ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ads

امین ستانکزی

د افغانستان کنګل شوې شتمني کوم ډول شتمني ده؟

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره هم مهاله د امریکا له لوري د بندیزونو لړۍ پيل شوه چې لومړی اقدام یې د افغانستان مرکزي بانک پشتیبانه شتمني چې شاوخوا نهه نیم میلیارده ډالره کېږي هم کنګل کړه. په دې پسې په سمدستي ډول د پیسو نړیوال صندوق (IMF) هم د اګسټ د میاشتې په (18) مه نېټه اعلان وکړ چې دا سازمان به د نړيوالې ټولنې نظر او تګلارې ته ګوري چې څنګه له افغانستان سره تعامل کوي؟ تر هغې چې د دوی څرګنده پالیسي وړاندې کېږي افغانستان به د پیسو نړیوال صندوق ته د هر ډول مرستو او شتمنۍ ته لاسرسی ونه لري، دا علان وروسته له هغې وشو چې امریکایي سناتورانو په یوه لیک کې له امریکایي ادارو غوښتي وه چې د طالبانو په راتګ سره د دوی لاسرسی مالي سرچینو ته محدود یا هم ختم کړي چې په ځواب کې یې امریکا د افغانستان د نهه نیم میلیارده ډالرو شتمني کنګل کېدو خبر ورکړ. د یادونې وړ ده چې د کرونا او په نړۍ کې له اقتصادي بحران سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د (370) میلیونه ډالرو مرسته چې د یاد صندوق له لوري اعلان شوې وه، هم وځنډېده.

دا نهه نیم میلیارده ډالر د افغانستان ملکیت دی چې افغانستان د خپلې کرنسۍ د ملاتړ لپاره په نړیوالو بانکونو کې ایښي دي، څو د افغانۍ ارزښت پرې وساتل شي. همدارنګه له افغانستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو، په ځانګړي ډول په وارداتو کې هم ترې استفاده کېږي.

امریکا ویلي دي چې دغه زېرمه شوو ذخیرو ته به د طالبانو لاسرسی امکان ونه لري همدارنګه یې افغانستان ته د نغدو روپیو په لیږد هم بندیز لګولی دی. (Musumeci, 2021) )

افغانستان او نورو هیوادونو زېرمو کې د بهرنیو اسعارو او سرو زرو درلودل شامل دي. دا د مرکزي بانک او د هیواد خزانې زیرمې دي، نه د خصوصي سکتور.

پېژندنه :

افغانستان او د نورو هېوادونو زېرمه شوو ذخیرو کې بهرني اسعار، سره زر، با اعتباره لیکونه او سوداګریز چیکونه شامل دي چې دا زېرمه شوې شتمني د مرکزي بانک او د ټول هېواد شتمني ده نه خصوصي او شخصي سرمایه یعنې په دې توګه دا دولتونو او مرکزي بانک د خپلې کرنسۍ د ثبات لپاره ساتلې سرمایه ده.

هېوادونه هغه وخت بهرني اسعار لاس ته راوړي چې صادرات وکړي او په مقابل کې یې بهرنۍ کرنسي یا هم د نړۍ د ډېر اعتبار لرونکي کرنسي (ډالر، یورو، پونډ) باندې بدلوي او زېرمه کوي یې چې ډېر کله دا زیرمې په سرو زرو هم بدلوي او په مرکزي بانک کې یې ساتي.

ټولې زېرمه شوې روپۍ، سره زر، با اعتباره بانکي چیکونه، Special Drawing Right  او نور سوداګریز توکي د یوه هېواد ریزرف سرمایه ده چې د خپلې کرنسۍ او مالي اموراتو لپاره ترې استفاده کوي، د سرو زرو د قیمت ټاکنه د مالي کال په اخیر یعنې د ډسمبر په ۳۱مه نېټه باندې په لندن کې ترسره کېږي چې د امریکایي ډالرو له مخې ورته حساب کېږي.  (Valev, 2019)

د نړۍ پر مالي، اقتصادي، سوداګریز او بانکي سیستم باندې د امریکا اغېز واضح دی چې د سیاسي معاملو له مخې دا غیر سیاسي برخه هم زیانمنېږي، نو دا اقتصادي فکټورونه هم د امریکا د ستراتیژيکو موخو له مخې کار کوي او د هغوی تګلاره تعقیبوي.

د افغانستان د زېرمه شوې شتمنۍ مخینه

د نړیوال بانک د رسمي ارقامو له مخې، د افغانستان لومړنۍ زېرمه شوې شتمني 1960 څخه پیل شوې چې په لومړي سر کې (50,690,800) امریکایي ډالرو څخه پیل شوې چې له 1972 کال وروسته دې زېرمه شوې شتمني صعودي حالت غوره کړ؛ ان تر 1979 کال پورې تر نهه سوه میليونه ډالرو پورې ورسېده چې له دې وروسته یې بیا نزولي حالت غوره کړ تر دې چې په 1991 کال کې (576) میلیونه ډالرو ته راښکته شو. لاندې به له 2020-1960 پورې کلونو د زېرمه شوو شتمنۍ ارقام په امریکایي ډالرو ولولئ:

1960 (50,690,800 )

1965 (45,434,560 )

1970) 49,788,930 )

1975) 217,260,903 )

1980 (940,035,968 )

1985) 610,761,731 )

1990 (637,925,667 )

1991 (576,118,920 )

2008 (3,042) میلیارده ډالر

2010 (5,162) میلیارده ډالر

2015 (6,977) میلیارده ډالر

2017 (8,097) میلیارده ډالر

2019 (8,498) میلیارده ډالر

2020 (9,694) میلیارده ډالر (Bank, Total reserves (includes gold, current US$) – Afghanistan, 2020)

د پورتنیو ارقامو په کتنه د افغانستان زېرمه شوې ذخایر قیمت له 2008 کال څخه وروسته په صعودي حالت کې قرار لري او ښه پرمختګ یې کړی دی خو له (2015) کال وروسته د زېرمه شوې شتمني کې بې ساری زیاتوالی ښیي چې سره له دې جنګي حالت وه، ورپسې د کرونا ناروغۍ اقتصادي بحران خو بیا هم زېرمه شوې شتمني تر نهه نیم میلیارده ډالرو ورسېده.

افغانستان د بهرنیو اسعارو زېرمو، سره زر او نورو سوداګریزو لیکونو له اړخه د 2019 کال د نړیوال بانک د یوه راپور له مخې، په 76یم ځای کې قرار لري چې چین په لومړي سر کې د (3222.89) میلیارد ډالرو په معادل د زېرمه شوو شتمنیو لرلو له امله لومړی او کینیا یې په وروستي جدول کې قرار لري. ( (Economy, 2019

د افغانستان کنګل شوې شتمني څه شی، چېرته او څومره ده؟

د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني د افغانستان بانک د یو رسمي خبر له مخې (5، 9) میلیارده ډالره ښیي چې د افغانۍ پشتیبانه یې ګڼلی شو، د دې شتمنۍ زیاته برخه د نیویارک د پانګو په فيدرالي بانک کې چې مرکز یې په امریکا کې دی، شتون لري. یو شمېر نوره یې د سویس په بانکونو کې هم شته.

خو د نړیوال بانک د رسمي ارقامو له مخې، د افغانستان بانک زېرمه شوې شتمني د 2020 میلادي کال تر پایه (9,694,989,38) امریکایي ډالره کېږي ((Bank, 2020

د افغانستان بانک مخکني ريیس اجمل احمدي په خپلې ټویټرپاڼه لیکلي چې له دې جملې د اووه میلیارده ډالرو په اندازه نغد ډالر، سره زر، با اعتباره چیکونه او نور سوداګریز لیکونه دي چې د امریکا په نیویارک ایالت کې له Federal Reserve Bank of New York)) سره او همدارنګه له نړیوالو مالي مؤسسو سره شتون لري، نور باقي په سویس بانک کې له (Bank for International Settlements سره دي.  (Standard, 2021)

د افغانستان بانک له کنګل شوو زېرمو څخه یې 7 ميليارده ډالر د امريکا فدرالي بانک کې دي چې له دې جملي څخه یې ۱،۳ ميليارده ډالر د بل او بانډ په بڼه دي، ۴،۲ میلیارده ډالر د نړیوال بانک له  Reserve Advisory and Management Partnership (RAMP) دي، ۲،۱ ميليارد ډالر په ارزښت سره زر دي او درې سوه میلیون امریکایي ډالر نغدي پیسي دي. د دې ترڅنګ ۳،۱ میلیارد ډالر په نړیوالو حسابونو کې شتون لري او 7 سوه میلیون ډالر د سويزرلینډ په بانک (Bank for International Settlements ) کې ذخيره شوي. ( (Putz, 2021

د دې ریزرف شوو زېرمو د کنګل کېدو زیانونه

د امریکا له لوري د زېرمه شوې شتمنۍ کنګل کول په لویه کې د افغانستان پر اقتصادي حالت باندې ژور اغېز پرېباسي، په سیاسي چاپېریال کې د حکومتولۍ اغېز زیانمنولی شي او د نړیوالو له نظره یو بد تصویر له ځان سره لري. مخکې مو هم وویل چې له دې ذخیره شوې شتمنۍ په وارداتو کې هم کار اخیستل کېږي، نو د وارداتو برخه مو سخته زیانمنېدلی شي؛ لکه موږ چې اوس ګورو د افغانستان ډېر تکیه پر بهرنیو توکو باندې ده؛ یعنې واردات یې زیات دي، نو دا برخه اوس دومره زیانمنه شوې چې د توکو بیې په بې ساري ډول پورته شوې او د بشري ناورین د راتلو ستر خطر متوجه دی.

هېوادونه په دې وخت کې مجبور دي چې په زېرمه شوې شتمنۍ کې کموالی راولي چې موږ دې حالت ته د تادیاتو په بیلانس کې کسر ((Balance of Payment Deficit وایو، دلته هېوادونه د بهرنیو زېرمه شوو اسعارو له لارې بیلانس متوازن ساتي چې د تادیاتو بیلانس کسر له همدې زېرمه شوو شتمنیو څخه تمویلېږي.

البته یو موضوع شته چې د امریکا له لوري په افغانستان باندې اقتصادي بندیزونه نه دي لګیدلي، بلکې یوازې زېرمه شوې شتمني یې ورته کنګل کړې چې د دوی په وینا د طالبانو لاسرسی ورته ونه شي، څو د دوی له لوري د ژمنه شویو مواردو په اړه لیدونکي اقدامات نه وي ترسره شوي.

بل ستر زیان یې دا دی چې د افغانستان مرکزي بانک د افغانۍ ارزښت د ثبات ساتلو په موخه په اوونۍ کې درې ځلې بازار ته ډالر د خرڅلاو لپاره وړاندې کول؛ یعنې د افغانستان په بازار کې د ډالرو تقاضا زیاتوالي پر اساس دا کار کېده؛ ځکه چې افغانستان په زیاته پیمانه راکړه ورکړه په ډالرو باندې کوي او موږ پوهېږو چې افغانستان واردات زیات دي، نو مجبوراً له ډالري معاملو څخه کار اخیستل کېده، نو په دې توګه اوس چې د مرکزي بانک لپاره ډالر په لاس کې نشته، نو په ډېره پیمانه د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه ډالر بازار ته د خرڅلاو لپاره نه شي وړاندې کولی او په دې سره د افغانۍ ارزښت اهسته اهسته را ښکته کېږي چې موږ د دې اوس شاهدان یو.

د نرخونو ثبات د افغانستان بانک لپاره یو مهم هدف دی او کله چې بازار ته د ډالرو عرضه کول کم شي، نو نرخونه خپله پورته ځي او د نرخونو پورته تلل زموږ د ګړنګ پر غاړه ولاړ حالت نور هم وخیم کولی شي.

بله برخه په دې ذخیره شوې شتمنۍ کې د سوداګریزو بانکونو شتمنۍ هم شاملې دي، همدارنګه د ځینو سوداګرو ډېره کمه سرمایه هم په کې شته چې دوی هم له دې څخه استفاده نه شي کولی او بانکونه به د پیسو له کمښت سره مخ شي؛ ځکه اوس وخت کې خلک بې کاره دي او همدارنګه په هېواد کې د مطمین ثبات نه شتون له امله خلک خپلې پیسې له بانکونو وباسي چې په دې سره به بانکونه هم دېوالي شي او دا به د افغانستان د بانکوالۍ په نظام کې د ناورین رامنځته کېدو سبب وګرځي.

د کنګل کېدو ګټې

ځینې اقتصادي کارپوهان پر دې اند دي چې که چېرط دغه شتمني ازاده شي، نو موجوده نظام به یې د یوه منظم میکانیزم نه شتون له امله ضایع کړي، نو بهتره دا ده چې په نړیوالو مالي مؤسساتو کې خوندي پرته وي.

څارونکي یوه بله اندېښنه هم لري، دوی وایي چې د پاکستان له لوري په نړیواله کچه په بار بار د یادې کنګل شوې شتمنۍ د خلاصولو غوښتنې د دې لپاره دي چې پاکستان له افغانستان سره په اوس وخت کې د نورو هېوادونو په پرتله زیاته سوداګري لري چې په دې سره به خپل بازار ته د افغانستان له لارې ډالر ترلاسه کړي او د خپلې کرنسۍ لپاره به ډالر په لاس کې ولري، څو یې ارزښت ثابت پاتې شي. ((Jawad, 2021

د پاکستان بله دلچسپي سیاسي ده چې غواړي نړیوال د طالبانو حکومت پر رسمیت وپېژني، نو که یې شتمني کنګل وي، نړیوالې راکړې ورکړې ورسره ترسره نه شي او له نړیوالو سره ترسره شوې ژمنې ترسره نه کړي، نو ممکنه نه ده چې په رسمیت دې وپېژندل شي.

پاکستان په ملګرو ملتونو کې هم پر امریکا باندې غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې خلاصه شي او له دغه هېواد سره دې بشري مرستې ترسره شي. ( (TRTWORLD, 2021

دلته یې د کنګل کېدو یوه ګټه دا ده چې څو منظم مالي سیستم نه وي جوړ شوی، د دې شتمنۍ د ضایع کېدو وېره شته او امکان لري چې طالبان یې د خپل نظام ملاتړ لپاره په عادي او انکشافي بودجه کې ترې استفاده وکړي چې په دې صورت کې به بدې پایلې ولري او د افغانۍ ارزښت ته به سخته صدمه ورسېږي، نو د دې برخې غوښتونکي وایي چې څو منظم میکانیزم نه وي جوړ شوی، امارت پر رسمیت نه وي پېژندل شوی او ادارې پر پښو نه وي ودرېدلې، نو دا کنګل شتمني دې کنګل پاتې شي.

اندېښنه دا ده چې هسې نه د دې پیسو حیف او ميل ته لاره خلاصه شي چې ورسره به له زېرمه شوو شتمنیو څخه خلاص شوي یو او هم به مو د کرنسۍ ارزښت له لاسه ورکړی وي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم غوښتنه وکړه چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې خوشې شي، څو په افغانستان کې بشري ناورین رامنځته نه شي، خو نوموړي د دې پیسو د حیف او میل کېدو او په بې نظمه ډول د لګښتونو له امله هم اندېښنه وښوده. ( (VAKIL, 2021

پایله :

دا کنګل شوې شتمني د افغانستان بانک سرمایه ده چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په خاطر نړیوالو بانکونو او مالي موسساتو کې ایښودل شوې، له دې سرمایې په هیڅ صورت کې د عادي او انکشافي بودجې لپاره استفاده نه شي کېدای، تر هغه چې د خپلې کرنسۍ د ارزښت د له منځه تلو خطر پر ځان باندې قبول نه شي، دلته یو ناسم پوهاوی دا شته چې خلک فکر کوي چې له دې زېرمه شوې شتمنۍ به د کارمندانو معاشات او یا هم پروژې اجرا کړل شي، خو داسې نه ده، بلکې دا د افغانستان د مرکزي بانک سرمایه ده چې د افغانۍ د ارزښت ساتلو په موخه زېرمه شوې ده، د دې ریزرف له لارې مرکزي بانک خپل پولي سیاست کنټرولوي او نه پرېږدي چې افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکړي. البته د ځينو سوداګریزو بانکونو سهم هم په کې شته خو دا ټول د افغانستان د مرکزي بانک له ادرسه ایښودل شوې ده.

اقتصادي بندیزونه د هیچا په ګټه نه دي، تر دې چې دا خپله نړیوالې ټولنې ته هم یو سرخوږی دی چې په افغانستان کې د بشري ناورین له راتلو سره به دوی هم خوندې پاتې نه شي.

د بندیزونو د لرې کېدو په صورت کې هم باید له دې زېرمه شوې شتمنۍ استفاده ونه شي؛ ځکه د همدې زیزرف شوې شتمنۍ موجودیت دی چې د افغانۍ (پولي واحد) قیمت یې لوړ او برقرار ساتلی که چېرته له دې سرمایې استفاده کېږي، نو په دې معنا چې د افغانۍ ارزښت به نور هم ښکته ځي او د توکو بیې به نورې هم لوړېږي، د حکومت مشرتابه ته په کار دي چې د دولتي بودجې لپاره له نورو سرچینو کار واخلي او د عادي او انکشافي بودجې لپاره د نړيوالو مرستې را جلب یا هم په کور دننه د بودجې د تمویل لپاره سرچینې پیدا او کار وکړي.

پایله دا ده چې دا کنګل شوې شتمني په هیڅ صورت د افغانستان د بودجې برخه نه ده او نه هم باید په ملي بودجه کې د مصرف په نیت ورته وکتل شي، دا زېرمه شوې شتمني ده او باید همداسې زېرمه وساتل شي.

دا هم په ګټه نه ده چې د افغانستان شتمني دې کنګل پاتې شي، د دې لپاره باید یو منظم میکانیزم جوړ شي؛ طالبان باید د نړیوالو د مرستو را جلبولو لپاره په پراخه توګه لابي وکړي، د سترو پروژو د تطبیق لپاره زمینه برابره کړي او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې افغانانو ته د کار زمینه برابره کړي او له نړیوالو سره د کړو ژمنو له مخې خپل حکومت پر رسمیت پرې ومني.

References

Bank, T. W. (2020). data.worldbank.org. Retrieved from https://data.worldbank.org/indicator/FI.RES.TOTL.CD…

Bank, T. W. (2020). data.worldbank.org/indicator. Retrieved from https://data.worldbank.org/indicator/FI.RES.TOTL.CD…

Economy, T. G. (2019). Retrieved from theglobaleconomy.com: https://www.theglobaleconomy.com/rankings/reserves/

Jawad, M. ( 2021, September 25). www.voadeewanews.com. Retrieved from https://www.voadeewanews.com/a/6245477.html

Musumeci, N. (2021, Aug 25). businessinsider. Retrieved from https://www.businessinsider.com/federal-reserve-bank-of…

Putz, C. (2021, August 26). THE DIPLOMAT. Retrieved from https://thediplomat.com/: https://thediplomat.com/…/taliban-takeover-world-bank…/

Standard, B. (2021, August 19). Business Standard. Retrieved from https://www.business-standard.com/…/us-freezes-nearly-9…

TRTWORLD. (2021, SEP 3). www.trtworld.com. Retrieved from https://www.trtworld.com/…/pakistan-us-freezing-of…

VAKIL, C. (2021, September 9). thehill.com. Retrieved from https://thehill.com/…/571608-un-urges-release-of…

Valev, N. (2019). https://www.theglobaleconomy.com/Afghanistan/reserves/. (N. Valev, Editor) Retrieved from TheGlobalEconomy.com: https://www.theglobaleconomy.com/Afghanistan/reserves/

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Hits: 63

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.