ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د وسپنې پټلۍ پر مختګونه ، شته ننګونې او د راتلوونکي لپاره پلانونه
د افغانستان د وسپنې پټلۍ پر مختګونه ، شته ننګونې او د راتلوونکي لپاره پلانونه

لیکنه:  میرویس میرزکوال

په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ زیربینا، پروژو او د ادارې په تړاو اړين ټکي او په دې اړه جدي توصيې،

لکه څرنګه چې ټولو هېوادوالو ته غوره معلومه ده افغانستان په وچه کې پروت هېواد دی، وروستۍ څېړنې په ګوته کوي چې په اسیا کې هغه هېوادونه چې په وچه کې پراته دي تر ټولو غوره، مصؤن او ارزانه ترانسپورټ د ریل ګاډي ترانسپورټ دی او همدا راز د چټکې سوداګرۍ د ودې لپاره کولای شو د ریل پټلۍ له لارې د سیمې او نړۍ ګڼو سوادګریزو مارکېټونو سره ونښلو او پرته د وسپنې پټلۍ له لارې موږ نه شو کولای د سيمه ییزاتصال ترعنوان لاندې د سيمې او نړۍ له سترو اقتصادي او سوداګریزو بازارنو سره وصل شو، نو همدې اصل ته په کتو په تېرو شلو کلونو کې افغانستان کې د نورو سکتورونو د پرمختګ تر څنګ او په ځانګړي ډول په تېرو اووه کلونو کې د ریل پټلۍ زیربینا د لاسته راوړنو په برخه کې یو لوی تحول راغلی. د افغانستان اسلامی جمهوریت مخکني ولسمشر محمداشرف غني د ځانګړي لیدلوري او زښتې ډېرې پاملرنې له امله تر ډېره بریده یادې برنامې/ پروژې تطبیق او ځينې يې د تطبیق په حال کې وې. غواړم د دې سکتور تېرو کلونو مهمې لاسته راړونې په مختصره توګه وړاندې کړم .

لومړۍ: د لومړي ځل لپاره افغانستان د ۲۳۳ کیلومتره فعال ریل پټلۍ/خط خاوند شو او د دې لیکې له لارې افغانستان د مرکزي اسیا ازبکستان، ( حیرتان-مزارشریف ) ترکمنستان( اقینه – اندخوی او تورغنډۍ-هرات) او همدارنګه له ایران هېواد سره د (خواف-هرات) له لارې په مستقیم ډول وصل شو او په غیر مستقیم ډول افغانستان په لومړي ځل د ایران له لارې د ترکیې هېواد شبکې او اروپا لیکې سره وصل شو او همدارنګه د ترکمنستان او مرکزي اسیا له لارې افغانستان له اذاربایجان او مرکزي اروپا سره وصل شوی و، دا په داسې حال کې ده چې ګڼ شمېر عناصرو په تېرو لسیزو او کلونو کې دغه لاسته راوړنې خیال او خوب بللو خو له نېکه مرغه په تېرو اووه کلونو کې یاد خوب او خیال په عملي توګه تطبیق او یا هم د تطبیق په حال کې و..

د یادونې ده چې په هر یو کیلومتر ریل پټلۍ باندې کابو له دوه تر څلورو میلیونو امریکایي ډالرو پورې لګښت راځي.

دویم: د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د وسپنې پټلۍ له لارې د وصل (ترمز- مزارشریف – کابل – جلال اباد – پېښور) پروژه:  دغه ستره سیمه ییزه پروژه چې د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د وصل په نوم یاديږي ډېره مهمه او ستره پروژه ده دا پروژه نه یوازې اقتصادي ارزښت لري، بلکې افغانستان ته په سیمه کې د اسيا د څلور لارې حيثیت وربښي او افغانستان د مرکزي اسیا او سوېلي اسیا د وصل/ نښتلون بستر ګرځوي، نو د اقتصادي ارزښت تر څنګ خورا زیات سیاسي ارزښت لري او په سيمه کې د ثبات لامل ګرځېدای شي. د دغې پروژې په بشپړه عملي کېدو سره به یوازې د افغانستان په خاروه کې کابو ۶۰۰ کیلومتره ریل پټلۍ جوړیږي چې شاوخوا تر اووه میلیاردو امریکايي ډالرو به لګښت پرې راځي، د دغې سترې ليکې له وصل کېدو سره د کابو ۲۲ میلیاردو امریکایي ډالرو په کال کې د تجارت پوټینشل موجود ده چې له مرکزي او سوېلي اسیا سره به ترسره کيږي او د دې تر څنګ په زرګونو کسانو ته کاري فرصتونه ایجادیږي.

له نېکه مرغه تېر کال د فبرورۍ په میاشت کې د دغې سترې پروژې لومړني ګامونه موږ ډېر په  کامیابۍ سره واخیستل په تاشکند کې د درېیو هېوادونو مشرانو ( ازبکستان، افغانستان، پاکستان)  تر منځ د یادې پروژې د مسير ټاکلو سند لاسلیک شو.په یاد مجلس کې د تخنیکي موضوعاتو له اړخه د افغانستان استازیتوب مسوولیت زما په غاړه و د بودجې او ډونر په پیدا کولو او همدارنګه د تخنيکي څېړنو او ارزونې په هکله مو له نړیوال بانک او یو شمېر نورو سترو نړیوالو بانکونو سره خورا ګټورې لاسته راړونې لرلې او په دې لړ کې مو د همکارانو په مرسته لومړني ګامونه ډېر په کامیابۍ سره اخیستي وو، طمع وه چې د روان ۲۰۲۱ میلادي کال اګست میاشت کې د ازبکستان او پاکستان هېوادونو تخنیکي ټيمونه افغانستان ته راشي تر څو د دغې سترې پروژې مسیر د افغانستان په ساحه کې له نږدې و ارزول شي.

دا چې پاکستان او ازبکستان ولې ډېره لېوالیتا لرله غواړم په لاندې توګه لنډه اشاره وکړم.

په پاکستان کې په لسګونه زره فابریکې صنعتي فعالې دي چې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي د بېلګې په ډول په پاکستان کې د سمنټو چراټ فابریکه ده، دا فابریکه شاوخوا لس زره کارکوونکي لري، چراټ فابریکه له تېرو څو کلونو راهيسې خپل خام مواد زغال سنګ له سوېلي افریقا، ګاز او نور مواد له ناجیریا او عربي هېوادونو څخه په څو چنده قیمته بيه اخلي، نو له همدې امله  یاده او ورته نورې فابریکې له سقوط او ورشکست سره مخامخ شوې دي او له بل پلوه ازبکستان هر کال په زرګونو ټنه پنبه تولیدوي، خو د رخت فابریکې نه لري ترڅو خپله پنبه په مصرف ورسوي دوی غواړي د افغانستان له لارې پاکستان، بنګلادیش، هند یعنی د جنوبي اسیا سوداګریز مارکېټ ته لاره پیدا کړي، تر څو خپل توکي هلته و پلوري او په بدل کې رخت یا تکه او ورته نور توکي په ښه او ارزانه توګه خپل هېواد ته را وارد کړي. نو موږ افغانانو ته هم پکار ده چې د خپل هېواد هغه مهم جغرافیوي موقعیت ته په کتو خورا ګټه پورته کړو او په کار ده چې له ازبکستان او پاکستان سره د یادې سترې پروژې بحث بېرته پیل او عملي ګام واخلو.

درېیم: افغانستان په لومړي ځل د ريل پټلۍ په برخه کې  سيمه ییزو او نړیوالو کنوانسينونو فعال غړيتوب واخیسته لکه د (   OSJD,    OTIF , UIC , UIC RAM

او د دې سازمانونو په مرسته موږ د سيمې او نړۍ له سترو سوداګریزو مرکزونو سره وصل کیدای شو.

څلورم: د وسپنې پټلۍ ادارې تېر کال یعنی په ۱۳۹۹ ه،ج کې کابو درې نیم تر څلور میلیاردو افغانۍ پورې عواید تر لاسه کړل او د ماليې وزارت له لارې مو ملي بودجې ته وسپارل، د افغانستان عایداتي ادارو په جدول کې د وسپنۍ پټلۍ اداره څلورمه اداره وه چې ډېر عواید يې ملي بودجې ته سپارلي وو.

پينځم: د ريل پټلۍ په برخه کې د مسلکي کسانو روزنه او د کادرونو وړاندې کول: په لومړي ځل د کابل د پول تخنیک انجنيرۍ پوهنتون کې د وسپنې پټلۍ پوهنځی تاسیس شو او هر کال يې ۴۸ کسان د لیسانس په کچه د ریل پټلۍ په برخه کې فارغین لرل چې يو شمېر يې له همدې جملې  د ازبکستان هېواد ته د ماسټرۍ/لوړو زده کړو لپاره لیږل او اکثریت مو د ادارې په مرکزي او ولایتي برخو کې په کار ګومارل تر څو عملي کار زده کړي. د یادونې ده چې د وسپنې پټلۍ د تخنیکی زده کړو انسټيټيوټ جوړونې لومړني ګامونه اخیستل شوي وو په پام کې و چې په نړیوال سټنډرډ د تخنیکی زده کړو یو مجهز انسټیټيوټ ولرو.

که چېرې د ریل پټلۍ د زېربينا/ پروژو په اقتصادي اهمیت سوداګریز تحلیلونو په هکله بحث ته ادامه ورکړم شايد وخت مو ډېر ونیسم خو ژمنه مې دا ده چې په راتلوونکې لیکنو کې به د همدې سکټور اقتصادي/ سوداګریز اهمیت شته پوټنشل او ظرفیت په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړم، خواوس غواړم مستقیم ځینو مهمو تؤصیو او اړينو موضوعاتو ته اشاره وکړم.

۱: د افغانستان په تاريخ کې دا لومړی ځل دی چې د ريل سکټور په برخه کې خورا زیات کار شوی، نو لطفآ دغې ادارې ته د سیاسي برداشت له عینکو نه، د مسلکي- عایداتي ادارې په توګه له تخنیکي عينکو کار واخلئ. په دې برخه کې په لسګونو تکړه روزل شوي ځوان کادرونو لرو له بده مرغه هغوی ټول اوس په وېره کې دي کابو څلور میاشتې کیږي چې برخلیک يې نه دی معلوم  او نه یې خپلې تنخواوې اخیستې، نو په دې برخه کې لازمه ده چې په اداره کې مسلکي کسانو د کار د تداوم ډاډ ورکړل شي او معاشونه ورته اجرا شي.

۲: د ريل پټلۍ ادارې انکشافي پلان عملی کول: د مرکزي اسیا له لارې افغانستان د اروپا هېوادونو او همدارنګه د ایران له لارې موږ د مرکزي اروپا د ريل پټلۍ شبکې سره وصل یو، دغه پرمختګ ډېرو هغه کړیو او په ځانګړې توګه زموږ ګاونډي  پاکستان ته د زغملو نه وه، ځکه چې موږ د دوی د تېرو څو لسیزو له احتیاجه د وتلو په حال کې وو او له دوی سره د سوداګریزې پر راکړې ورکړې یې خورا مستقیم تاثیرات لرل، نو که د افغانستان د ریل سکټور په برخه کې د پاکستان هېواد فرمایشات ومنل شي موږ به هيڅکله له دې تاریخي فرصت او سترو اقتصادي پروژو ګټه پورته نه کړو. غوره دا ده چې د ریل پټلۍ په برخه کې چې کوم انکشافي پلان جوړ شوی په هغه مسير لا تګ وشي. دغه پلان کې د هر کیلومتر خط جوړولو لپاره اقتصادي- تجارتي او تخنیکي ارزونه او وړاندوینه شوې دي، موږ تر ۲۰۳۰ کال پورې پرمختيايي پلان لرو چې دا زموږ د همدې سکټور نه یوازې د ودې، بلکې د درست اقتصادي سکټور د پرمختګ باعث ګرځېدای شي.

۳: د ريل پټلۍ د خطوطو او یا لیکو حفظ او مراقبت: موږ په ټول هېواد کې ۲۳۳ کیلومتره فعاله لیکه یا خط لرو چې باید ترې ګټه اخيستنه وشي او د دې خطونو حفظ او مراقبت باید له نړیوال معیار سره سم په دوامداره توګه ترسره شي، ولې له بده مرغه له تېرو څلورو میاشتو راهيسې چې هېواد کې د طالبانو اداره حاکمه شوې یوازې د حیرتان- مزارشریف لیکه چې کله ناکله د ازبکستان هېواد ریل ګاډي پرې راځي هغه هم لومړۍ سکشن پورې هغوی یوازې د دې ۷۵ کیلومتره خط حفظ او مراقبت کوي او پاتې نور خطونه او لیکې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. نه ترې ګټه پورته کیږي او نه يې هم له تخنیکي اړخه ساتنه کیږي. که چيرې په دې تړاو نوره بېغوري وشي خط په تدریجي ډول له تخنیکي اړخه خرابیږي او د له منځه تللو امکان يې متاسفانه ډیږیږي، نو پکار ده چې له ایران او ترکمنستان هېوادونو سره  دوه اړخیزه قراردادنونه ژر تر ژره لاسلیک شي. د یادونې وړ یې بولم چې له نېکه مرغه د یادو قراردادنو اسناد  پخوا د افغانستان ملي ګټې په پام کې نیولو سره موږ چمتو او نهايي کړي وو یوازې لاسلیک يې پاتې وو.

۴: د طالبانو د تحریک له راتګ سره په هرات ولایت کې د خواف-هرات ليکې پورې اړوند تخنیکي برخو ته خورا زیات ضرر رسېدلی، د یو شمېر نامعلومو کسانو له خوا تخنیکي ماډرن وسایل او برقي اسباب غلا شوي او له منځه وړل شوي دي په دې برخه کې مسوول کسان باید د دغې سترې پروژې ساتنه وکړي تر څو بیا و نه لوټل شي.

۵: له ازبکستان هېواد سره د حیرتان- مزارشریف د حفظ مراقبت او عملیاتي قرارداد.

د افغانستان او ازبکستان هېوادونو تر منځ په ۲۰۱۲ کال کې د پخواني ولسمشر کرزي په وخت کې د حیرتان- مزارشریف د ۷۵ کیلومتره خط د حفظ مراقبت اوعملیاتي قرارداد د افغانستان او  ازبکستاني ریلي شرکت چې سوګاندیانا ټرانس نومېده تر منځ لاسلیک شوی و. د دې قرارداد لومړنی قیمت ۳۷ میلیونه امریکایي ډالر و چې وروسته د څو کلونو یاد لګښت ۱۸ ميلیونو ډالرو ته را ښکته شو افغانستان به هر کال یاد ازبکستاني شرکت ته د کال ۱۸ میلیونه ډالر  د دې لپاره ورکول چې د ۷۵ کیلومتره خط ساتنه مراقبت او عملیات وکړي. له بده مرغه د دې قرارداد لګښت خورا زیات و او په دې هکله مخکني ولسمشر غني هم په کراتو هدایات ورکړل چې تر څو افغانستان خپله دا وړتیا پیدا کړي تر څو دا پروسه افغاني شي چې په دې برخه کې له نېکه مرغه موږ وتوانېدو ټول هغه غیرریلي اسباب او اجناس واخلو چې د دې مسوولیت په اخیستو کې يې ګټه کوله.  یوازې د ریل ګاډي د اخیستو چاره پاتې وه په دې برخه کې د سيمې هېوادونو(قزاقستان – روسیه- اوکراین)  سره مو بحث دوام درلود او په پام کې وو چې موږ اورګادي واخلو که چېرې افغانستان یاد مسووليت په خپله غاړه واخلي او دا پروسه د افغاني ظرفیت په ایجادولو سره مخ ته یوسي هر کال به یوازې له  ۳ څخه تر ۵ میلیونه ډالره لګښت ولري او پاتې دیارلس میلیونه ډالر به هر کال د دولت ملي بودجې ته سپما راځي او د دې تر څنګ به سلګونو مسلکي او غیر مسلکي کسانو ته د کار زمینه په دوامداره توګه پیدا شي، نو پکار ده چې په دې برخه کې اړین ګامونه واخیستل شي مسلکي کادرونه نور هم و روزل شي تر څو یاد مسوولیت په ښه توګه په لاس کې واخلي.

۶: د ریل پټلۍ په خطونو کې د اورګاډي د تخليې او بارګیرۍ مسوولیت: د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د قانون په اساس په افغانستان کې چې هر ځای مستقیم او یا فرعي خطونه دي ټول د وسپنې پټلۍ ادارې پورې اړوند دي او د همدې قانون په اساس د اورګاډو تخلیه او بارګیري هم د یادې ادارې مسوولیت دی، البته اداره کولای شي خصوصي سکټور ته یاد قرارداد ورکړي د قانون په پام کې نيولو سره خو له بده مرغه په تېرو دوه لسیزو کې د حیرتان- مزاشریف او تورغونډۍ – هرات د تخیلې او بارګیرۍ مسوولیت د سټراس په نوم یو روسي شرکت په غاړه درلوده او یاد شرکت په شمال کې د یو شمېر جهادي مشرانو او زورواکو له خوا یې ملاتړ کېده په لسګونه میلیونه ډالر عواید يې لرل، خو دوی له بده مرغه یاد عواید مرکزي حکومت ته نه ښکاره کول،  مخکني ولسمشر غني د دي شرکت جواز لغو کړ او د وخت رئیس یې ممنوع الخروج اعلان او څارنوالۍ ته ور و پېژانده، خو په شمال کې د ځینو زورواکو او د روسې هیواد مستقیم ملاتړ لرلو سره دوی کار ته ادامه ورکړه. نو اوس لازمه ده چې په دې برخه کې یوه جامعه طرحه له خصوصي سکټور سره په همغږۍ جوړه او یاد مسوولیت د افغانستان ملي ګټو په پام کې نيولو سره ترسره شي.

په پای کې غواړم د وسپنې پټلۍ ادارې د پخوانۍ مشرتابه رهبرۍ تر څنګ د خپلو خواریکښو او مسلکي همکارانو زښته ډېره مننه وکړم چې په تېرو اووه کلونو کې یې د دې زيربینا د ودې په برخه کې تاریخي ګامونه واخيستل او درنو همکارانو شپه او ورځ زحمت و ایسته او له موږ سره یې د سترو پروژو په پلي کولو کې خواري وکړه.

د یادونې وړ یې بولم چې زه د یو افغان ځوان په توګه چمتو یم هر څوک چې د دې ادارې مسوولیت په غاړه اخلي پرته له کوم مادي امتیازه ورسره مرسته وکړم او هر ځای چې واوسم د دې زیربینا د ودې او هغه ارمانونه چې د سيمه ییز اتصال لپاره یې لرو د پلي کولو لپاره ورسره اوږه په اوږه  مرسته وکړم.

په خورا درناوې

د یو پر ځان بسيا، وصل او ودان افغانستان په هيله

++

میرویس میرزکوال د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی، تر ماسترۍ لوړې زده کړې لري او  د ریل پټلۍ ادارې مرستیال په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 1006

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.