لوبډلې سره دی، دولت احمدزی چې په خصوصي سکتور کې په فعالیت بوخت دی، حاجي ولي امین او ځینې نور دا ډول روزونکي شته چې د کرکټ د نړیوالې شورا له لوري منل شوي او د ملي لوبډلې د کچې رسمي روزونکي (درېیم درجې سند لرونکي) ګڼل کېږي. نور روزونکي به هم وي.
هر هېواد د کرکټ څو درجې لوبډلې لري او په هماغه ترتیب او اساس روزونکي لري. د کلبونو، ولایتونو، زونونو، ۱۵ کلنو، ۱۷،‌کلنو، ۱۹،‌کلنو، ایمرجینګ،‌ او همداسې تر ملي لوبډلې پورې…..
د دغې هرې برخې د توپ وهنې، توپ اچونې، توپ نیونې، فټنس او ذهني غښتلتیا جلا روزونکي دي. د هرې برخې روزونکی باید په هماغې برخې کې مسلکي سند ولري او زده کړې یې کړې وي.
د کلب د کچې روزونکی د الف لوبډلې روزونکی نشي ټاکل کېدای او همدغه راز د زون د کچې روزونکی د ملي لوبډلې روزونکی نشي ټاکل کېدای. دا ځان ته معیار او شرایط لري.
فکر کوم یوازې د درېیمې درجې سند لرونکي روزونکي کولای شي چې د ملي لوبډلو د لوبغاړو روزنه وکړي، خو ځینې وخت شرایطو، مجبوریت او تقاضا ته په کتو، دا شرط له پامه هم غورځول کېدای شي. په افغان لوبډلې کې مخکې هم د دویمې درجې سند لرونکي افغان روزونکیو دندې ترسره کړې وې.
زما په نظر، که یو افغان روزونکی د دویمې درجې سند ولري خو ملي لوبډلې کې یې د لوبې تجربه او اغیز یې داسې وي چې نورو ځوانانو ته ترې ګټه رسېدای شي، د درېیمې درجې د بهرني سند لرونکي څخه به غوره دي. خپل خلک دي، په خپله ژبه غږیږي او لوبغاړي په اسانه پوه کولای شي. په روزنې کې د سند ترڅنګ، تجربه، اګاهي، د لوبې په ستراتیژي پوهېدل، پلانونه او تګلارې جوړول، د ستونزو موندل او حل لارې چارې لټول او په ځان باور او اعتماد هم مهم ګڼل کېږي. ممکن نورو هېوادونو کې بیا د درېیمې درجې سند تر دې مهم وګڼل شي.
د ظرفیت لوړولو اړتیا؛ ایا هر ښه لوبغاړی ښه روزونکی دی؟
هر ښه لوبغاړی ښه روزونکی نه شي کېدای او هر ښه روزونکی ښه لوبغاړی نه شي کېدای او یا نه وي. موږ دا ډول ډېرې بېلګې په افغانستان او له افغانستان څخه د باندې هم لرو. له ملي لوبډلو تقاعد کېدونکي لوبغاړي که رښتیا هم غواړي چې په خپل مسلک کې پاتې شي او خپلې تجربې، مشورې او نظریات نوي نسل ته انتقال کړي، باید د خپل ظرفیت په لوړولو باندې کار وکړي.
د روزنې کورسونه دې ولولي، اسناد دې ترلاسه کړي، د کرکټ مسلکي او تخنیکي کتابونه دې ولولي، د روزونکي له شبکو سره دې ځان وصل کړي، له مجربو لوبغاړو سره دې مشورې وکړي، د نړۍ او سیمې د کرکټ تاریخ، تګلاره او پالیسۍ مطالعه کړي او د ښو او بریالیو روزونکو کارنامې او ژوند لیکونه دې ولولي.
تر ټولو مهمه خبره زما په نظر دلته ژبه ده چې د افهام او تفهیم وسیله ده. هر تقاعد شوي او تقاعد کېدونکي افغان لوبغاړي ته په کار ده چې د پښتو او دري تر څنګ په دوو نورو بهرنیو ژبو باندې هم افهام او تفهیم وکړای شي. انګلیسي باید لومړۍ ژبه وګڼل شي، کرکټ د انګلیس لوبه ده، ژبه، مصطلحات، تاریخ او هر څه یې په انګلیسي دي. انګلیسي باید زده کړل شي چې د روزنې او پرمختګ نورې دروازې یې په مخ خلاصې شي. که انګلیسي مو زده کړه، په نورو هېوادونو کې هم روزونکي ګمارل کېدای شی.
دلته د افغانستان د کرکټ بورډ مسئولیت هم دی چې باید دا ډول لوبغاړو ته د ظرفیت د ارتقا زمینه برابره کړي، د اسیا او کرکټ د نړیوالې شورا په مرسته دې ورته د روزونې لنډ مهال او اوږد مهال مسلکي کورسونه برابر کړي.
دا خبره یاده ساتئ، په ملي لوبډلې کې لوبېدل له تاسو روزونکی نه جوړوي. لوبغاړی او روزونکی د یوې لوبې دوه جلا کرکټرونه دي، هو روزونکی باید د کرکټ لوبغاړی تېر شوی وي.
ګټې، مجبوریت او کوچنی خنډ
افغانستان اوس تر بل هر وخت خپلو داخلي روزونکو ته ډېر ضرورت لري. په اوسني وضعیت کې چې بهرني روزونکي افغانستان ته د تګ لپاره زړه نه ښه کوي، ولایتونو ته سفرونه نشي کولای او یوازې د لوبو په مهال خپلې دندې ته راځي او ټول لوبغاړي ورسهر په روانه انګلیسي خبرې نشي کولای، افغانستان مجبور دی بل بدیل ولټوي. بدیل یې د داخلي روزونکي ګمارل دي.
افغانستان د روزنې په برخه کې هم د کرکټ ځینې ښه استعدادونه لري،‌ خو هغوی د یوېشتمې پېړۍ د کرکټ ‌په معیارونو ځانونه برابر او سمبال کړي.
دلته یوه کوچنۍ اوضمني مسئله هم یادوم؛ د افغانستان د کرکټ د لومړۍ ورځې راهېسې د پخوانیو/اوسنیو لوبغاړو او بورډ د کارکوونکو ترمنځ ځینې نزاکتونه او که ووایم منفي رقابتونه شته او کله د یوې ډلې ملګري په ادارې کې حاکم شي او کله د بلې ډلې. په داسې یو حالت کې بي باوري حاکمه وي او د ظرفیت ارتقا ته ډېر پام نه کېږي او انرژي تر ډېره په همدغو تا ویلو او ما ویلو کې مصرفیږي. ښه به دا وي، چې دا مسائیل یوې خوا ته کېښودل شي او د افغانستان د کرکټ د ودې او پرمختګ لپاره ټول لاس په کار شي. افغانستان د نورو برخو په څېر په کرکټ کې هم تر بل هر وخت اوس خپلو داخلي ظرفیتونو ته ډېر ضرورت لري. باید بي باوري ختمه کړل شي او د کرکټ د تقویت لپاره کار وشي.
چې څراغ په کور کې وي، د نورو د شمعې رڼا ته د کیناستو ضرورت نشته. دلته د نورو هېوادونو د ټېټې کچې روزونکي راغلل، کار یې وکړ او ځان ته یې د پرمختګ نورې دروازې خلاص کړې، ولاړل او موږ یې په تش میدان کې یوازې پرېښودو.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Visits: 3111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.