ژبه

مراکش کې د یوې ودانۍ نړېدو پېښه کې نهه کسان مړه شوي

توسط احمد صهیب حسرت

مې 22, 2026 - 9:28 am

Views: 33

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د مراکش چارواکو ویلي چې د دغه هېواد په فاس ښار کې د یوې څلور پوړیزې ودانۍ نړېدو له امله لږ تر لږه نهه کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه ودانۍ د شپې مهال د ښار په یوه ګڼ‌مېشته سیمه کې نړېدلې ده.

د چارواکو په خبره، د ګاونډیو ودانیو اوسېدونکي هم د نورو ودانیو د احتمالي نړېدو د اندېښنې له امله ایستل شوي او د احتمالي ژوندي پاتې کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

سرچینې لیکلي چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۹ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

فاس ښار چې د مراکش له تر ټولو لرغونو ښارونو او د دغه هېواد درېیم ګڼ‌نفوسه ښار بلل کېږي، په وروستیو میاشتو کې د ورته پېښو شاهد پاتې شوی دی. د تېر کال په ډسمبر میاشت کې هم په دغه ښار کې دوه ودانۍ نړېدلې وې چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي وو.

د مراکش د استوګنې چارو وزیر عادیب بن ابراهیم تېر کال ویلي وو چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۳۸ زره او ۸۰۰ ودانۍ د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.