ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په افغانستان کې د هندوستان امنیتي او ستراتیژیکې ګټې
په افغانستان کې د هندوستان امنیتي او ستراتیژیکې ګټې

لیکوال: سید محمداعظم

په افغانستان کې ډېر خلک پر دې باور دي چې په هېواد کې څو لسیزه خونړۍ غمیزه د پخواني شوروي اتحاد له یرغل سره پیل سوې ده. ترڅنګ یې ګاونډي هېوادونه لکه ایران او پاکستان پړه ګڼي چې د دغې غمیزې په اوږدېدو او لا پېچېلې کېدو کې یې مرسته کړې ده خو ډېر کم تعداد افغانان لا تر اوسه یو بل تریخ واقعیت ته متوجه سوي دي؛ د هندوستان له خوا د پاکستان او چین پر ضد د افغانستان له خاورې کار اخیستنه او دغه هدف ته د رسېدو په خاطر بې‌ثبات، بې‌وزلی او دردمن افغانستان د هند د خوښې وړ او په ټوله نړۍ کې بې‌سارې، تر ټولو اسانه، ارزانه او خوږه لاره.

تشریح:

په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازينی هېواد دی چې د هندوستان په شان، هم د چین او هم له پاکستان سره مشترک سرحدات لري؛ هندوستان هم له چین سره او پاکستان سره ژورې دښمنۍ لري؛ د خپلو دښمنیو پاللو او ترسره کولو لپاره هند يا باید خپله خاوره وکاروي او که بخت یاري ورسره وکړي نو د بل له کوره پر خپلو دښمنانو ګوزارونه وکړي. دا هغه څه دي چې هندوستان یې د کولو تکل لري.

که څه هم د افغانستان او هندوستان د خلکو ترمنځ له پېړیو پېړیو راهیسې دوستۍ او خوږې پیرزوېنې موجودې دي، دلته هغه متل رشتیا کېږي چې وایې: کله چې اوبه تر ستونې ورسېږي، مور خپل اولاد تر خپلو پښو لاندې کوي؛ هندوستان هم تر دغه حده مجبور او له جدي ګواښ سره مخ دی چې یا باید خپله خاوره او د خپل هېواد خلک په خطر کې واچوي او یا هم د افغانستان خاوره او اولاد يې، د خپلو ستراتیژیکو ګټو او اهدافو ته د رسېدو لپاره قربانې کړي.

له پاکستان سره دښمني

هندوستان له چین وروسته په نړۍ کې د کمیت په لحاظ تر ټولو د ستر پوځ خاوند هېواد دی، ترڅنګ یې یو له ډېرو محدودو هېوادونو دی چې پوځ یې پر اټومې وسلو سمبال دی خو د پاکستان تر ملاتړ لاندې غیرمتعارفو اورپکو ډلو په مقابل کې هم د هندوستان ستر پوځ (متعارف قوت) او هم یې اټومي وسلي بې اثره او بې ګټې ثابت سوې دي. د پاکستان تر ملاتړ لاندي اورپکې ډلې د هندوستان په خاوره کې د خپلو تخریبې عملیاتو له ترسره کولو وروسته بېرته په پاکستان کې خپلو امن پټنځایونو ته ستنېږي او هلته د هند پوځ یې پر ضد نه شي کولای غچ‌اخیستونکي پوځي عملیات وکړي؛ دا ځکه چې پاکستان وار د مخه او په رسمي توګه خپل دریځ روښانه کړی دی؛ که د هندوستان پوځ د پاکستان و خاورې ته د پوځي عملیاتو ترسره کولو په هدف ورننوځي، پاکستان د ځان حق ګڼي چې پر اټومي وسلو سمبال تر ۶۰ کیلومترو پورې د هتف او نصر په نومونو لري واټن ویشتونکي بالیستیک توغندي د هندوستان پوځې یرغل په مقابل کې وکاروي.

پاکستان استدلال کوي چې د دوی وسله‌وال ځواکونه په ځان کې دا توان نه ویني چې د برلاسي او په پیاوړو وسلو سمبال هندي پوځ د یرغل په مقابل کې له خپلي خاورې او خلکو دفاع وکړي، مګر دا چې له خپلو تاکتیکي اټومي وسلو کار واخلي. اوس که هندوستان هم په خپله خاوره کې ډلې او تنظیمونه جوړ او د پاکستان پر ضد یې وکاروي، د نړۍ له خوا د ترهګرۍ پر پاللو تورنیږي او نړۍوال اعتبار یې زیانمنېږي او که د غچ اخیستنې په نیت خپل پوځونه د پاکستان و خاورې ته استوي، نو بیا په اټومي جګړه کې راښکېلېږي او دا هغه څه دي چې هندوستان په اسانه زړه نه شي ورته ښه کولای؛ ځکه چې د یو ستر انساني ناورین رامنځته کېدو سبب ګرځي.

پاکستان د خپلو وسله‌والو ځواکونو (متعارفو قوتونو)، جهادي ډلو (غیر متعارف اورپکي) او تاکتیکې اټومي وسلو د ترکیب په جوړولو سره، هندوستان له یو بې‌ساري چلینج او خطر سره مخ کړی دی. په دغه ترکیب کې د هند په مقابل او د پاکستان په ګټه د انډول او تعادل رامنځته کوونکی اصلي عنصر جهادي ډلې دي؛ پاکستان په بریالیتوب سره خپل دفاعي او یرغلیز جادويي ترکیب په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د کارګیل جګړې پر مهال و هندوستان او ټولې نړۍ ته ښکاره او معرفې کړ.

له هماغه وخت راهیسې هندوستان پوه سو چې د تېر په څېر نه سي کولای یوازې د خپل وسله وال پوځ پر مټ د پاکستان په مقابل کې خپل برلاسی وساتي. هندوستان په خپل وار لاس تر زنې نه کښېناست او د پاکستانې چلینج په مقابل کې لاس په کار سو.

د نوي نوښت رامنځته کولو په هدف یې په خپل تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په یو بهرني هېواد، تاجکستان کې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پوځي اډه پرانیسته. و پلازمېنې دوشنبې ښار ته نږدې د عیني په نوم هوایي ځواک له اډې څخه هندوستان په کشمیر کې د پاکستاني پوځيانو او د پاکستان تر ملاتړ لاندې اورپکو ډلو فعالیتونه څاري. با وجود د دې چې تاجکستان او کشمیر یو له بل سره مستقیم سرحد نه لري او د افغانستان د واخان سیمه دوی دواړه سره بېلوي، د هندوستان لپاره په تاجکستان کې د پوځې اډې پرانیستل یو مهم ګام او پرمختګ و.

په امریکا کې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر میاشتې له ترهګریزو حملو وروسته پر افغانستان باندې د امریکا پوځي یرغل و هندوستان ته یو داسې طلایي چانس ور په برخه کړ چې حتی په خوب کې یی هم تصور نه شوای کولای.

پر کنټرول خط (د هند او پاکستان سرحد) باندې پراته سلهاوو زرو هندي پوځیانو پاکستان دومره نه وو ډارولی لکه څنګه چې په تېرو شلو کلنو کې په افغانستان کې د هندوستان د کونسلګریو شتون د پاکستاني چارواکو په زړونو کې ډار اچولی دی. پاکستان پر دې باور دی چې په افغانستان کې هندي کونسلګريانې د جاسوسۍ مرکزونه دي چې په کې د پاکستان ضد نیابتي ډلو روزل، سمبالتیا او ملاتړ ترسره کېږي. په همدې موده کې د پاکستان دننه په عمده او لویو ښارونو کې د بې امنیو او ترهګرۍ داسې سترې پېښې رامنځته شوې چې ساری یې تر دې مخکې هیڅکله نه و لیدل شوی.

پاکستاني چارواکي تل د دغو پېښو پړه پر هغو ډلو اچوي چې د دوی په وینا، د هند له ملاتړ څخه برخمنې دي.

د تاجکستان له اډې هندوستان کولای سي چې یوازې په کشمیر کې د پاکستانې پوځیانو او د هغوی تر ملاتړ لاندې اورپکو ډلو فعالیتونه تر خپل څار لاندې ونیسي، که د پاکستاني چارواکو دا تور چې ګواکې هندي کونسلګریانې د جاسوسۍ مرکزونه دي، رشتیا وي، نو بیا هندوستان د افغانستان له خاورې په ګټه اخیستنه په ځان کې دا توان پیدا کړی و چې پاکستانیانو ته وروښیي چې دوی هم کولای سي چې په پاکستان کې دننه د غیرمتعارفو ډلو په وسیله بې امني رامنځته کړي. په دې سره یې د پاکستان له خوا جوړ سوی ترکیب (پوځ، جهادې ډلي، او تاکتیکي اټومي وسلي) هم تر ډېره حده شنډ او بې اثره کړی دی. دغه تریخ واقعیت باید د پاکستان د لوړپوړو نظامي – استخباراتي چارواکو له سترګو خوب الوځولی وي.

په افغانستان کې هند له خپل حضوره دوه لوی ستراتیژیک امنیتې اهداف ترلاسه کوي: لومړی دا چې د پاکستان له خوا ملاتړ کړای شوو غیرمتعارفو اورپکو ډلو په مقابل کې مؤثر او کارنده تعادل او انډول رامنځته کړي او هغه هم بې له دې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا تورن سي چې خپله خاوره د بل هېواد پر ضد د ترهګریزو اعمالو لپاره کاروي. ترڅنګ یې، باوجود د دې چې د پاکستان د خاورې دننه د غچ او یا هم سرټکونې په نیت د دوی تر ملاتړ لاندې ډلو له خوا عملیات ترسره کېږي، خو و پاکستان ته بهانه په لاس نه ورکوي څو پر اټومي وسلو سمبال د هتف او نصر توغندي د هند د پوځ په مقابل کې وکاروي. دویمه ستره ګټه یې دا ده چې جنګ او کړکېچ د هندوستان له خاورې او سرحدونو لري د بل و کور ته لېږدوي. جنګ او جګړه د هندوستان د ګټو لپاره خو کور ورانی پکشې د افغانستان.

افغانستان له هندوستان سره مستقیم سرحد نه لري خو د هندوستان له دوو سترو دښمنانو، پاکستان او چین سره ګډه پوله لري؛ دغه ټکی او واقعیت چې بې له هند او افغانستانه په نړۍ کې بل داسې هیڅ هېواد نسته چې هم دې له پاکستان سره او هم دې له چین سره مشترک سرحدات ولري. د هندوستان د امنیتې پالیسیو جوړوونکو له نظره، افغانستان په ټوله نړۍ کې تر بل هر ځای با ارزښته او پام جذبوونکی دی، بالمقابل، په افغانستان کې د هند حضور، د هندوستان پر ځای د پاکستان د غچ اخیستني او ګواښنې مخ لوری و افغانستان ته راګرځوي.

له چین سره دښمني

هندوستان د ځان لپاره چین تر ټولو ستر دښمن ګڼي او له چین وروسته بیا پاکستان ته د دښمن په سترګه ګوري. چینایانو د ۱۹۶۲ میلادي کال جګړې پر مهال و هندوستان ته سخته ماتې ورکړه؛ هندوستان له هغه وخت راهیسې هڅه کوي چې د خپلې تاریخې ماتي غچ له چین څخه واخلي، ترڅنګ یې پرې نه ږدي چې چین دې پر نړۍوال ستر قدرت بدل سي. د ساینس، اقتصاد او سیاست په برخو کې چین په تېرو څو لسیزو کې له تصور څخه وتلي او جادويي پرمختګونه کړي دي، دغو لاس ته راوړنو پر نړۍوال قدرت د چین بدلېدو مزل ډېر لنډ کړی او نژدې دی چې پر واقعیت هم تبدیل سي.

چین وکولای سول چې د ۱۹۶۲ کال جګړې په ترڅ کې د هند خاورې ځینې برخې تر خپلې ولکې لاندې راولي. هندوستان ډار لري چې اوس لا پیاوړی چین به حتمن له دوی د لا ډېرې خاورې ګرځولو او لاندې کولو ته دوام ورکوي. د ځینو چینایي چارواکو او ډیپلوماتانو ویناوې د هندوستان د ډار واقعیت ثابتوي.

د نړۍ و سیاسي نقشې ته په کتو، چین د نړۍ له ۲۰ هېوادونو سره د ځمکې او بحر له لارې ګډ سرحدات لري خو يو چینايي ډیپلومات ادعا کوي چې چین ۲۵ ګاونډیان لري. د چین د چارو کارپوهان پر دې نظر دي چې د چینایي ډیپلومات د وینا تعبیر دا دی چې چین د هندوستان د سیکام، اسام، ارونا چال پردېش او لدهک سیمې او ایالاتونه او ترڅنګ يې د جاپان د اوکیناوا سیمه د ځان د ګاونډیانو په قطار کې حسابوي. د دې ترڅنګ په هند کې د چین سفیر یو وخت د هندوستان ځمکنۍ بشپړتیا ننګولې وه او ادعا يي کړې وه چې د ارونا چال پردېش ایالت ټوله خاوره اصلن د چین خاوره ده.

که څه چین نړۍوال زبرځواک کېدو ته ډېر مزل وهلی او ډېر لږ واټن ورته پاتې دی چې په نړۍ کې د امریکا ځای ونیسي او یا هم د امریکا ترڅنګ لکه پخوانی شوروي اتحاد چې و، یو له دوو نړۍوالو زبرځواکونو سي خو لا هم و هدف ته د رسېدو لار ورته پاتې ده او دښمنانو او رقیبانو یې لا هم هیله او امید له لاسه نه دي ورکړي. دوی کوښښ کوي چې د چین د لا پرمختګ لاره ډپه او پښې یې ورماتې کړي. دښمنانو او رقیبانو يې د چین خوږ ګوتې ځان ته معلومې کړې او پر چین باندې د فشار راوړولو په هدف یې له همدغو خوږ ګوتو راټینګوي. دوی ته دا هم ثابته سوې ده چې چین په منطقوي او جهاني اړیکو کې یوازې هغه وخت نرمي ښیي چې په کور دننه کې له ستونزو او بې ثباتیو سره مخ او لاس او ګرېوان وي. هندوستان چې له چین سره ۴۰۰۰ کلیومتره لانجمنه اوږده پوله لري، په طبیعې ډول غواړي چې چین تل په کور دننه ستونزو، بې ثباتیو او کړکېچ کې راګیر وي؛ ځکه چې بیا دی کولای سي چې له چین څخه ډېر امتیازات ترلاسه کړي. د چین شاید بې شماره خوږ ګوتې وي خو درې سیمې یې تر بل هر ځای له بې ثباتې سره مخ او د لا ډېرو مشکلاتو جوړولو مساعد بستر لري: د چین جنوبي بحر، تبت او د سینکیانګ ولایت چې له افغانستان سره ګډه پوله لري. هندوستان د دغو درېیو واړو سیمو شاوخوا کې خپل حضور ساتلی او په دوامداره توګه یې څاري. د دې لیکنې د ډېرې نه اوږدېدو په لحاظ به دلته یوازې د سینکیانګ ایالت پر حالت لنډ بحث وسي؛ ځکه چې زموږ له اوسنۍ موضوع سره تړاو لري.

په سیکیانګ ایالت کې مېشت مسلمانان وېره لري چې د دوی چینایي باداران له دوی څخه خپل دین، کلتور او طبیعې زېرمې چې په هغو کې د ځمکې ډېر با ارزښته نادره عناصر او همداراز د تېلو او ګازو ستر کانونه شامل دي، غلا کوي. که څه هم د تېلو او ګازو زېرمې یې لا تر اوسه پوره ګټه اخیستنې ته نه دې وړاندې سوې خو تخمین کېږي چې د نړۍ په کچه خورا لویې زېرمې دي.

د سیکیانګ یغوران، قزاقان، قرغزیان، او تاجک مسلمانان د چین له نورو سیمو څخه و سینکیانګ ته په غټ تعداد کې د هان په قوم پورې تړلو خلکو دوامدارې لېږدونې چې د چین د حکومت په ملاتړ ترسره کېږي، سخت ډارولي او په غوسه کړي دي؛ دوی اوس په خپل وطن کې پر یو اقلیت تبدیل سوي دي او ورځ تر بلې یې تعداد د هانانو په مقابل کې کمېږي. ترڅنګ يې د همدغه ځای مسلمانان د چینایي امنیتي ځواکونو له خوا په سیستماتیک توګه په ډول ډول عذابونو شکنجه کېږي. د ایغورو او نورو مسلمانانو پر ناورين او خواره ورځ باندې ډېرو حکومتونو، نړۍوال سازمانونو او په نړۍ کې د بشر حقونو پاللو ټولنو له خوا دوامداره غبرګونونه ښودل شوي دي. دغه مسلمانان چې په کور دننه کې د خپل ژوند، دین، کلتور، او شتمنیو د لوټ او بربادېدو شاهدان دي، د خپلو حقوقو د تأمین لپاره یې و بهر ته د ملاتړ سترګي نیولې دي؛ د چین د دې له کړکېچ ډکې سیمې سره د افغانستان ګد سرحد او له خلکو سره یې د افغانانو ګډ دیني، کلتوري او حتی قومي تړاوونه کېدای سي چې په سینکیانګ کې د نفو‌ذ او مداخلې په پار د وسیلو په توګه وکارول سي.

له بل پلوه، افغانستان د پاکستان له ټولو هغو سیمو سره، له ګلګیټ بالتستانه نیولې تر بلوچستان پورې ګډه پوله لري چې وار د مخه په کې بې امني او کړکېچ وجود لري او يا هم د بې ثباتۍ د ودې بالقوه بستر په کې موجود دی. په پاکستان کې له امنیتي لحاظه دغه زیان‌منونکې سیمې د هندوستان د امنیتې سازمانونو له نظره د افغانستان اهمیت څو چنده لا ډېروي؛ ځکه د چین – پاکستان ګډ اقتصادي دهلېز چې د سیپک په نوم هم یاديږي، په چین کې له سینکیانګ ایالت څخه پیلېږي او له همدغو سیمو څخه تېرېږي.

سیپیک که له یوې خوا د چین لپاره د انرژۍ (تېل او طبیعي ګاز) د تأمین او امنیت په خاطر ستراتیژیک اهمیت لري، له بل پلوه د چین په بحري قدرت د بدلېدو وړتیا هم لري. د نړۍ د تاریخ‌پوهانو په نظر، مخکې له دې چې یو هېواد په نړۍوال ستر زبرځواک بدل سي، لومړی باید په منطقوي او بحري قدرت تبدیل سوی وي. په سیپیک پورې اړوند پروژو کې د چین بې سارې سرمایه ګذاریانې او د دې لارې پاکستان په مطلق ډول پر ځان باندې تړل و چین ته دا زمینه مساعدوي چې د پاکستان له بحري بندرونو په ګټه اخیستنه ځان پر بحري قدرت تبدیل کړي. هر څومره چې د چین -پاکستان ګډ اقتصادي دهلېز مسیر بې امن او له اغزو ډکېږي، په هماغه اندازه پر نړۍوال قدرت د چین بدلېدو خوب رشتیا کېدل ځنډول کېږي.

افغانستان د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره ګډې پولې او ژبنۍ، قومي، دیني او داسې نور مشترکات هم د هندوستان لپاره باید ډېر اهمیت ولري؛ منځنۍ اسیا د چین د تېلو او ګازو تأمینولو سترې زېرمې دي او له ټولو دغو هېوادونو مخ پر چین د تېلو او ګازو پایپلاینونه غځېدلي دي، که هر څه د چین له پلانونو او هیلو سره سم پر مخ روان وي، چین وار د مخه پر منطقوي قدرت تبدیل سوی او پر بحري ځواک بدلېدو ته یې هم چندان ډېر واټن نه دی پاتې. برعکس، د هندوستان اوله هیله دا ده چې چین هیڅکله پر نړۍوال ځواک تبدیل نه سي او یا هم هڅه به کوي چې دا لار و چین ته لا اوږده، پېچلې، ګرانه او ستونزمنه کړي؛ ځکه که چین په نړۍوال زبرځواک تبدیل سو، نو بیا به دغه هېواد اروناچال پردېش و چین ته او کشمیر و پاکستان ته پرېږدي او ترڅنګ به يې د سیکام، اسام او لدهک څخه هم خپل لاسونه مینځي. د متباقي هند د یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ضمانت یې هم هیڅوک نه سي کولای.

که له افغانستانه یې پاکستاني امنیتي چارواکي په ژړا، ساندو او واویلاوو راوستل او ترڅنګ يې په چین دننه او پاکستان او منځنۍ اسیا کې د چین ستراتیژیکو ګټو ته ګواښ پېښول، د هند د امنیتي سازمانونو اهداف او غوښتنې وي، نو بیا و دغو اهدافو ته د رسېدو لپاره افغانستان په خپله باید ناامنه، بې ثباته، په ګېډه وږی او ملت یې په بېلابېلو نومونو وېشلی وي؛ که داسې نه وي، هیڅ یو باثباته، د ښه اقتصاد خاوند او متحد او با اتفاق هېواد او ملت نه غواړي چې د پردیو دښمنۍ او تربګنۍ پر خپل کور او دسترخوان باندې مېلمانه کړي او دوی یې په مفته کوربه توب وکړي.

د بېوزلۍ، بې ثباتۍ او کور دننه بې اتفاقیو ترڅنګ چې و هندوستان ته یې په افغانستان کې د خپل نفوذ غځولو او پراخولو زمینه مساعده کړې ده، د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان دولتونو او چارواکو په خپل وار کوښښ کړی چې له هندوستان سره ښې اړیکې وپالي. د افغانستان دولتونو له پاکستان سره د ډیورند کرښې لانجې د نه حل په سبب او د پاکستان له خوا و دې مسئلي ته چې و افغانانو ته ډېره مهمه ده، لږ اهمیت قایلېدل، مجبوره کړي دي څو د خپلو حقوقو د لاس ته راوړلو په خاطر له هر ممکنه وسیلي څخه کار واخلي. څرنګه چې دواړه هندوستان او افغانستان له پاکستان سره سرحدي ستونزې لري، په طبیعي ډول دا دوه ملکونه خپلو کې نژدې اړیکې پالي. لکه څنګه چې پاکستان او چین خپلو کې نژدې اړیکې لري؛ ځکه چې دوی دواړه له هندوستان سره سرحدي ستونزې لري.

پاکستان په خپل وار له هندوستان سره د کشمیر پر سر د دښمنۍ په خاطر د افغانستان و خاورې ته بد نیت لري او خپلو اهدافو ته د رسېدو په خاطر یوه ځانګړې پالیسي لري چې له تېرو څلوېښت کلنو راپه دې خوا یې تعقیبوي. دا پالیسي د پاکستانۍ پالیسي (په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیک عمق) په نوم یادیږي. د پاکستان د دښمنۍ تفصیل د دې لیکنې د لیکوال په لاس لیکل سوې لیکنه کې وګورئ چې تېره میلادي میاشت د پژواک اژانس له خوا خپره سوه او د دې لیکنې په پای کې یې سپارښتنه سوې ده. د هغې لیکنې په تړاو د روانې میلادي میاشتې په سر کې و چین ته د پاکستان د صدراعظم د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو په خپله مشترکه وینا کې یو ځل بیا خپله ناپاکه هیله چې د سیپیک پروژه دې و افغانستان ته هم وغځېږي څرګنده کړه؛ څرنګه چې د سیپیک لار پر کشمیر تیرېږي، هندوستان دا پروژه د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ضد ګڼي. د چین او پاکستان د مشرانو له اعلامیې وروسته سمدلاسه د هندوستان حکومت خپل غبرګون وښود او د دوی دا وینا يې وغندله. ترڅنګ یې دا هم څرګنده کړه چې د هند حکومت په سیپیک کې د درېیم هېواد شمولیت ته د خپل هېواد پر ځمکنۍ بشپړتیا د تعرض په سترګه ګوري.

هم هند او هم پاکستان د کشمیر پر سر د لانجې له امله د افغانستان و موجودیت ته ګواښ او ریښه پرېکوونکي خطرات متوجه کړي دي. دا په داسې حال کې چې د افغانستان دولتونو د تاریخ په اوږدو کې هیڅکله کوښښ نه دی کړی څو د افغانستان ملي امنیت ساتلو په پار، په منظم او سیستماتیکه توګه د کشمیر له حالاتو څخه د لازمو، اړینو او مؤثقو معلوماتو راټولولو او د هغو په رڼا کې د مؤثرو پالیسیو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي. د افغانستان دولتونو یوازې په پاکستان کې د پښتنو او بلوڅو له ملت پالو احزابو او شخصیتونو سره کله ناکله اړیکې ساتلې دي. که څه هم هغه اړیکې تر ډېره حده بې محتوا او د ستراتیژیک لیدلوري له نظره د لږ اهمیت درلودونکې ثابت سوې دي. که د افغانستان خوږ ګوته د هغه بېوزلي، په وچه پورې تړاو او کور دننه بې اتفاقۍ دي نو د هندوستان او پاکستان خوږ ګوته بیا کشمیر دی.

اړینه سپارښتنه: لیکوال له ټولو درنو لوستونکو هیله کوي چې د سیپیک په هکله د ده په قلم لیکل سوي د «چالش روابط چین – افغانستان تحت شعاع اهداف امنیتي و ستراتیژیک پاکستان» تر عنوان لاندې لیکنه حتمن ولولي. لیکنه پژواک خبري اژانس څو اونۍ وړاندې خپره کړې ده.

يادښت: د دې لیکنۍ د بشپړولو لپاره د لیکوال په لاس له لیکل سوې لیکنې څخه چې د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې د جیوپالیټیکس په مجله کې په انګریزي ژبه خپره سوې وه، ډېره ګټه اخیستل سوې ده. د دغه لینک په کېکاږلو سره یې انګریزي متن لوستلای سئ:

Spoilers of Peace Process in Afghanistan: Ghani, the al-Qaeda, Iran’s Fatyeamyoun Army and also India

ټویټر کې پته: @AlumniAzam

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Hits: 503

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.