ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سوډان جګړه
د سوډان جګړه

لیکوال: عبدالحمید جلیلي

د سوډان د جګړې پوهياوي لپاره  لومړی د  (لنډکروزر جګړه) د اصطلاح او د يوې وړې مقدمې يادونه اړین بولم.

لومړی: د سوډان اوسنۍ جګړې پيل له ۲۰۰۳  کال راهيسې دغې مشهورې اصطلاح (دلنډکروزر جګړه) سره پيل شوه ، حکومت مخالف سوډاني باغيانو به يو سيټه ټيوټا لڼډکروز يو ډول خاص موټرې چې په افغانستان کې  په چهار هزار مشهورې دي داسې جوړې کړې چې په سر به يي دهشکه نصب کړه او د باډۍ غاړو ته به يې وسله وال باغيان ناست د حکومت پر ضد ګوريلايي حملې او جګړه کوله !

باغيان به په ټيوټا لڼډکروز ناست د سوډان سوځنده دښتو کې حمل او نقل درلود؛ نو له همدې له امله سوډان کې دا جګړه د لڼډ کروزر جګړې په نامه مشهوره شوه!

دوهم: په سوډان کې په تاريخي ډول دوه ډوله خلک استوګن دي، لومړی هغه عربي الاصله افريقايان دي چې اصلا د زرګونو کلونو راهيسې د سوډان اصلي اوسېدونکي نه دي ،  بلکې د وخت تیرېدو سره سوډان ته راغلي او دلته ميشت شوي دي، دغه خلک فزيکي جوړښت هم يو څه اندازه د افريقا اصلي اوسېدونکو سره توپير لري. دوي په عربي ژبه خبرې کوي او اکثريت يي مسلمانان دي ، دوی د سوډان مجموعي نفوس اويا سلنه دي.

دوهم هغه افريقايي الاصله سوډانيان دي چې د زرګونو کلونو راهيسې په سوډان کې ميشت دي او د سوډان اصلي پخواني اوسېدونکي دي ، د دوي فزيکي جوړښت هم مختلف دی او مورنۍ ژبه يي هم محلي ده ، که څه هم  په عربي پوهيږي ځکه چې د سوډان رسمي ژبه ده ، خو  دوی په خپل منځ کې په محلي ژبه خبرې کوي، دوي د سوډان ديرش سلنه نفوس تشکيلوي او د سوډان په غربي برخه کې  ميشت دي.

د دوي اصلي ټاټوبی دارفور دی ، يعنې يو لفظ د انګلیسي او بل عربي ( د څلورو قبيلو کور) په غټه کې په دارفور کې څلور افريقايي الاصله قبيلې استوګنه لري، د لومړۍ نړيوالې جګړې مخکې دغه سيمه کي مستقل او خپلواک سلطنت و،  چې په غټه کې د عثماني خلافت وفادار او ملاتړي وو، ، په لومړۍ نړيواله جګړه کې د عثماني خلافت په پلوي يي د انګلستان ، فرانسې او متحدينو پر وړاندې جګړه وکړه چې د عثماني خلافت سقوط وروسته دغه سيمه د انګلستان مستعمره شوه او سلطان يي چې په علي دينار مشهور و، له بریتانيې لخوا اعدام او مړی يي په وچ ډاګ لمر ته کيښودل شو او دا سيمه د سوډان سره يو ځای شوه . په ۱۹۵۶  ميلادي کال کي سوډان خپلواکي تر لاسه کړه .

د يادونې وړده چي سوډان له  خپلواکۍ مخکې او وروسته انګرېزانو لخوا قدرت اويا فيصده عرب افريقايي وګړو ته ورکړل شو ځکه چې له يوه خوا دوی اکثريت وو، او له بلې خوا دوي انګريزانو ته د عثماني خلافت سقوط پرمهال او وروسته وفادار وو، او له بله پلوه دارفور خلک پخوا مستقل سلطنت درلود چې د انګرېزانو لخوا محکوم او سوډان سره يو ځای شو ، دوهم دا چې هغوی د سوډان اصلي اوسېدونکي  ځان بولي؛ نو په دې اساس دوي هيڅکله راضي نه وو، چې د سيمې په اصلي اوسېدونکو هغه عربان حکومت وکړي چي په اصل کې دغې سيمې اصلي اوسېدونکي نه دي ؛ نو په همدې اساس دغه دواړو سوډاني لوریو  تر منځ له پخوا راهيسې تاوتریخوالی  معمول وو. او دارفور خلکو له پخوا راهيسې د داخلي آزادۍ غوښتنه کوله. همدارنګه د وسائلو له لحاظه تقريبا د تيلو ټول ذخاير په دغه سيمه کې دي.

له دغې مختصرې مقدمې وروسته غواړم چې د جګړې يو څه تاريخي پس منظر ته ولاړ شو!

لکه څرنګه چي دغه دواړو جهتونو تر منځ تنش او تاوتريخوالی په مختلفو وختونو کې معمول و او سوډان حکومت چې اکثريت مطلق يې عرب افريقايي وو، په دغه سيمه کې د عملیاتو فيصله وکړه ، خو دغې فيصلې د مشکلاتو حل پرځای نور نوې  ستونزې وزیږولې ، کله به حکومت اقتصادي ستونزې وې کله به هغه سوځنده دښتو ته د لوژیستیکي توکو رسول او نورې ستونزې وې .

لڼده دا چې حکومت په خپلو موخو کې بريالي نه وه. په ۲۰۰۲  زیږدیز کال کې د دارفور مهمې باغي ډلې په ګډون د سوډان لبريشن مومنټ او سوډان جسټس ايڼډ اکواليټي مومنټ د سوډان حکومت پر خلاف اتحاد وکړ، او دوی لومړی هغه عرب سوډانيان چې دارفور کې ميشت وو، هدف وګرځول. همدارنګه د لنډکرزو جګړې په واسطه به يې سوډاني ځواکونه هم هدف ګرځول او بيا به په چټکۍ د لنډکرزو په واسطه دښتو کې ځان ورک کړ.

باغي ډلو د ۲۰۰۳ کال د مارچ په ۲۵مه، د سوډاني ځواکونو يو لوي مرکز په همدې شکل ونيوه او ډيرې وسلې او مهمات یې له ځانه سره یوړل ، باغيانو دوه کاله موده کې ۲۸ لويې حملې پر سوډاني ځواکونو وکړې چې په ۲۴ کې بريالي شول او ټول وسايل او وسلې یې غنيمت کړې، هغوي د لنډکرزو په واسطه په دښتو ، صحراوو، کڼډو کپرو او ځنګلونو د جګړې داسې مهارت درلود چې سوډاني ځواکونو يې له ماتې سره مخامخ کړل، په دغه وخت کي د سوډان ولسمشر عمر البشير و ، هغه په ۱۹۸۹ ميلادي کال کي د نظامي کودتا له لارې واک ترلاسه کړ او ځان ته يي د مارشال رسمي لقب هم ورکړ،عمر بشير له دغو بریدونو ډير وارخطا او تنګ شو بلاخره يي د سوډان استخباراتي ادارو سره يو ځای يو سخته او لويه فيصله وکړه ، هغوي تکل وکړ چې د باغيانو خلاف په دارفور کې هغه کم تعداد عرب سوډانيان مسلح او وروزي چې د هغې سيمې له حالاتو او جغرافيې پوره خبر دي، هغوي ته یې وسلې ورکړې ، منظم یې کړل وې روزل ، لنډکوزر موټرې ورکړې، پيسې ورکړې ترڅو د باغيانو پر خلاف جګړه کي استخباراتي او نوره مرسته ترې واخلي.

له پخوا راهيسي دلته د عربانو يوه باغي ډله چې په جنجويد مشهوره وه موجوده وه، هغوي به اوښانو، اسپو او نورو ځناورو په وسیله  شوکې او غلاوې کولې، اکثريت مطلق بې سواده وو او مشران هم له ښونځيو تښتيدلي بې سواده کليوال وو.

د حکومت د پرېکړې له مخې، دوی ته هر څه لاس ته ورغلل اوس دوی هم د لنډکرزو خاوندان شول، مختلفې وسلې او پيسې يې هم ترلاسه کړې، دوی به سوډاني حکومت ته جاسوسي کوله او سوډاني ځواکونو به د باغيانو پوره کلي په بمباريو تباه کړل، همدارنګه چا به چې باغيانو ته پناه ورکوله هغوي به يي له منځه یوړل..

په دغه وخت کې باغيان ډير تنګ شول او پرېکړه یې وکړه چې په هر صورت به په دارفور کې د حکومت هوايي ځواک له منځه وړي ، هغوی په ۲۰۲۳ کال د اپريل مياشت کې د لنډکروزو په واسطه د الفاشر پر هوايي ډګر برید وکړ او د حکومت ټولې الوتکې یې تباه کړې ، عسکر يي ووژل او د سوډان هوايي ځواک قوماندان جنرال ابراهيم اسماعيل يي د اسير په ډول ځان سره يوړل ، هغوی د حکومت ټول وسايل غنيمت کړل ، له همدې جګړې وروسته د سوډان اوسنۍ جګړه سر چينه اخلي.

د الفاشر جګړې وروسته عمر بشير جنجويد ځواک نيمه رسمي يا مليشه ځواک اعلان کړ او مشر جنرال حماد اغلو چې په جنرال حميدتي مشهور دی وټاکه…. او د هغه ځواک ته يې (ریپيډ سپورټ فورس يا ار ايس ايف RSF  نوم ورکړ، جنرال حميدتي چې له مکتب څخه تښتیدلی او بې سواده و،  په څو ورځو کې د جنرالۍ لقب یې ترلاسه کړ .

جنرال حميدتي په بې رحمۍ سره په دارفور کي د باغيانو کلي او کورونه تباه کړ ، نسل کشي وکړه او ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۸ پورې تر درې سوه زرو پورې انسانان یې ووژل ، له همدې امله د نړيوالې محکمې لخوا عمر بشير او جنرال حميدتي په قتل عام تورن شول .، د جنرال حميدتي دغه اقداماتو د دارفور خپلواکۍ ته زمينه برابره کړه او بلاخره دارفور يو خپلواک هيواد شو.

له دې ټولو اقداماتو  سره سره عمر بشير جنرال حميدتي خپل وفادار باله ليکن جنرال حميدتي د جګړې څخه د خلاصون وروسته د خپلو ځواکونو تقويه کيدل پيل کړل ، نورو هېوادونو ته یې سفرونه پيل کړل او د حکومت له موافقې پرته یې نورو هېوادونو سره تړونونه لاسلیک کړل، . هغه په ۲۰۱۴ کال کې له سعودي سره د موافقې په اساس د يمن خلاف خپل ځواکونه يمن ته واستول او مقابل کې سعودي او اماراتو په ميلياردونو ډالرو ونازوه ، جنرال حميدتي  مشکل وخت کې سوډاني بانکونو ته يو مليارډ ډالره قرضه هم ورکړه.

همدارنګه هغه د نيل سيند تر غاړې د روسیې مشر پوټين مليشې وګنر ګروپ سره د سرو زرو د ويستلو معاهده وکړه چې تراوسه دوام لري، همدا راز هغه د اروپايي ټولنې سره د افريقايي مهاجرينو مخنیوي پخاطر د ليبيا سرحد نظارت لپاره تړون وکړ.

تر دوه زره اتلسم کال جنرال حميدتي اوياوو څخه تر سلو زرو خپل فوځ جوړ کړ ، ظاهراً خو د حکومت خپله ملېشه شميرل کيده،  خو عملاً دا پوځ د جنرال حميدتي ذاتي پوځ او مليشه ده، تر دوزه اتلسم جنرال حميدتي د سوډان دريم لوي شخصيت او ځواک شو.

لومړی: مارشال عمر بشير د سوډان ولسمشر

دوهم: د سوډاني ځواکونو لوی درستيز جنرال فتح البرهان

دريم: جنرال حميدتي د ار ايس ايف مشر

په ۲۰۱۹ کال کې د سوډان خلک د عمر بشير ديرش کلنۍ واکمنۍ خلاف سرکونو ته راووتل ، هغوی د اقتصادي ستونزو ، نړيوالو محدوديتونو او استبدادي حکومتدارۍ څخه نور تنک شول او د جمهوريت او ښه اقتصاد غوښتونکي شول، هغوی له عمر بشير څخه د استعفی غوښتنه کوله ، يو ځل بيا جنرال حميدتي د عمر بشير په حکم په مظاهره کوونکو ډزې وکړې او زيات شمېر مظاهره چیان یې ووژل.

دغه کار سره جنرال حميدتي په پټه غوښتل چې عمر بشير نور هم غير مقبول کړي او د هغه لپاره د حکومت کولو لاره هواره شي.

په همدې حالت کي جنرال حميدتي د لوي درستيز جنرال فتح البرهان سره پلان جوړ کړ او د يوې کودتا په شکل ييې عمر بشير د ۲۰۱۹ کال د اپريل مياشت کې له قدرت څخه لرې کړ ، پر بیلا بیلو جرمونو یې تورن او زندان کې یې واچاوه.

دواړو جنرالانو د جمهوريت د بحالۍ او حکومتدارۍ په بهانه يو پوځي کميسيون جوړ کړ چې مشر  يې جنرال برهان او مرستیال یې جنرال حميدتي وټاکل شول، په دغه کميسيون کي يو شمېر ملکي خلک هم وو، چې د عبدالله حمدو په نامه یو تن یې يو ګوډاګی او بې واکه صدراعظم وټاکه ، خو واک ټول له دغو جنرالانو سره وو.

د سوډان خلک يو ځل بيا دغه جنرالانو خلاف سرکونو ته ووتل چې بیا ځل تقريبا تر دوه نيم سوه مظاهرين د جنرال حميدتي له ځواکونو لخوا ووژل شول، اوس دواړه جنرالان نه د انتخاباتو نوم اخلي او نه د جمهوريت او هغه ځکه چې تر شاه يې دواړه جنرالان ځينې دلايل لري،  او همدارنګه نړيوالې موخې او لاس وهنې هم شته.

د سوډان لوي درستيز وايي چې جمهوريت هغه وخت بحال کيداي شي چې سوډان يو پوځ ولري او غوښتنه لري چې بايد د جنرال حميدتي مليشه په دوو کلونو کې د سوډان له دولتي ځواکونو سره یو ځای شي او ټول پوځ د یوې قوماندې لاندې وي او دی پخپله ولسمشر وشي. بلخوا جنرال حميدتي پوهيږي چي د ادغام او جنرال برهان مشرۍ په صورت هر څه له لاسه ورکوي ، نو د همدې لپاره وايي چې ادغام پروسه بايد  په لسو کلونو کې بشپړه شي .

د همدې اختلاف په اساس جنرال حميدتي په مسکو کې د روسیې له ولسمشر پوټین سره ولیدل تر څو هوايي ځواک تر لاسه کړي ، خو د اوکراین  د جګړې له امله ونتوانيده چې له روسیې هوايي ځواک واخلي ، نو په همدې اساس جنرال حميدتي د سوډان ستراتيژيکو نقطو کې خپل پوځ ځای پرځای کړ او هڅه یې وکړه چې د سوډان هوايي ډګرونو تر څنګ خپل ځواک پياوړي کړي او همدا کړنې یې د تازه جګړو لامل شوې چې تر اوسه دا جګړه روانه ده او سلګونه خلک پکې ووژل شول.

جنرال حميدتي تر ټولو لومړی د جنرال فتح البرهان پر هوايي ځواکونو برید وکړ، ځکه دا هغه څه ول چې جنرال حميدتي نه درلود.

امريکا ، روسیې ، چين ، مصر ، سعودي او امارت  له دغو ملاتړ کوي، امريکا غواړي چې روسيه د سرو زرو د پروسس او ګټې محروم کړي او روسيه په مقابل کې عمل کوي او وګنر ګروپ په وسیله جنرال حميدتي ته وسلې او مهمات ورکوي. سعودي او امارت غواړي چې ددوی ملاتړ  ځواکونه په واک کې شریک وي او نه غواړی چې اسلام پال اخوانيان واک ترلاسه کړي ، مصر د نيل په غاړه د نورو هېوادونو ځواکونو لخوا د کانونو استخراج مخالفت دی همدارنګه د ترکیې اقتصادي تعامل او اسلام پالو مخالفت کوي چين په افريقا کې د سوډان جغرافيې موقعيت څخه د استفادې په لټه کې دی.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 1976

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.