ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د کشالې ۷ ماده یيزه طرحه
د افغانستان د کشالې ۷ ماده یيزه طرحه

لیکنه: محمدحلیم فدایي

څه باندې یونیم کال او په مزارشریف او ننګرهار کې وروستي ځانمرګي بريدونه دا ښيي چې که طالبان بین الافغاني خبرو ته حاضر نه شي، د دې امکان شته چې دا ځل کورنۍ جګړه به د حنفي، سلفي، وهابي، تحریري، اصلاحي، اخواني، معتدل او سخت دريځو ملایانو او د دوی د سرسختو مقلیدینو ترمنځ وي.

د چین، روس، امريکې، شمالي کوریا جنجالونو ته مه خوشحاله کېږئ؛ هغوی رقیبان دي، اما یو د بل دښمنان نه دي، هغوی په خپل منځ کې د قدرت توازن لپاره پر یوه او بل د فشار کافي وسایل لري او بالاخره له یو او بل سره په خبره پوهېږي.

خبره ټوله شین کمربند «Green Belt» ته جوړه ده؛ یعنې افغانستان، ایران، پاکستان، سعودي، خليج او تر یوه بريده د منځنۍ اسیا هېوادونو ته.  دغه هېوادونه تل د نیابتي جګړو ملاتړي، یا عقبي سنګرونه او افغانستان یې تل ډګر او قرباني دی.

تر کومه چې په افغانستان پورې اړوندیږي، ټول سیاستوال، اوسني او پخواني چارواکي دې له تاریخه دا زده کړي چې موږ ټولو د زعامت له تشې، خپلمنځي اختلافونو،  پروژې او پرزې په توګه  له کارېدلو، د کفر او اسلام په نوم له جنګېدلو او خصوصاً د یو او بل نه منلو، د نفي سیاست تګلارې خپلولو، انحصار، استبداد، دیکتاتوري، بې عدالتي، ظلم، یو او بل نه زغملو او د مدرسې او مکتب، کلي او ښار له ټکره درس نه دی اخيستی او نه یې اخلو.

اوسنۍ ډله تر پخوانیو بدتر تېر اشتباهات تکراروي او نوې غلطۍ هم په ډېر وقاحت سره کوي، نو که غواړو چې هم خپلو کې او هم له نړۍ سره سوله کې ژوند وکړو؛ د جګړې هر ډول بهانې باید ختمې کړو. د دې لپاره لاندې مشخصه طرحه لرم:

مقدمه:

د حق الله او حق العباد مفهوم نور الله تعالی ته وسپارو او له سره هم سیاستوال او هم ملت مخې ته سپین کاغذ کېږدو او له دغه توافق وروسته چې چا حق العبد او حق الله تر پښو لاندې کاوه، ورسره قانوني چلند وشي. ټولې ډلې او افراد د سیاست اتکاء پر ولس کوي نه پر وسلې، له لرې او نږدې هېوادونو سره د متقابل احترام او متقابلو ګټو پر اساس مشترک سیاست ونيسو.  پر ارزښتونو یوځای کېدای شو، اما موضوعات مو وېشي، نو ترکیز مو باید پر دې وي چې په مشترکو ارزښتونو او ګټو راټول شو.  ټول لوري دې پر خپلو غلطیو د اعتراف ترڅنګ یو او بل ته عفوه وکړي. نه عفوه، نه واک او نه هم اپوزېسیون انحصار شي، بلکې ټول د ولس امانت وګڼل شي.  تعلیم، تحصیل، بیروکراسي غیرپارتېزاني، غیرحزبي، تخصصي او مسلکي شي.  کابینه ټوله سیاسي او چې کوم حزب حاکم وي، د هماغه حزب حق وي، ولو که د یوه قوم او یا یوه حزب کسان هم وي چې انتخابات وګټي نو اجازه ورکړای شي چې خپل حکومت وکړي او سیاسي قانونمند اپوزېسیون دې پرې نقد وکړي.

نو مشخص وړانديزونه لرم:

۱-  لومړی یو او بل ته فردي او عمومي عفوه وشي او د دې عفوې کلک نظارت یقیني شي.

۲- ټول لوري که ملامت ځان بولي او که سلامت، له ملته دې عفوه وغواړي او د ولس ارادې ته ځان تسلیم کړي.

۳-  قانون مو دې د تصمیم او مخالفت اساس وي؛ هر ډول مخالفت، سیاسي اختلاف او سیاسي واک له قانوني لارې لاسته راوړو او په هیڅ حالت کې زور او ټوپک ته لاس نه کړو، بلکې سیاسي او مدني تګلاره خپله کړو.

۴- د منتخبې لویې جرګې له لارې دې په بېړه لنډمهال حکومت جوړ شي او د هر کلي، هرې ولسوالۍ او هر ولایت استازي دې په کې ګډون ولري.

۵- د افغانستان اسلامي جمهوریت په اساسي قانون کې دې بنسټیز او له حالاتو سره سم تغییرات او اصلاحات راوستل شي. که چېرې په شرعي موضوعاتو کې د نظر اختلاف راځي نو د اسلامي نړۍ په کچه پېژندل شوي دیني او حقوقي عالمانو پر یوه ډله باندې دې توافق وشي او هغوی دې یې حل راوباسي.

۶- د انتخاباتو قانون دې جوړ شي او انتخابات دې حزبي شي؛ هره ولسوالۍ دې یوه انتخاباتي حوزه شي، حد اقل دوه او حد اکثر ټول سیاستوال دې تر  ۱- امارت، ۲- جمهوریت ۳- مستقل کانديد لاندې خپل ځانونه منسجم کړي. مستقل کاندید به یو شخص وي او ټول هغه چې امارت یا جمهوریت کې نه منسجمیږې، هلته دې ځان منسجم کړي.

سیاسي حزبونه، سیاسي شعور او سیاسي مبارزې غښتلې کوي. بشپړ حزب نه غلام کېدای شي، نه جاسوس کېدای شي او نه خرڅېدای شي، البته فردي سیاست او فردي سیاستوال هرڅه کېدای شي او په اسانه خرڅېدای شي.

۷- عمومي ټاکنې دې د واک د حصول تګلار وي او ولس ته دې مراجعه وشي. په ټاکنو کې ګټونکی حزب حاکم او بایلونکی حزب دې اپوزېسیون شي او د اپوزېسیون لپاره دې هم کافي امتیازات او حقوق په نظر کې ونيول شي. ټوپکوالي، کودتاه او مسلح اپوزېسیون دې ملي خیانت وګڼل شي. نور دې د نړۍ له تجربو او خپلو تجربو زده کړه وکړو او دغه راز د نفې سیاست، د استبداد سیاست، د انحصار سیاست، د تکفیر سیاست، د نه منم سیاست، د بې اتفاقۍ سیاست، د انتقام سیاست، د جنګ سیاست باید د تل لپاره ختم کړو.

لکه څرنګه چې دا ۴۵ کاله او همدا شېبه روان یو، دا ډول تګلاره مو دا وار هم موږ او هم ملت ختموي. تر اوسه خو نظامونو سقوط کاوه، که مو خپلې تګلارې ته تغییر ورنه کړ، دا ځل نظام او ملت دواړه سقوط کوي.

څرنګه چې اوس ډېری مسوولیت حاکمې ډلې ته متوجه دی، که چېرې دوی بیا هم د غرور، فتحې او انحصار فکر لري، نو دا تګلاره ځانوژنه او ملت وژنه او په لویه کې ولس، سیمې او نړۍ ته سخت زیان اړوي. نور باید راتلونکي نسل ته د سولې، عدالت، قانونیت، صبر، زغم، مشورې او ولس ګډونه تګلاره او سیاست په ميراث پرېږدو.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

 

 

Visits: 573

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.