د «ثمر ژبپوهنې نړۍواله موسسه» د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت سره د هوکړې له مخې په څلورو ولایتونو کې د اوو درېیمو ژبو د ودې او پراختیا لپاره کار کوي او کړنې یې یاد وزارت څاري.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړی استازی وایي، د پاکستان په ګډون څلورو هېوادونو ته خپل سفر پيلوي او هلته به له خپلو شریکانو سره د کډوالو خوندیتوب او بیامېشتېدنې ترڅنګ پر نور بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.