ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لیکنه: ډاکټر ظهیر

بيزو کوی يا تڼاکي (Monkeypox): يوه وړجنه (ساري) کمپېښې ناروغي ده چې مونکي وايرس (Monkeypox virus) يې منځ ته راوړي. دا ناروغۍ سپکه يا هم متوسطه تېرېږي او تر ډېره بريده مياشت روسته ښه کېږي. ناروغۍ کله نا کله سختېږي او ناروغ وژني.

بيزو کوی د انسان سربېره په نورو ژوو کې هم رادبره کېږي او د انسانانو او څارويو ګډه (زونوزيس) ناروغۍ ده. ناروغۍ لومړی ځل په ۱۹۵۸ کې د ډينمارک په يوه ازمېيښتځي کې وپېژندل شوه او په ۱۹۷۰م کې يې په ګانګو کې يو کس ناروغ کړ. په ۲۰۰۳م کې د امريکا د هغو څارويو په پلورځيو کې چې له ګانا څخه راوړل شوي ول؛ وليده شوه. څلور کاله روسته یې په امریکا او افريکا کې د ناروغو سيپو له کبله په انسانانو کې ۷۰ پېښې رامنځ ته شوې. په ۲۰۲۲م کې يې پراخ خپرېدل له بريټانيا پيل او تر اسټراليا و امريکا ورسېد.

د بيزو کوي پټ پړاو (بدن ته د وايرس له ننوتو تر لومړۍ نښې پورې) يوه نيمه اونۍ دی. ناروغي په تبه، سر خوږو، د غړو خوږو، د پوستکي په مټاکو، د لنفاوي مرغېړو په پاړسوب، او ستړيا پيلېږي. روسته د ناروغ پر بدن تڼاکې راخېږي. د يادولو وړه ده چې بيزو کوی تر ډېره بريده د الوتونکو د کوی په څېر دی.

که روغ انسان د ښکار غوښې ته لاس ور وړي، يا يې په ناروغۍ اخته ځناور وداړي/نوکارې کړي، او يا هم د ناورغ کس له اوبلنتوکو، او ککړو شيانو سره په اړيکه کې شي؛ په ناورغۍ اخته کېږي. د ناروغۍ لامل په افريکا کې د شخوندوهونکو تر منځ خپرېږي را خپرېږي. د وايرس د ډي اين اې په ازمېيښتلو سره ناروغي نومېرل کېږي. په ۲۰۱۹ کې د دې ناورغۍ واکسين د امريکا په متحده ايالاتو کې تائيد شو او ناروغۍ په مخنيوي کې ۸۵٪ اغېزمن دی. که د ناروغۍ درملنه ونشي؛ کېدای شاوخوا ۱۰٪ ناروغان مري. نن سبا د اورتوپوکس ويروسونو د درملنې لپاره ټيکوويريماټ درمل کارېږي. همداراز د سيډوفووير يا هم د برين سيډوفووير کارونګ هم ګټور دی.

د ناروغۍ لامل

وړاندې مو وويل چې دا ناروغۍ د بيزو کوي وايرس (Monkeypox virus) رامنځ ته کوي. دا وايرس د اورتوپوکس (Orthopoxvirus) له نوغه دی او د پوکس وريدې (Poxviridae) په کورنۍ پورې اړه لري. پوهګړو لومړی ځل دا وايرس په ۱۹۵۷م د کوپينهاګن په يوه ازمېيښځي کې پر بیزوګانو باندې د څېړنو پر مهال وموند او پر وايرس يې د بيزو کوي/تڼاکو وايرس نوم کېښود.

وايرس چېري پيدا کېږي؟

د بيزو کوي وايرس تر ډېره بريده په استوايي وېجو او د افريکا په مرکزي او لوېديځو کليوالو سيمو کې پيدا کېږي. له لوېديځي افریکا څخه لېږدول شوی وايرس د مرکزي افريکا د وايرس په پرتله ډېر نه خپرېږي او وژنکچه او نور غوارض يې لږ دي. د بيزو کوی د ۱۹۷۰مه را په دې خوا په لاندې هېوادونو کې ليدل شوی دی:

  • ګانا
  • بنين
  • کاميرون
  • عاج کڅ (عاج ساحل)
  • ګابين
  • لايبيريا
  • ناجېريا
  • ګانګو
  • سيراليون
  • سويلي سوډان

دا خبره د يادولو ده چې د ناروغۍ ډېري پېښې د کانګو ډيموکراټيک جمهوريت په کلیوالو سيمو کې رامنځ ته شوې دي.

که په پورتنيو هېوادونو کې اوسئ او يا هم د ورتګ نمت لرئ؛ نو لاندي ټکي په پام کې ونيسئ:

لومړی: د بيزو کوي پر وړاندې ځان واکسين کړئ.

دويم: هغه کسان چې په ناروغۍ اخته دي؛ مه ور نږدې کېږئ.

درېيم: د ناروغو/ککړ کسانو له اوبلنتوکو سره مه په اړېکه کې کېږئ.

څلورم: د ناروغو/ککړو کسانو جامې/اوزار مه کاروئ.

پينځم: له ناروغو څارويو څخه ځان خوندي کړئ.

د ناروغۍ نښي نښانې

بيزو کوی د چيچک/کوي غوندې دی خو نښي يې لږ سپکي او سرسري وي. په وايرس ککړ شوی کس له پينځو تر ۲۱ ورځو پورې لومړۍ نښه راښکاره کېږي. ډېر کله دا موده د يوې او دوو اونيو تر منځ وي.

یادونه: کوی يا د چيچک ناروغۍ په ۱۹۸۰م کې له نړۍ څخه ورکه کړل شوه.

لومړۍ نښې:

  • تبه (د لومړۍ نښې په توګه)
  • سخت سر خوږ
  • ستوني خوږ
  • د ملا خوږ
  • د ځان درد
  • د ستوني، تخرګونو، او ورنو د مرغېړو پاړسوب او غټېدل
  • ستړيا
  • لړزه
  • ټوخی (کله ناکله)

تر تبې دوې درې ورځې روسته پوستکی (مخ، ورغوي، پښو تلې، خوله، سترګې، او نوږيزو غړي)مټاکې او تڼاکې کېږي. په پیل کې د پوست رنګ بدلېږي، روسته پاپولونه (Papules) راخېژي چې بيا په وازيکولونو (Vesicles) يا رڼو دانو بدلېږي، موده روسته په ژېړ رنګه تڼاکو (Pastules) اوړي، او په پای کې چوي چې ټپونه یې جوړېږي. دا ټول بهير له دوو اونيو تر يوې مياشتې پورې بشپړېږي.

د ناروغۍ نورې ستونزې

کېدای شي د بیزو کوی لاندې ستونزې هم رامنځ ته کړي:

لومړی: سکاروی (برونکونومونيا)

دويم: د مغزو پاړسو (اينسيفالېټس)

درېيم: د وينې شديد عفونت (سپېسيس)

څلورم: د قرنيې يا د سترګې د بهرني راڼه پوښ عفونت چې کېدای شي د ړندېدو لامل وګرځي.

پينځم: نور دويمي عفونتونه

ماشومان او هغه کسان چې معافيتي سيسټم يې کمزوری وي؛ د ناروغي د سختې څپې ښکار ګرځي.

د پېچلو او سختو پېښو پر مهال ډېرې ټناکې/ټپونه له يو بل سره يوځای کېږي چې کېدای شي د پوستکي لويې لويې ټوټې ولوېږي.

د وايرس خپرېدنګ

د بيزو کوی د ککړو څارويو او انسانانو له لاندې توکو سره تر نېغې اړېکې روسته خپرېږي:

  • د بدن اوبلنتوکي
  • وينه
  • د پوستکي خيږ يا مخاط
  • سايز (تنفسي) واړه څاڅکي؛ له انسان څخه انسان ته.

دا توکي د سا/سږو، مخاطي غشاګانو، او پوستکي له لارې بدن ته ننوځي. څېړنې وايې چې له انسان څخه انسان ته د ناروغي لېږد خورا لږ دي. ډېره موده او يو بل ته مخامخې اړېکې د ناروغي په خپرېدنګ هم رول لري.

د برنيو لارو سربېره؛ د ناروغلامل پر دې رودو هم خپرېږي:

  • که ککړ ژوي/څاروي انسان وچيچي او يا يې هم وداړي.
  • د ناروغ څاروي د غوښې خوړل.
  • له ککړو اوزارو سره اړېکه درولودل.
  • له ناروغ/شکمن کس څخه وينه اخيستل.

هو؛ تر دې دمه د وايرس لېږدمټه (ناقل) نه دی پېژندل شوی. خو داسې ګومان کېږي چې افريکايي شخوند وهونکې بې څه نه دي.

د ناروغۍ وژنکچه

د امريکا متحده ايالاتو د ناروغيو د ولکې او مخنيوي مرکز (CDC) د څېړنو له مخې؛ په هرو لسو ناروغو کسانو کې يو کس وژل کېږي. روغتيا نړېوال سازمان دا کچه له ۳ تر ۶٪ بولې. دا اداره زياتوي چې کېدای شي په سختو حالاتو کې د وژنې کچه تر ۳۰٪ ورسېږي. که ناروغۍ سخته او پېچلې وي؛ کېدای شي دا شمېره نوره هم پورته ولاړه شي.

په لاندې اکرونو کې ناروغۍ سخته او شديده کېږي:

  • د نورو په پرتله کم منګي
  • ډېره موده په وايرس اخته کېدل
  • د کمزورې سټه او روغتيا درلودل

د مشکوکو خلګو بېلول او د ناروغي نومېرنه (تشخيص)

په دې حالاتو کې بايد هغه کس له نور خلګو څخه بېل وساتل شي:

لومړی: د بيزو کوي له ناروغ سره يې ژوند کړی وي.

دويم: د هغو کسانو په ګاونډ او شاوخوا چې د بيزو په کوي اخته وي؛ اوسېدلی وي.

درېيم: هغه هېواد ته يې سفر کړی وي چې هلته د بيزو کوی خپور وي.

پينځم: ناروغو ژوو يا څارويو چيچلی يا داړلی وي.

شپږم: له وارد شوو څارویو سره په اړېکه کې شوی وي.

اووم: د ناروغو يا ککړو څارویو نيم خامه غوښه يا نورې يېبرې (محصولات) يې خوړلي وي.

اتم: کوم استوايي باراني ځنګل ته تللی وي او يا هم هغه ته نږدې اوسېدلی وي.

د ناروغۍ د نومرېنې لارې چارې

د نومېرنې پر مهال بايد د بيزو کوی له چيچک، د الوتونکو له چيچک، شري، سيفليس، او نورو باکټريايي پوستي عفونتونو څخه توپير کړل شي. د دې ناروغۍ په نومېرنه کې د انټي بادي و انټي جن ازمېيښتونه ګټور نه دي. د ټناکې د منځ له اوبلنتوکو څخه د PCR ازمېيښت لپاره نمونه واخيستل شي. د بيزو کوی په لاندې رودو نومېرل کېږي:

لومړی: له ناروغ څخه د مخينې (تاريخچې) پوښتل. په دې کې تر ټولو اړين ټکی له ناروغ څخه د هغه د لوېښت (سفر) او تګ و راتګ په اړه مالومات اخيستل دي.

دويم: په ازمېيښتون کې د کوي له خيږ څخه توکي د (PCR) ازمېښت لپاره اخيستل کېږي.

درېيم: بيوپسي؛ له پوستکي له ټوټو څخه د وايرس ازمېښت لپاره بيوپسي اخيستل کېږي.

د وينې ازمېيښت کره او کوټلې پايلې نه لري ځکه خو يې سپارښتنه نه کېږي. له آره وايرس د تڼاکو په اوبلنتوکو کې وي او په وینه کې د لنډ وخت لپاره پاته کېږي.

د ناروغۍ درملنه:

تر دې دمه په نړۍ د بیزو کوي لپاره هيڅ ځانګړې او بشپړه اغېزمنه درملنه نشته. له ښېمرغې؛ دا ناروغۍ د وخت په تېرېدو سره پخپله ځان کابو او کمزوری کوي او ناروغ کرار کرار روغېږي.

د ناروغۍ د پراخ خپرېدنګ د مخنيوي او کابو لپاره درمل او لارې چارې شته چې ځينې يې دلته راوړو:

لومړی: تر ګړدو وړاندې؛ د بيزو کوي (بيزو تڼاکو) واکسينېشن.

دويم: له ګلوبولينونو څخه ګټنه.

درېيم: وايروس بډي (انټي وايرل) درمل کارول. هرګوره، په څارويو کې.

څلورم: د ناروغي د نښو نښانو تر ورکېدو پورې د شکمن کس کرنټين کېدل.

پينځم: په کرنټین په موده کې د شکمن کس ماسک کارول.

روغتيا نړېوال سازمان د ناروغي په مخينوي او نور نه خپرېدلو کې د واکسين اغېزمنتيا آن تر ۸۵٪ ښيي.

هو، که چا په ماشومتوب کې د چيک واکسين لګولي وي؛ ډاډه دې ګرځي ځکه چې د وايرس زور نه ور باندې رسېږي او که يې ورسېږي؛ ډېر سپک او کمزوری به وي. په ۲۰۱۹م کې د چيچک او بيزو کوي نوی واکسين تائيد شو خو تر دې دمه يې کارونګ نه دی ټوليز شوی.

د ناروغۍ مخنيوی

څه موده وړاندې CDC د ناروغي د مخنيوي او ولکې لپاره ګڼې لارې چارې وړانديز کړې چې ځينې يې په لاندې توګه دي:

لومړی: له ناروغو څارويو سره دې اړېکه نه نيول کېږي.

دويم: مړزګو (د څارويو لاشو) ته دې لاس نه ور وړل کېږي.

درېيم: ناروغ او مشکوک څاروي دې کرنټېن شي.

څلورم: مشکوک کسان او هغه کسان چې له ناروغو څارويو سره یې اړېکه درلوده؛ باید کرنټين شي.

پينځم: لاسونه دې په صابون او ضدعفوني محلولونو ومينخل شي.

د امريکا متحده ایالاتو د خوړ او درو سازمان (FDA) د JYNEOS (Imvanex/Imvamun) واکسين چې کمزوری کړل شوی وايرس دی؛ تائيد کړي او هغو کسانو ته يې د ورکولو شپارښتنه کوې چې هغوی له ناروغو څارويو سره په نېغه اړېکه کې وي او يا هم د بيزو تڼاکو په ازمېښتځيو کې کار کوي.

د واکسين ګټورتوب

وړاندې يادونه وشوه چې واکسين د ناروغۍ په مخنيوي کي خورا ګټور دی. هغه څېړنې چې په افريکا کې ترسره شوې دي؛ د واکسين اغېزمنتوب تر ۸۵٪ زبادوي. څېړونکي په دې باور که چې د واکسين له لګولو روسته کس د بيزو کوي له ناروغ سره په اړېکه کې شي او يا هم ناروغ شي؛ ناروغي به يې ډېر سخته او پېچلې نه وي. په امريکا کې لاندې واکسينونه کارول کېږي:

لومړی: د امريکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) د JYNNEOS (Imvamune) تائيد کړی دی. دا واکسين له کمزروي کړل شوي وايرس څخه جوړ شوی دی.

دويم: په ځينو ځانګړو حالتونو کې د ACAM2000 له واکسين څخه هم کار اخيستل کېږي. دا هم له کمزوري کړل شوی وايرس څخه جوړ شوی دی او تر اتلس کالو لوړو کسانو ته ور لګول کېږي.

درېيم: د چيچک واکسين د بيزو کوي په مخنيوي او د ناروغۍ د سختوالي په را کمولو کې ګټور دی.

اخځونه

  1. About Monkeypox. CDC. 11 May 2015. Archived from the originalon 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  2. Ogoina D, Iroezindu M, James HI, Oladokun R, Yinka-Ogunleye A, Wakama P, Otike-Odibi B, Usman LM, Obazee E, Aruna O, Ihekweazu C. Clinical Course and Outcome of Human Monkeypox in Nigeria. Clin Infect Dis. 2020 Nov 5;71(8):e210-e214. doi: 10.1093/cid/ciaa143. PMID: 32052029.
  3. Cono J, Cragan JD, Jamieson DJ, Rasmussen SA. Prophylaxis and treatment of pregnant women for emerging infections and bioterrorism emergencies. Emerg Infect Dis. 2006 Nov;12(11):1631-7. doi: 10.3201/eid1211.060618. PMID: 17283610; PMCID: PMC3372351. Mbala PK, Huggins JW, Riu-Rovira T, Ahuka SM, Mulembakani P, Rimoin AW, Martin JW, Muyembe JT. Maternal and Fetal Outcomes Among Pregnant Women With Human Monkeypox Infection in the Democratic Republic of Congo. J Infect Dis. 2017 Oct 17;216(7):824-828. doi: 10.1093/infdis/jix260. PMID: 29029147.
  4. Jezek Z, Szczeniowski M, Paluku KM, Mutombo M. Human monkeypox: clinical features of 282 patients. J Infect Dis. 1987 Aug;156(2):293-8. doi: 10.1093/infdis/156.2.293. PMID: 3036967.
  5. Petersen BW, Harms TJ, Reynolds MG, Harrison LH. Use of Vaccinia Virus Smallpox Vaccine in Laboratory and Health Care Personnel at Risk for Occupational Exposure to Orthopoxviruses — Recommendations of the Advisory Committee on Immunization Practices (ACIP), 2015. MMWR Morb Mortal Wkly Rep 2016;65:257–262. DOI: http://dx.doi.org/10.15585/mmwr.mm6510a2
  6. پرش به بالا به:۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ “Signs and Symptoms Monkeypox”. CDC. 11 May 2015. Archived from the original on 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  7. پرش به بالا به:۳٫۰ ۳٫۱ “Transmission Monkeypox”. CDC. 11 May 2015. Archived from the original on 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  8. “2003 U.S. Outbreak Monkeypox”. CDC. 11 May 2015. Archived from the original on 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  9. McCollum AM, Damon IK (January 2014). “Human monkeypox”. Clinical Infectious Diseases. 58(2): 260–267. doi:1093/cid/cit703PMID 24158414.
  10. “2003 U.S. Outbreak Monkeypox”. CDC. 11 May 2015. Archived from the originalon 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  11. “Treatment | Monkeypox | Poxvirus | CDC”. www.cdc.gov. 2021-07-18. Archived from the originalon 2019-06-15. Retrieved 2022-05-18.
  12. “FDA approves first live, non-replicating vaccine to prevent smallpox and monkeypox”. FDA. 24 September 2019. Archived from the originalon 17 October 2019. Retrieved 27 September 2019.
  13. McCollum AM, Damon IK (January 2014). “Human monkeypox”. Clinical Infectious Diseases. 58(2): 260–267. doi:1093/cid/cit703PMID 24158414.
  14. “Treatment | Monkeypox | Poxvirus | CDC”. www.cdc.gov. 28 December 2018. Archived from the originalon 15 June 2019. Retrieved 11 October 2019.
  15. “Signs and Symptoms Monkeypox”. CDC. 11 May 2015. Archived from the originalon 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  16. Marriott KA, Parkinson CV, Morefield SI, Davenport R, Nichols R, Monath TP (January 2008). “Clonal vaccinia virus grown in cell culture fully protects monkeys from lethal monkeypox challenge”. Vaccine. 26(4): 581–588. doi:1016/j.vaccine.2007.10.063PMID 18077063.
  17. پرش به بالا به:۱۳٫۰۱۳٫۱ “Monkeypox”. CDC. 11 May 2015. Archived from the original on 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  18. “2003 U.S. Outbreak Monkeypox”. CDC. 11 May 2015. Archived from the originalon 15 October 2017. Retrieved 15 October 2017.
  19. “Monkeypox cases investigated in Europe, US, Canada and Australia”بی‌بی‌سی نیوز. Retrieved 20 May2022.
  20. https://www.cdc.gov/poxvirus/monkeypox/lab-personnel/index.html
  21. https://www.who.int/news-room/fact-sheets/detail/monkeypox
  22. https://www.who.int/emergencies/disease-outbreak-news/item/2022-DON385
  23. https://www.cdc.gov/poxvirus/monkeypox/index.html
  24. https://www.nhs.uk/conditions/monkeypox/

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 107

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.