ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فلسطین ننګه د چا مکلفیت؟
د فلسطین ننګه د چا مکلفیت؟

لیکنه: م س احمدزی

د فلسطین په اړه د خلکو دغه استدلال او منطق چې اعراب دومره میلیونه دي او اسرائیل دومره خلک دي، که اعراب ورپسې چک چکې هم وکړي، نو اسرائیل به له منځني ختیځ ورک کړي، زما په نظر ډېر فرسوده، تاریخ‌تېر او بې‌منطقه استدلال دی. راځئ د دې لپاره لږ د فلسطین دیني او تاریخي شالید وګورو چې ایا ټول انبیا (ع) چې پر دې خاوره تېر شوي او د دې خاورې د تقدس او تبرک لامل دي، یوازې د اعرابو پیغمبران دي؟ او که د عجمو پیغمبران هم دي؟

ایا قران یوازې د عربو لپاره مقدم او مقدس دی که دا تقدم او تقدس یې د عجمو لپاره هم دی؟ ایا بیت‌المقدس یوازې د عرب مسلمانانو لومړنۍ قبله ده او که پر دغه تقدس نور مسلمانان هم ایمان او باور لري؟ ایا سرور کاینات حضرت محمد مصطفی صلی‌الله‌علیم‌وسلم یوازې د اعرابو لارښود او قدوه دی که د عجمو قومونو لپاره هم رحمت، قدوه او لارښود دی؟

دغه راز ایا معجز الهي کلام یوازې د اعرابو د لارښوونې او هدایت منبع او سرچشمه ده، که د عجمو انسانانو او مسلمانانو لپاره هم د لارښونې او هدایت وسیله ده؟ ایا حضرت عیسی (ع) د فلسطیني عربانو، مسیحیانو او هلته د نورو مېشتو خلکو پیغمبر او مقدس انسان و، که د عجمو مسلمانانو لپاره برابر او مساوي تقدس لري؟ ایا بیت‌المقدس او شاوخوا سیمه د عربو مسلمانانو لپاره حایز اهمیت ده، که عجم مسلمانان هم د دغه اهمیت او تقدس پیرو دي؟

که د دغو ټولو سوالونو ځواب یو او برابر وي چې دا هر څه د عربو او عجمو مسلمانانو لپاره برابر او یو شان مقدس، مهم، پاک، سپېڅلي، غښتلي او ښاغلي دي، نو پورته پوچ او بې‌ځایه استدلال په خپله نفي کوي چې د بیت‌المقدس لپاره دې یوازې عربان مټي راونغاړي.

که څوک د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پر دغه قول چې ټول مسلمانان د یو تن او جسم په شان دي او د دغه تن او جسم هره برخه چې په درد وي، نورې برخې په کرار نه پاتې کېږي، په درد او الم به اخته وي، نو بیا ټول مسلمان امت یو جسم و جان دی، د دې جسم و جان هره برخه د هر ډول تکلیف پر وړاندې برابره خوږیږي؛ د پښتو ژبې دا متل چې اوبه په ډانګ نه بیلیږي؛ د همدغه حدیث د مفهوم افاده ده چې خپل وجود څوک په ټوټو نه شي تقسیمولای. دا خبره چې ولې عرب قومونه سره اختلافات لري او یو نه دي، سمه ده، بلکې دا ګیله او شکایت د هر مسلمان حق دی، خو دا حق د دې معنا نه لري چې موږ د عربو د بې‌اتفاقۍ له امله دیني شعایر او تعلیمات منتفي کړو او یو امت په عربو او عجمو بیا پر نورو نومونو او ژبو ووېشو.

ایا پر دې مو غور او فکر کړی چې ولې د اسرائیلو ملاتړ ته امریکا، انګلیستان، جرمني، فرانسه او ایټالیا سمدلاسه سینه او ټټر وهي او د ملاتړ نارې یې پورته کوي؟ هغوی ولې دا کار کوي؟ که پورتنی استدلال چې (عرب دا مسوولیت لري چې بیت‌المقدس وساتي او دوی پر خپلمنځي اتفاق  مکلف دي) مدار اعتبار ونیسو، سم یې وګڼو نو دا پوښتنه لازمي باید ځواب شي چې امریکا او نور متحدین یې کوم دیني، مذهبي، سیاسي، جغرافیوي منطق او دلیل لري چې د اسرائیلو ملاتړ ته دې راشي، د کوم معیار او منطق پر اساس؟

زما په اند امریکا او متحدین یې د ارزښتونو د ملاتړ لپاره له اسرائیلو د ملاتړ میدان ته راځي، د جنګ اعلان کوي؛ دا ارزښتونه د دوی لپاره د دوی دیني، مذهبي، تاریخي، معنوي او د ګډ دښمن ارزښتونه دي؛ دا ګډ مخالف او دښمن یوازې او یوازې همدا اسلامي امت دی، تر دې بل هیڅ کوم اساسي دلیل نشته چې دوی له دومره لرې جغرافیې د یوه وړوکي هېواد ملاتړ ته مټي رابډ وهي.

بیا هم دا خبره د تعامل او تاثر خبره ده چې ای کاش نږدې پرتو عربو قومونو او دولتونو داسې سیاسي مشرتابه درلودای چې د خپل امت د مشترکو ارزښتونو لپاره یې فکر درلودلای او دا یې خپله دنده ګڼلې وای چې د مظلوم تر خوا ودریږي.

که دا یې هم نه شوای کولای، نو لااقل دا یې منلې وای چې دا مظلوم فلسطینیان پر حقه نه دي او له دوی  یې لاس اخیستی وای، نو بیا به هم ستونزه دومره پېچلې نه وه او فلسطینیان یې بشپړ یوازې پرېیښي وای. دا چې د اسلامي هېوادونو د کنفرانس په غونډو او نور ناستو کی د بیت‌المقدس موضوع د مجلس اجنډا سرټکی وي او د خپلو ایماني اجنډاوو برخه یې ګڼي، خو د رښتینې اړتیا او ملاتړ پر وخت پرې چوپه خوله وي. په هر صورت له ټولو شته ستونزو سره سره هیڅ داسې دلیل او منطق د منلو نه دی چې د بیت‌المقدس موضوع دې یوازې په عربو پورې وتړل شي، بلکې هره موضوع چې د امت لپاره په هر هېواد کې را پیدا کېږي، د ټول مسلمان امت اصولي دنده او مکلفیت دی چې باید پوښتنه یې وکړي.

دا چې نن اسلامي نړۍ پر ټوټو وېشل شوې، مغرض افراد او کړۍ د تمسخر په عنوان د اسلامي امت ترمنځ د سرحدونو د شتون او نه شتون موضوع د بحث او ساعت‌تېري برخه ګرځوي، د همدې عالي دیني اصل د نه رعایت خبره ده چې موږ ځانونه خپله سره وېشلي او هم دښمن سره وېشلي یو، نه مو پرېږدي چې سره یو شو، په همداسې د شک و تردید په تیوري‌ګانو مو مصروف ساتي چې د یو بل له غم او خوشحالۍ نه لرې و اوسو.

ولې په عین وخت کی بیا د همدغو کرکجنو نظریاتو او تیوریو سرلاري او همدغه ضعیف‌الایمان عناصر بیا د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو پر داسې سرحدونو ولاړ انځورونه باسي چې دوه هېوادونه  یوازې د یوه ځمکني خط پر مټ سره بېل شوي، یوه مېز ته ناست دوه لوري په دوو مختلفو هېوادونو کې ناست وي چې دا اتحاد او اتفاق هلته ممکن دی، نو دلته ولې ممکن او د تعمیل وړ نه دی؟

د دغه یوازېنی دلیل د همدغسې ضعیف‌الایمانه عوامو او خواصو شتون دی؛ موږ یې سره بېل کړي یو او د یو بل له خوښۍ او غم نه یې لرې ساتلي یو، کنه دا امت یو دی، پېړۍ پېړۍ یې په یوه ستر قلمرو کې د ابراهیمي ادیانو د پیروانو په ګډون د نورو ادیانو لارویان هم له ځان سره لرل، په پوره مینه او سوکالۍ یې سره د ګډ ژوند چارې مخ ته وړې، ولې د زعامت او مشرتابه واګې د همدې مسلمان امت په لاس کې وي.

نن هم که موږ له دغو شته قومي او ملتي تعصباتو نه راووځو، د یو امت په عنوان فکر وکړو او د خپل مشرتابه په تعیین کې د اسلامي اصولو پیروي وکړو، لرې نه ده چې زموږ لوري ته د څوک کږې سترګې راواړوي او یا دې راسره د مساوي او برابرۍ پر اصولو سیاسي، اقتصادي او ټولنیز معاملات حل و فصل نه کړي.

دلته دوه اساسي ستونزې دي چې موږ یې د امت پر عنوان نه مراعاتوو چې یو د قران د دغه ایت پر مصداق چې (لم تقولون مالا تفعلون) څه چې وایو عمل پرې نه کوو، بل دا چې دیني تعلمیات مو یوازې د اعتقاداتو او عباداتو تر بریده دي، نور دیني تعلمیاتو چې معاملات او اخلاقیات دي، هېر کړي مو دي. بله دا چې موږ د خپل سیاسي مشرتابه په تعیین کې خاموش او غلي پاتې کېږو، هیڅ رول نه ادا کوو، همدا ضعیف‌الایمانه مشرتابه بیا د ټول امت پر سر معاملې کوي او پر داسې غمیزو مو اخته کوي چې نسلونه – نسلونه یې بیا بیه پرې کوي.

زه په زغرده دا ویلی شم، هغه کسان چې د اسلامي امت په درد درمند نه وي، پر خپل ایمان دې له سره غور وکړي؛ څوک چې د انسانیت پر درد او تکلیف د درد او تکلیف احساس ونه کړي، پر خپل انسانیت د ووېریږي او څوک چې د نړۍ په هر ګوټ کې له مظلوم او دردمند سره د درد احساس ونه لري نو پر دې باید وپوهېږي چې انسانیت کډه ورڅخه کړې ده.

فلسطینیان پرته له دې چې مسلمانان وي بیا هم دا حق لري چې لکه د نړۍ د نورو انسانانو په څېر د ازادۍ، خپلواکۍ او د خپل راتلونکي ټاکلو حق ولري، هغه تش په نامه او دروغجن د ولسواکۍ غږ پورته کوونکي باید د دوی لپاره غږ پورته کړي، که د حق لپاره غږ نه شي پورته کولای نو فکر کوم د انسانیت او تعقل لار دا ده چې خاموشي دې اختیار کړي.

دا باید ټول په یاد ولرو، ټول هغه انسانان چې د حق لپاره یې قرباني ورکړې او د ظالم پر وړاندې درېدلي دي، هغه کسان چې د ظالم پر وړاندې له درېدلو د دې په خاطر چې ګواګې مړه به شي، په ګډه او یوه هدیره کې سره خښ دي، نو مرګ حق دی، خو له مظلوم سره همغږي او درېدل یوه انساني او دیني وجیبه ده او ټول انسانیت‌منونکي او خوښوونکي پرګنې باید د حق پر خوا ودریږي، څو د ظالم لاس د مظلوم له ګرېوانه رالنډ کړي، کنه د ظالم پر وړاندې چوپ پاتې کېدونکي هم د ظالم له ظلم سره مرسته کوونکي او له ظالم سره د جرم کډونوال بلل کېږي.

د یوې داسې پر امنه نړۍ په هیله چې فلسطینیان په کې خپلواکه هېواد ولري.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 74

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.