ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان د انرژۍ امنیت په تامین کې د طبیعي ګاز د ویش شبکې اهمیت او د دې شبکې جوړونه کې د روسيې هېواد بالقوه همکاري
د افغانستان د انرژۍ امنیت په تامین کې د طبیعي ګاز د ویش شبکې اهمیت او د دې شبکې جوړونه کې د روسيې هېواد بالقوه همکاري

د سید محمداعظم ليکنه

لنډیز: دا لیکنه په سیمه کې د انرژۍ اړوند معمولو بحثونو خلاف، د افغانستان د طبیعي ګاز د لېږد او وېش ملي شبکې جوړول، د هېواد د ملي امنیت په تامین کې د هغې د ډېر اوچت ارزښت او دا چې ولې د روسیې فدراتیف جمهوریت دې حاضر شي او وړاندیز دې ورته وشي چې د دې شبکې په جوړولو کې د افغانستان لاسنیوی وکړي، په اړه بحث کوي.

تر اوسه پورې د موضوع په تړاو معمول بحثونه تر ډېره بریده د افغانستان له لارې و نورو هېوادونو ته د تېلو، ګاز او برېښنا پر لېږد او ترانزیټ متمرکز دي، هغه بحثونه پر خپل ځای مهم او د افغانستان لپاره ګټمن دي خو د افغانستان تر ټولو ستره، بې‌سارې او اصلي ګټه په خپل هېواد کې د ډېرې انرژۍ له مصرف او کارېدنې سره نیغ په نیغه تړاو لري.

ترڅنګ یې په همدې لیکنه کې وړاندیز کېږي چې طبیعي ګاز دې د افغانستان د اقتصادي، ټولنیز او صنعتې ودې او پرمختګ د اصلې محرک عنصر په توګه وپېژندل شي؛ دا پېژندنه دې له داسې عملي ګامونو او پالیسیو سره مله شي چې په پایله کې يې طبیعي ګاز د هر افغان و کور، فابریکې او بل هر خصوصي او عامه مکان ته ورسول شي. د دغه ملي کمپاین پلې کېدو او بشپړتیا لپاره افغانستان باید خپل ټول ملي توان په کار واچوي او له هرې داخلي او بهرنۍ منبع دې د دې ملي فریضې ادا کولو په خاطر کار واخیستل شي؛ که دا د روسانو مرسته وي، که د چینایانو او یا هم د قطر او ازبکستان.

د لیکني په پای کې له درنو لوستونکو سره د هغو نورو مقالو او لیکنو برېښنایي پتې شریکېږي چې د پژواک اژانس له خوا خپرې شوې او په کې د افغانستان د انرژۍ امنیت او په ټولیزه توګه د ملي امنیت په اړه د همدې لیکنې لیکوال شننې کړې، توضیحات یې ورکړي او ترڅنګ یې وړاندیزونه رامخته کړي دي.

تشریح: د انرژۍ امنیت د هر هېواد د ملي امنیت، منځنۍ او تر ټولو مهمه ستنه ده؛ بختور او په امن کې هغه ملتونه دي چې هم د انرژۍ توکو ته په اسانه لاسرسی لري او هم یې په هېواد کې په پراخه پیمانه د انرژۍ د توکو مصرف او کارېدنې ته زمینه مساعده شوې وي. د افغانستان د انرژۍ امنیت جوړولو په پار په هېواد دننه کې د طبیعي ګاز د وېش شبکې جوړول د ستر اهمیت لرونکې چاره ده چې په بشپړېدو سره یې د افغانستان په ښارونو او کلیوالي سیمو کې د اطمینان وړ، پاکې او ارزانې انرژۍ ته لاسرسی شونی کوي؛ که داسې وشي، د افغانستان د انرژۍ امنیت و بشپړ تامین ته ډېر نږدې کېږي: هم کافي او د اطمینان وړ او هم په ټیټ قیمت او هم پاکې انرژۍ ته کورنۍ، سوداګر او صنعت‌کاران لاسرسی پیدا کوي. د روسیې فدراتیف جمهوریت په بالقوه توګه کولای شي چې په افغانستان کې د طبیعي ګاز د وېش ملي شبکې د ډیزاین، مالي تمویل او تخنیکي مسوولیت پر غاړه واخلي او په بریالیتوب سره دغه ستره ملي پروژه تکمیل کړي. د دې پروژې په تکمیل کې نه یوازې د افغانستان او روسیې، بلکې د سیمې د نورو هېوادونو، په ټولیزه توګه د نړېوال امنیت او ثبات د دوام او ټیکاو سترې ګټې متصورې او نغښتې دي.

د ملتونو د انرژۍ امنیت پر درېیو ستنو ولاړ دی او له همدغو درېیو ستنو جوړ دی: اول او تر ټولو مهم شرط او رکن یې، بې له خنډ، ځنډ او اخلاله د انرژۍ توکو ته لاسرسی دی؛ د همدغه لومړي شرط په نه شتون کې اصلاً د انرژۍ د امنیت بحث نفي دی؛ که همدغه شرط پوره شي، بیا دوه وروستي ارکان هم خپل ارزښت پیدا کوي. دویم: په ارزانه او ټیټ قیمت د انرژۍ توکو ترلاسه کول. او درېیم: د انرژۍ تر ټولو پاک او بې ضرره توکو ته لاسرسی.

طبیعې ګاز باید د افغانستان د انرژۍ امنیت تامینولو تر ټولو عمده او مهم عنصر وګڼل شي؛ ځکه افغانستان د انرژۍ تر بل هر توکي و طبیعي ګاز ته یا د کور دننه او یا هم د ګاونډیو هېوادونو په اسانه لاسرسی درلودلای شي. نړۍ کې د طبیعي ګاز له تر ټولو ستر میدان په ایران او دویم په ترکمنستان کې دی. افغانستان په خپله هم د طبیعي ګاز زېرمي لري، ترڅنګ یې کولای شې د ایروشیا له نورو هېوادونو لکه ازبکستان، قزاقستان او روسیې فدراتیف جمهوریت څخه په بالقوه توګه د پایپلاینونو په وسیله طبیعي ګاز وارد کړي.

دا چې افغانستان به یوازې له داخلي زېرمو او یا هم له نورو هېوادونو د وارداتو له لارې خپل د اړتیا وړ طبیعي ګاز تامین کړي، هغه پوښتنه ده چې ځواب یې هر اړخیز او جامع اقتصادي، سیاسي، تخنیکي او ټولنیزې سپړنې او ارزونې ته اړتیا لري؛ څه چې ثابت دي هغه ښارونو او کلیوالي سیمو ته د طبیعي ګاز د لېږد او وېش شبکې جوړولو حتمي اړتیا ده.

په افغانستان کې دننه د طبیعي ګاز د وېش ملي شبکې جوړولو هدف: ولایتونو، ښارونو، ولسوالیو او کلیو ته د طبیعي ګاز د انتقال او ترڅنګ یې په پرچون توګه کورونو، فابریکو، روغتونونو، پوهنتونونو، مساجدو، ښوونځیو او نورو خصوصي او عامه اماکنو ته د طبیعي ګاز د وېش د سیستم غځونه ده؛ لکه د څښاک اوبو او یا هم د برېښنا د شبکې په څېر. ترڅنګ یې د همدې سترې ملي شبکې جوړولو، مدیریت او ساتنې لپاره د متخصصو او فني کادرونو او کسب کار، روزنه او چمتووالی دی.

د ګاز د وېش د یوې معیاري او عصري ملي شبکې جوړول، د هېواد د نن ورځې اقتصادي – مالي او تخنیکي حالاتو ته پام، د افغانستان له وس او توانه وتلې خبره ده خو د روسیې جمهوریت د انرژۍ سکټور د نن ورځې جیوپولټیکي حالاتو ته په پام، د هغه هېواد د ګاز د لېږد او وېش شبکو جوړولو اوږدو او پخو تجربو ته په کتو او دغه راز د ځمکې له لارې او د پایپ‌لاینونو په واسطه په بالقوه توګه د جنوبې اسیا ډېر ستر مارکېټ ته د روسیې د طبیعي ګاز او تېلو د لېږد لیدلوری او حتا د هند د بحر له لارې د روسیې اوبلن طبیعي ګاز صادرول د نړۍ نورو سیمو، بالخصوص چین، کوریا او جاپان ته یوه دقیقه او ژوره محاسبه وشي، دا احتمال غښتلی کوي چې روسیه دې په افغانستان کې د طبیعي ګاز د ملي شبکې جوړولو ته چمتووالی وښیي او  دغه چاره عملن ترسره کړي.

د جنوبي اسیا د انرژۍ مارکېټ پر لور د ځمکې له لارې، د روسیې لومړنی ګام له افغانستانه پیلېږي؛ که روسیه دا ګام د ښې، دقیقې او د همکارۍ د نیت د محاسبي له مخې واخلي، د جنوبي اسیا او ټولې نړۍ د انرژۍ و مارکېټ ته به دا پیغام ولېږدول شي چې روسیه غواړي له نورو ملتونو سره د خپل تخنیکي، ساینسي او تخصصي پوهې او وړتیاوو شریکولو له لارې، د همکارۍ په فضا کې د خپل ځان لپاره په سیمه‌ییز او نړۍوال د انرژۍ په مارکېټ کې ځانګړی ځای ثابت وساتي.

د روسیې په همکارۍ، د افغانستان د طبیعي ګاز د وېش ملي شبکې جوړونه، د افغانستان او روسیې د ملتونو ترمنځ د پخلاینې او ښه ګاونډیتوب فضا رامنځته کولو کې به تر ټولو ستر او بې‌سارۍ نوښت او ګام وي. روسیې او ترڅنګ یې د افغانستان په ګاونډ کې نورو هېوادونو ته به یې یوه ستره او ستراتیژیکه ګټه دا وي چې په هېواد کې د ګاز د وېش ملي شبکې جوړول به په افغانستان کې د یو غښتلي او دوام درلودونکي اقتصاد په جوړولو کې ستر او انقلابي نقش ولري چې په نتیجه کې به یې یوه سوله‌ییزه او سوکاله ټولنه په افغانستان کې رامنځته شي؛ کله چې افغانستان ارام او سوکاله وي، له ایرانه نیولې تر چین، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې او قزاقستان پورې ټول د ارامتیا او امنیت احساس کولای شي. که د پخوانې شوروي اتحاد یرغل او وروسته اشغال د افغانستان په معاصر تاریخ کې تر ټولو ستر ناورین او غمیزه رامنځته کړي، د روسیې له خوا د افغانستان د طبیعي ګاز د وېش ملي شبکې جوړولو پروژه به په تېره نیمه پېړۍ کې د افغانستان د اقتصاد او خلکو په ژوندانه کې تر ټولو ستر مثبت اغېز لرونکې چاره وي او ویاړ به یې روسیې ته ور په برخه شي.

بی له کومې استثنا د ټولو هېوادونو د انرژۍ د امنیت تامینولو لپاره د انرژۍ توکو ته لاسرسی لومړنی اولویت او فرض دی؛ ځکه بې له تېلو، ګاز، برېښنا، لرګیو، سکرو، هستوي، لمریزې او یا هم له باد او اوبو تولیدېدونکې انرژۍ ژوند او د ملتونو بقا د نابودۍ له خطر سره مخ کېږي. دا چې کوم هېواد کوم ډول انرژي د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره استفاده کوي، د هغه اقتصادي، صنعتي، جغرافیایي او دغه راز په نړېوال سیاست کې جیوپولیټیکي موقعیت ته په پام تصمیم نیولای شي؛ البته په نړۍ کې به داسې هېواد نه وي چې له یادو انرژیو دې یوازې پر یوه او یا هم څو محدودو عناصرو تکیه وکړي، بلکې د  یادو انرژیو د یوه مخلوط (میکس) په جوړولو، ملتونه خپلې اړتیاوې لرې کوي. د ځینو هېوادونو د انرژۍ په میکس کې شاید د طبیعي ګاز ونډه ډېره وي (لکه ترکمنستان)، د ځینو نورو د انرژۍ په میکس کې بیا د ډبرو سکاره لا هم یوه غوښنه برخه جوړوي؛ لکه د هند، چین او يا هم پاکستان.

د دې لیکنې د لیکوال په باور، طبیعي ګاز باید د افغانستان د ملي انرژۍ امنیت تامینولو د عمده او اصلي عنصر په توګه وپېژندل شي؛ ځکه لاسرسی ورته اسانه دی، قیمت یې ارزانه لوېږي، کېدای شي چې د افغانستان له نږدې ګاونډ څخه د پایپلاینونو په واسطه را وارد شي او د سکرو او تېلو په پرتله طبیعي ګاز لږ زیان لري؛ یعنې پاک دی. چې توپیر یې لا هم روښان کړای شي، که د ډبرو له سکرو او طبیعي ګاز څخه یوه اندازه برېښنا تولید کړای شي، د ډبرو سکرو له سون څخه به دوه چنده یا سل په سلو کې زیات کاربن دای اکساید، نسبت د طبیعي ګاز و سون ته تولید شي؛ کاربن دای اکساید د چاپېریال یو تر ټولو ستر ککړوونکی عنصر دی او د نړۍ د تودوخې د عمده لامل په توګه پېژندل کېږي.

د نړۍ اکثریت هېوادونو لپاره د انرژۍ توکو ته له لاسرسي وروسته، د انرژۍ د توکو نرخ او قیمت مهم دی خو د بډایو هېوادونو لکه د لوېدیځې اروپا لپاره پاکې انرژۍ ته لاسرسی نسبت و ټیټ قیمت ته لوړ اهمیت لري.

ځیني هېوادونو لکه چین او هند چې په نږدې پخوا کې د ټيټ اقتصاد درلودونکي هېوادونه وو او په وروستیو څو لسیزیو کې یې بې‌ساری اقتصادي پرمختګ کړی، که څه هم له زغالو، لرګیو او ربړ څخه اوس هم تر ډېره د سون توکو په توګه ګټه اخیستل کېږي خو د دغو هېوادونو د انرژۍ پالیسي جوړوونکي او متخصصین هڅه کوي چې د انرژۍ په میکس کې یې د پاکې انرژۍ برخه ډېره او د تورید، تولید او کارونې لپاره یې لا ډېره زمینه مساعده کړي. هند او چین دواړو د لمر، اوبو او هستوي انرژۍ د تولید برخه کې په لسهاوو میلیارده ډالر پانګونه کړې، ترڅنګ یې هر کال د لسهاوو میلیارد ډالرو په ارزښت تېل، طبیعي ګاز او د ډبرو سکاره له بهره واردوي.

هند د خپل جغرافیایي موقعیت، حکومتي سیستم کې د تصیم‌نیونې ځنډلرونکې پروسي او له چین او پاکستان سره د دښمنۍ له کبله له بهره خپل د اړتیا وړ انرژي لکه تېل، ګاز او د ډبرو سکاره یوازې د سمندر له لارې واردوي خو چین توانېدلی چې په تېرو دوو لسیزو کې د سمندر ترڅنګ د ځمکې له لارې هم تېل او ګاز خپل هېواد ته وارد کړي. د پایپلاینونو په واسطه له ترکمنستان او روسیې د طبیعي ګاز او دغه راز له قزاقستان او روسیې د تېلو واردات چین ته داسې امتیاز ورکړی چې هند یې شاید هیڅکله هم ترلاسه نه کړي.

چین چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو ستر د انرژۍ تولیدوونکی او دغه راز مصرفوونکی هېواد دی، د امریکا د انرژۍ معلوماتو ادارې د ارقامو له مخې، د ۲۰۲۲ کال د خپلې انرژۍ په میکس کې یې ۵۵٪ د ډبرو له سکرو او ۹٪ یې له طبیعي ګاز څخه کار اخیستی دی. د هند مصرف ته په کتو ګورو چې په همدغه کال کې یې د انرژۍ په میکس کې ۴۴٪ د ډبرو له سکرو او ۶٪ له طبیعي ګازه کار اخیستی دی. پاتې فیصدي د میکسونو یې د نورو توکو لکه تیل، هستوي، اوبو، لمر او باده تولیدیږي. په دواړو هېوادونو کې تر ډېره د برېښنا تولید لپاره د ډبرو له سکرو کار اخیستل کېږي.

هند په پام کې لري چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپلې انرژۍ په میکس کې د طبیعي ګاز ونډه ۱۵٪ ته لوړه کړي. د هند حکومت پلان لري څو د خپل هېواد ۷۰٪ خلکو، یعنې زر میلونه انسانانو ته د ګاز د وېش شبکې د لا پراخېدو له لارې طبیعي ګاز ورسول شي او چمتووالی یې ښودلی څو د دې شبکې د لا پراخېدو او غځولو کې ۶۰ میلیارده ډالر پانګونه وکړي.

د چین د انرژۍ په میکس کې تر ۲۰۰۳ کال پورې د طبیعي ګاز ونډه د ۳٪ شاوخوا کې وه، له همدغه کال څخه پیل چین د لسو کلونو په ترڅ کې خپل د ګاز تولید ۳ چنده لوړ کړ او ترڅنګ یې داخلي مصرف په همدې موده کې هر کال ۱۷٪ لوړېده. په ۲۰۰۷ کې د چین د ګاز مصرف له داخلي تولیداتو لوړ وخوت. په ۲۰۱۰ کې د لومړي ځل لپاره چین د نللیکو په واسطه له بهره (ترکمنستان) طبیعي ګاز وارد کړ او اوس تر ۳۰٪ ډېر له بهر واردېدونکی ګاز د پایپلاینونو له لارې چین ته رسېږي.

که څه هم څلور لسیزې وړاندې د چین او هند اقتصادونو ترمنځ دومره غټ توپیر نه و، (حتا د هند اقتصاد تر چین په لږ اندازه اوچت و) خو اوس د هند اقتصاد یوازې د چین یو پر پنځمې برخې په اندازه دی. د ملتونو د اقتصادي پرمختیا تجربې ثابته کړې چې هر څومره ډېر د انرژۍ د توکو د مصرف زمینه په یو هېواد کې مساعده کړای شي، په هغې اندازه ملي اقتصادي پرمختیا رامنځته کېږي، له همدې کبله د دې لیکنې لیکوال په یوه بله لیکنه کې وړاندیز کړی و چې په افغانستان کې دې د تېلو او طبیعي ګاز پر وارداتو مالیه او ګمرکي تعرفي لغوه شي؛ ځکه دا چاره کولای شي د دغو اقلامو د قیمت په راټیټېدو کې مرسته وکړي، کورنۍ او صنعت‌کاران د هغو ډېر مصرف ته زړه ښه کړي.

په نړۍ کې داسې هېوادونه هم شته چې اقتصادي ښېرازي یې و بهر ته د انرژۍ د توکو پر صادراتو ولاړه او تړلې ده؛ د بېلګې په توګه د فارس خلیج بډای عربې ملکونه او یا هم د افغانستان په ګاونډ کې د ترکمنستان، تر ډېره بریده د ایران او دغه راز د قزاقستان هېواد.

د دې ترڅنګ د روسیې هېواد نه یوازې چې اقتصادي ښېرازي یې، بلکې د دغه هېواد منطقوي او نړېوال قدرت حیثیت هم نیغ په نیغه د تېلو او ګاز او دغه راز د هستوي انرژۍ د ټکنالوژۍ او پوهې له صادرولو سره تړلې ده. د هېوادونو او نړېوالو قدرتونو په سیالیو کې د انرژۍ و منابعو ته لاسرسی، د انرژۍ د لېږد پر لارو او لېږدوونکو وسایلو او دغه راز ټکنالوجۍ باندې کنټرول او اغیېز او ترڅنګ یې د انرژۍ په مارکېټ کې و ځان ته د غوښنې برخې اخیستل او خپل حریف/ حریفان له مارکېټ څخه کم برخې کول او یا هم شړل، پرېکړه کوونکی اهمیت لري؛ ولو که په هر قیمت وي.

نو غیرمنطقي نه برېښې کله چې یو قدرت پر بل باندې اقتصادي تعزیرات وضع کوي، لومړنۍ او تر ټولو لوړ هدف د بندیزونو د رقیب هېواد د انرژۍ سکټور وي؛ تعزیرات یا بندیزونه د بهرنۍ پالیسۍ او سیاست پلې کېدو لپاره د نړۍ د لویو او ځواکمنو هېوادونو په لاس کې یوه مؤثره وسیله ده.

روسیه په ټوله نړۍ کې د تېلو یو له درېیو سترو تولیدوونکو هېوادونو دی؛ د طبیعي ګاز د زېرمو په تله کې، روسیه په ټوله نړۍ کې لومړی مقام لري.

روسیه نن د خپل عنعنوي او غښتلي حریف، امریکا او د هغې د نږدې متحدینو له خوا ننګول شوې او د اقتصادي او ټکنالوژیکي بندیزونو سربېره له ډېرو نورو ستونزو او کړاوونو سره لاس او ګرېوان ده. روسیه تر اوسه اروپا ته د طبیعي ګاز عمده او تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی؛ دغه هېواد هر کال ۱۵۵ میلیارده متر مکعب طبیعي ګاز اروپا ته صادروي خو په تېرو څو کلونو کې له تقریباً ۳۰ هېوادونو څخه جوړې شوې اروپایي ټولنې له امریکا د اوبلن ګاز واردات څو چنده ډېر کړي او برعکس له روسیې یې خپل واردات محدود کړي دي. د اروپایي ټولنې د پلان له مخې چې تېر کال یې وړاندې کړ، دا ټولنه به تر څلورو کلونو، یعنې تر ۲۰۲۷ پورې له روسیې پر وارد شوي طبیعي ګاز خپله مطلقه اتکا پای ته رسوي. د اروپایي ټولنې د دغه پلان پلې کېدل، د روسيې لپاره چې نن د اروپا ۴۰ په سلو کې د طبیعي ګاز واردات پوره کوي، ستره او نه جبرانکېدونکې ضایعه ده. اروپایي ټولنه په پام کې لري چې له روسیې څخه د طبیعي ګاز د نه وارداتو تشه، د بادي، لمریزې او هستوي انرژۍ برخو کې د سلګونو میلیارد ډالرو د پانګونې او دغه راز له امریکا، کاناډا، مصر او اسراییلو څخه د اوبلن ګاز وارداتو له لارې ډکه کړي؛ البته ډېرې نښې وجود لري چې روسیې په خپل وار د خپلو تېلو او ګاز صادراتو، د ترانزیټ د وسیلو او لارو د غوراوي او دغه راز د همدغو توکو د قراردادونو د نوعیت او قیمت له توپیر څخه د اروپایي او نورونو ملکونو په مقابل کې د خپلو بهرنۍ پالیسیو پلې کېدو د وسایلو په توګه په پراخه او مکرره توګه ګټې اخیستې دي. تر ډېره بریده د روسیې پالیسۍ ستراتیژیکې او امنیتي موخې درلودلې دي.

امریکا خپله تر دې نږدې کلونو پورې د ګاز او تېلو یو واردوونکی هېواد و خو په ۲۰۰۰ مو میلادي کلونو کې د ټکنالوجۍ په ډګر کې د سترو پرمختګونو له برکته نن په ټوله نړۍ کې د اوبلن ګاز او تېلو یو تر ټولو ستر صادروونکی هېواد دی. امریکایي کمپنۍ اوس د دې توانايي لري چې په زرګونه متره په ځمکه کې ژور په افقي ډول برمه ووهي او هلته د اوبو د غښتلي فشار په واسطه د ډبرو په منځ کې راګیر ګاز او تېل د جوړ شوو پایپونو له لارې د ځمکې و سر ته انتقال کړي. د ټکنالوجۍ په برخه کې پرمختګ نه یوازې د ډېر ژورو او د ځمګې په تل کې د سترو کاڼو منځ کې راګیر ګاز او تېلو اقتصادي تولید شونی کړی، بلکې د امریکا متحده ایالتونو د انرژۍ امنیت یې هم تأمین کړی دی؛ ځکه امریکا نور خپل د انرژۍ امنیت او دغه راز ملی امنیت لکه د پخوا په څېر د منځني ختیځ د ملکونو او یا کوم بل بهرني هېواد او قدرت له امنیت او ثبات سره تړلی نه ګڼي. دا چې په تېرو لس پنځلس کاله کې امریکا له منځني ختیځ څخه خپل ستراتیژیک پام د اسیا و خوا ته ورځ تر بلې په ډېرېدونکې توګه اړوي، یو علت یې همدا دی چې امریکا خپل د انرژۍ امنیت او په مرتبطه توګه ملي امنیت له منځني ختیځ سره د پخوا په شان ډېر تړلی نه ګڼي او ترڅنګ یې په اسیایي مارکېټ کې خپل ځای او اغېز ثابت او پیاوړی وساتي.

د دې لیکنې لیکوال په خپله لیکنه کې چې د کاناډا د انرژۍ تحقیقاتي انستیتیوت له خوا په ۲۰۱۹ کال کې خپره شوه او په هغه وخت کې د پژواک اژانس هم هغه لیکنه بیا نشر کړه، په امریکا کې د نوې تکنالوجۍ پرمختګ په پام کې نیولو، وړاندیز کړی و چې روسیې ته دې د ټاپي پروژه کې د ګډون بلنه ورکړای شي. دا چاره که تطبیق شوې وای/ تطبیق شي، نه یوازې په بریالۍ توګه د ټاپي پروژې له تکمیل سره اغېزناکه مرسته کوي، بلکې د روسیې لپاره چې د اروپا د انرژۍ غټ او بډای مارکېټ یې د امریکا له خوا د جیوپولیټیکي فشار او و هغه مارکېټ ته په پراخه پیمانه د امریکایي اوبلن ګاز د عرضې له کبله په تدریجې توګه له ګوتو وځي، په جنوبي اسیا کې د یو بدیل او الترناتیف مارکېټ په جوړولو کې ستر اهمیت درلودلای شي. اوس هم که روسیه په افغانستان کې د طبیعي ګاز د وېش ملي پروژې جوړولو او تطبیق پر خپله غاړه واخلي، له روسیې سره مرسته کوي چې هم د انرژۍ په مارکېټ او هم د جیوپولیټیکي محاسبې له مخې خپل منطقوي او نړېوال اهمیت په نسبې او تر ډېره حده ثابت وساتي.

ترڅنګ به یې و هغو اندېښنو او ډار ته هم ځواب شي چې ګواکې د اروپا د انرژۍ له مارکېټه د روسي نهایي او بشپړل شړل نه یوازې د روسیې و ملي امنیت ته ګواښ رامنځته کوي، بلکې و اوسني نړېوال حاکم نظام او نړېوال امنیت ته هم ګواښ او تهدید کېدلای شي. د نړېوال سیاست او امنیت ځیني کارپوهان پر دې باور دي چې د اروپا د انرژۍ له مارکېټ څخه د روسیې محرومول، روسیه لا هم ډېر پر چین باندې متکي کوي. له یوې خوا چین چې په خپل وار د امریکا ستر رقیب ګڼل کېږي، له روسیې څخه لا ارزانه طبیعي ګاز او تېل ترلاسه کوي؛ ځکه د روسیې د تېلو او ګاز لپاره به د اروپا په نشتون کې بې له چینه بل ستر خریدار موجود نه وي؛ په دې معنا چې چین به لا پیاوړی او ځواکمن کېږي. له بلې خوا د روسیې او چین د انرژۍ په ډګر کې لا ډېر نږدېوالی دا احتمال هم لا ډېر غښتلی کوي چې د غربي نړۍ ضد او د اوسني حاکم نړېوال نظام دغه دوه ستر مخالفین په خپلو کې ستراتیژیک، یعنې امنیتي – نظامي ايتلاف هم رامنځته کړي.

په هغه صورت کې امریکا به د اروپا او دغه راز، په لوړ احتمال، د هند، سوېلې کوریا او جاپان د تېلو او ګاز مارکېټ تقریباً په بشپړه توګه و ځان ته کړي، خو په عوض کې به یې و ځان او د نړۍ اوسني حاکم نظام ته چې خپله امریکا یې مشري کوي، د یو غښتلي چلینجر، د روسیې – چین په مشرۍ د ايتلاف و زېږولو ته هم لاره هواره کړې وي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیه لکه بل هر هېواد او ملت نه غواړي چې د دولت او ملت بقا یې په بهرني قدرت او هېواد پورې تړلي وي؛ بالخصوص پر چین باندې. چینایان او روسان که څه هم په دا وروستیو کلونو کې ډېر سره نږدې شوي خو خپلو منځونو کې لا هم ډېر نا حل شوې او ژورې ستونزې لري؛ د روسیې او چین ترمنځ ځینو نا حل شوو موضوعاتو ته د دې لیکنې د لیکوال له خوا په نورو لیکنو کې تفصیل ورکړای شوي دی چې درانه لوستونکي کولای شي د همدې لیکنې په پای کې هغو ته مراجعه وکړي. څرنګه چې موضوع د روسیې په همکارۍ په افغانستان کې د طبیعي ګاز د لېږد او وېش ملي شبکې جوړېدنه ده، دلته همدومره ضرور ګڼل کېږي چې د افغانستان او سوېلې اسیا د انرژۍ په مارکېټ، زېربناوو جوړولو او راکړه ورکړه کې د روسیې شمولیت نه یوازې د افغانستان، روسیې، د مرکزي او جنوبې اسیا هېوادونو په ګټه به تمام شي، بلکې دا پوتانسیل هم لري چې په اوسني نړېوال امنیتي – اقتصادي سیستم کې د یو لوی او نه جبیره کېدونکي خطر او ګواښ له رامنځته کېدو مخنیوی وکړي؛ یعنې دلته هغه متل چې وایي: به تنگ آمد به جنګ امد؛ د روسیې په اړه رښتیا بڼه پیدا نه کړي، بلکې یو وړوکې د میږي لار باید ورته پرېښودل شي؛ د روسیې لپاره د میږي لار مخ د جنوب اسیا پر لور ګام اخیستنه ده او دا ګام باید چې له افغانستانه پیل کړي.

پای

له همدې موضوع سره تړلې په پژواک اژانس کې د لیکوال نورې خپرې شوې لیکنې او برېښنایي پتې یې:

۱- چالش روابط چین – افغانستان تحت شعاع اهداف امنیتی و ستراتیژیک پاکستان

چالش روابط چین-افغانستان تحت شعاع اهداف امنیتی و ستراتیژیک پاکستان

۲- د چین ــ پاکستان اقتصادي دهلیز د افغانستان لپاره د پیړۍ تر ټولو ستر امنیتي ګواښ

https://pajhwok.com/ps/opinion/the-china-pakistan-economic-corridor-is-the-greatest-security-threat-of-the-century-for-afghanistan/

۳ – په افغانستان کې د هندوستان امنیتي او ستراتیژیکې ګټې

https://pajhwok.com/ps/opinion/indias-security-and-strategic-interests-in-afghanistan/

۴ – دا هغه لیکنه ده چې  د ټاپې پروژه کې و روسیې ته د بلنې وړاندیز پکې شوی دې

The New Geopolitics of Natural Gas in Eurasia: Where India will Fall?

https://pajhwok.com/opinion/the-new-geopolitics-of-natural-gas-in-eurasia-where-india-will-fall/

دغه لیکنه د لیکوال د نظر ښکارندوی ده، پژواک یې پر وړاندې کوم مسوولیت نه لري.

 

Views: 271

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.